ملګري ملتونه: په منځني ختیځ کې د جګړو له امله د ښځو او نجونو وضعیت کړکېچن شوی

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یوه راپور کې ویلي، چې په منځني ختیځ کې وروستیو نښتو د ښځو او نجونو وضعیت سخت کړکیچن کړی دی. یادې ادارې د امریکا او ایران ترمنځ د دوه اوونیو د اوربند هرکلی کړی، خو په لبنان کې یې د اسراییل پر بریدونو اندېښنه ښودلې ده.
