حامد کرزي په هرات کې پر ملکي وګړو برید «غیرانساني» وباله

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو وسله وال برید په کلکو ټکو غندلی او دا کړنه چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې «غیرانساني» عمل بللی دی.
