• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کریم خُرم: د ایران د شخړې له امله په امریکا کې کورني فشارونه او سیاسي لانجې روانې دي

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۵۹ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام پرمهال د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالکریم خُرم وایي، چې په امریکا کې د ایران پر ضد د جګړې او سیاستونو له امله سخت کورني فشارونه او سیاسي لانجې روانې دي. د هغه په وینا؛ پر ایران تر برید وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «اپسټین قضیې» له امله تر فشار لاندې و.

هغه زیاتوي، له ایران سره تر اوربند وروسته یو ځل بیا د اپسټین د رسوايۍ موضوع راپورته شوې چې دا ځل یې د ټرمپ د کورنۍ په اړه هم بحثونه راپارولي دي. خُرم د «نیویارک ټایمز» د یوه راپور په حواله ویلي، چې د ایران پر ضد د جګړې د پرېکړې په اړه یوه مهمه ناسته شوې وه.
د یاد راپور له مخې؛ «بنیامین نتنیاهو د فبرورۍ په میاشت کې هغه مهال چې د ټرمپ مرستیال په اذربایجان کې په سفر بوخت و، سپینې ماڼۍ ته تللی و او د موساد له مشر سره په یوه کوچنۍ غونډه کې یې ټرمپ دې ته قانع کړ چې پر ایران د برید مناسب وخت دی؛ حال دا چې د ټرمپ ځینې نږدې همکاران له دې پرېکړې سره موافق نه وو».

هغه وایي، په راپور کې دا هم ویل شوي چې په امریکا کې د ټرمپ د رواني روغتیا موضوع هم تر پخوا ډېره تر بحث لاندې راغلې ده. کریم خُرم زیاته کړې:« ښايي د ایران پر ضد د جګړې د ناکامۍ پړه تر ډېره د ډونالډ ټرمپ پر غاړه واوړي او د اپسټین قضیه او د امریکايي چارواکو د بلک مېل کېدو ادعاوې د جګړې د پیل له مهمو لاملونو څخه وي».
هغه ټینګار کړی، چې اسراییل له اوسني اوربند سره مخالف دی او د لبنان د جګړې، د ځینو پېښو او د اپسټین د قضیې د بیا راپورته کولو له لارې غواړي امریکا په جګړه کې پاتې شي. هغه دارنګه زیاتوي، چې په امریکا کې په ټولییز ډول او د ټرمپ د پلویانو (MAGA) ترمنځ د اسراییل پر وړاندې نارضایتي او ان کرکه مخ په زیاتېدو ده.

ډېر لیدل شوي

یونیسف: له څلورو میلیونو ډېر افغان ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا لري
۱

یونیسف: له څلورو میلیونو ډېر افغان ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا لري

۲

د ترکیې او ایران پر پوله د موندل شویو اتو جسدونو له ډلې د ۲۵ کلن افغان ځوان هویت څرګند شو

۳

په کندهار کې د درملو پر سر شخړه؛ طالبانو د پېښې د ویډیو خپروونکي ګواښلي

۴

له ترکیې د راګرځېدلي طالب پلاوي په راپور کې د ۸ مړه شویو افغانانو یادونه نه‌ده شوې

۵

د بلوچستان محکمې مجید اڅکزی په لس کلن بند محکوم کړ، ګوند یې «سیاسي فشار» بولي