• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: پاکستاني پولیسو د بشري حقونو فعال نقیب الله اخګر له خپلې کورنۍ سره نیولی

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۲۸ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې پاکستاني پولیسو د بشري حقونو افغان فعال نقیب الله اخګر له خپلې کورنۍ سره يو ځای نیولی او نوموړی اوس د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دی. سرچینو زیاته کړې، چې اخګر او کورنۍ یې دا مهال د افغان کډوالو د ساتنې په مرکز «حاجي کمپ» کې دي.

هغه ته نږدې کسانو د جمعې په ورځ (د وري ۲۱مه) افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې نقیب الله اخګر په جلاوطنۍ کې هم د بشري حقونو په ملاتړ فعالیتونه کول او زیانمنو خلکو لپاره یې د عدالت غږ پورته کاوه.

نوموړی له ۲۰۲۳کال راهيسې په پاکستان کې اوسېده. اخګر تر دې وړاندې په ۲۰۲۱کال کې د ۴۹ ورځو لپاره طالبانو زنداني کړی و. هغه ته نږدې کسان وایي، چې افغانستان ته په ستنېدو به یو ځل بیا هغه او کورنۍ یې د طالبانو له‌خوا له جدي ګواښ سره مخ شي.

له بل پلوه په اسلام‌اباد کې یوشمېر افغان فعالانو له نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو له ملاتړو ادارو غوښتي، چې له ګواښ سره د مخ افغان فعالانو د جبري اېستلو او نیونو مخه ونیسه.

ځینو افغان مدني فعالانو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي: «اوس تر بل هر وخت زیاته اړتیا ده چې د نقیب‌الله اخگر غږ واورېدل شي؛ هغه غږ چې کلونه یې د نورو لپاره پورته کاوه، نن خپله ملاتړ، یووالي او بېړنیو اقداماتو ته اړتیا لري».

ترویج لرونکی

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی
۱
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۲

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

۳

په بدخشان کې د طالبانو قوماندان نظامي رتبه پر اوږه سرچپه ټومبلې

۴

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۵
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبان: چین غواړي د روغتیايي همکاریو د پراختیا لپاره افغانستان ته چینایي متخصصین ولېږي

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۴۲ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت یوشمېر مرکزي رییسانو د چین هېواد له استازو سره د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا او افغانستان ته د چینایي متخصصینو پر راتګ خبرې کړې دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د یاد وزارت له‌خوا نن جمعه (د وري ۲۱مه) خپره شوې راغلي، چې دغه ناسته د طالبانو د عامې روغتیا په وزارت کې ترسره شوې او چین ته د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي او د هغه د تخنیکي ټیم د سفر پرمهال د مطرح شویو موضوعاتو په اړه هم بحث او خبرې شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه ناسته کې له چینایي پلاوي سره د دودیز (سنتي) طب په برخه کې د علمي ظرفیت لوړول، د طبیعي پېښو مدیریت، د روغتیايي کارکوونکو روزنه، د دودیز طب د مرکز جوړول او د ساري ناروغیو د څارنې او مخنیوي په برخه کې د افغان متخصصینو د ظرفیت لوړول شامل وو.

د خبرپاڼې له مخې؛ د طالبانو او چینایي پلاوي ترمنځ پرېکړه شوې، چې د دغه برخو د پیاوړتیا لپاره به چینایي متخصصین افغانستان ته راوبلل شي او هغه موضوعات به په رسمي ډول تعقیب شي، چې مخکې د چین د روغتیا کمېسیون له مرستیال سره پرې خبرې شوې وې.

د کندهار له ټولپلازې د موټر چلوونکو شکایت: د طالبانو عواید زیات دي، حساب او خدمات نه‌شته

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۳۵ GMT+۱

کندهار کې درې میاشتې وړاندې طالبانو د کندهار- هرات پر لویه لار په میوند ولسوالۍ کې ټولپلازه جوړه کړه، چې له کوچنيو موټرونو له ۵۰ تر ۱۰۰ او له باوروړنکو موټرو د ټاير په سر ۱۰۰ افغانۍ اخلي. موټر چلوونکي شکایت کوي، چې دغه عواید دولتي خزانې ته نه‌ځي، حساب نه‌شته او خدمات هم صفر دي.

د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ پر هغه لویه لاره چې کندهار د هلمند له ګرشک ولسوالۍ سره نښلوي، درې میاشتې وړاندې یوه ټولپلازه جوړه شوې. د دغه ټولپلازې مسوولین وایي، راټولې شوې پیسې به د همدې سړک د جوړولو او پراختیا لپاره وکارول شي.

د معلوماتو له مخې؛ هره ورځ پر دغه لاره شاوخوا ۵۰۰ لوی او واړه موټرونه تګ‌راتګ کوي. له کوچنیو موټرونو له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانۍ پورې اخیستل کېږي؛ خو له باروړونکو لویو موټرونو بیا د هر ټایر په سر ۱۰۰ افغانۍ اخیستل کېږي.

دا په دې معنا چې یو لس ټایره موټر باید لږ تر لږه ۱۰۰۰ افغانۍ ورکړي، حال دا چې ډېری باروړونکي موټرونه تر دې هم زیات ټایرونه لري. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د محاسبې له مخې؛ که له دواړو لوریو د تګ‌راتګ موټرونه په نظر کې ونیول شي؛ نو هره ورځ د یادې ټولپلازې عاید له شاوخوا ۶۵۰زره تر ۷۰۰زره افغانیو پورې رسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د درېیو میاشتو په موده کې دغه عاید نږدې ۵۷ مېلیونه افغانیو ته رسېدلي او د یو کال په حساب سره دغه شمېر تر ۲۳۰ مېلیونه افغانیو پورې رسېږي. په ورته وخت کې موټر چلوونکي د سړک له خرابوالي شکایت کوي او ټينګار کوي، چې د سړک جوړونې او خدماتو وړاندې کولو په نوم اخیستل شوې پيسې باید پر وخت او ځای ولګول شي.

عبدالحمید چې د کندهار- هرات پر لویه لار باروړونکی موټر چلوي وايي: «موږ ته یوازې دومره ویل شوي، چې دغه پیسې د سړک لپاره اخیستل کېږي؛ خو هېڅوک موږ ته نه وایي، چې دغه پیسې چېرته ځي. هره ورځ موږ له خپل جېب نه دغه پيسې ورکوو او موږ ته یې د بار مالک نه راکوي».

په کندهار کې طالب مسوولین د دغه سړک د لومړۍ برخې د جوړولو لګښت شاوخوا ۹۰۰ مېلیونه افغانۍ ښودلی دی. رحمت الله هم پر همدې لار باروړونکی موټر چلوي، هغه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «که رښتیا هم دغه پیسې د سړک لپاره وي؛ نو باید حساب یې خلکو ته ښکاره شي، دومره پیسې په سړک نه لګېږي لکه څومره چې ټولېږي، سړک به جوړ شي؛ خو دغه پيسې به دایمي وي».

د یو باروړنکي‌ ترانسپورټي شرکت مسوول د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د ترانسپورټ کمېسيون تر څنګ ټولپلازه د فساد په يوې بلې سرچینې بدله شوې او ډېر کله د ټولپلازې مسوولين له موټر چلوونکو څخه د جوړجاړي پربنسټ پيسې اخلي او پارچې نه ورکوي.

کندهار مېوند ولسوالۍ کې د طالبانو د ټولپلازې څانګه
100%
کندهار مېوند ولسوالۍ کې د طالبانو د ټولپلازې څانګه

موټرچلوونکي ټینګار کوي، که څه هم د سړک جوړول یو مهم او ضروري اړتیا ده؛ خو د پیسو راټولولو بهیر باید شفاف وي. دوی وایي، تر څو چې د دغه عوایدو کره حساب، لګښت او څارنه روښانه نه‌شي؛ د خلکو شکایتونه به دوام ولري.

دوی همداراز خبرداری ورکوي، که دغه لړۍ همداسې دوام وکړي؛ نو دا به نه یوازې د ټرانسپورټ سکتور ته زیان ورسوي بلکې د خلکو باور به هم له‌منځه یوسي. خلک له اړوندو ادارو غواړي، چې د دغه پیسو د راټولولو او لګولو په اړه روڼتیا رامنځته کړي؛ تر څو د ولس باور بېرته ترلاسه شي.
د موټر چلوونکو د دغه شکایتونو په اړه د طالبانو د یادې ټولپلازې مسوولینو له افغانستان انټرنشنل سره له خبرو کولو ډډه کړې.

رواداري: په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله ۷۹ کسان وژل شوي

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۴۹ GMT+۱

د رواداري په نوم د بشري حقونو یو بنسټ راپور ورکړی، چې په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو او ناچاوده توکو د چاودنو له امله ۷۹ کسان وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان شوي دي. دغه بنسټ زیاتوي، چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

یاد بنسټ د پنجشنبې په ورځ په یوه لنډه ویډيو کې په افغانستان کې د ماینونو له امله د وژل شویو او ټپیانو شمېرې خپرې کړې دي. د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې؛ په همدې کال کې د ماینونو او ناچاوده توکو د چاودونو له امله ۳۰ نارینه، ۶ ښځې او ۴۳ ماشومان وژل شوي دي.

راپور زیاتوي، چې په همدې کال کې ۴۸ ماشومان، ۳۲ نارینه او ۶ ښځې ټپيانې شوې دي. یاده مرګ ژوبله د ځمکنیو ماینونو، جنګي سرګلولو او له تېرو جګړو څخه د پاتې شویو ناچاوده توکو له امله رامنځته شوې ده.

په راپور کې د ۲۰۲۵کال د اکتوبر په میاشت کې د فراه ولایت دوو پېښو ته هم اشاره شوې، چې د یوه لاسي‌ بم د چاودنې له امله درې ماشومان په‌کې وژل شوي وو. د همدې ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په ورته یوه بله پېښه کې د یوه کور پنځه کسه وژل شوي وو، چې یوه ښځه، یو نارینه او درې ماشومان په‌کې شامل وو.

بل خوا بیا د وري میاشتې په ۱۸مه له طبیعي پېښو سره د طالبانو د مبارزې ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي‌ و، چې د ۲۰۲۵کال له اپرېل څخه د ۲۰۲۶کال تر مارچ میاشتې پورې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده توکو ۲۲۵ پېښې ثبت شوې دي. نوموړي زیاته کړې، چې په دغه پېښو کې ۹۶ کسان وژل شوي او ۳۷۸ نور ټپیان دي.

د طب له فارغانو ایګزېټ ازموینه سږکال هم د نجونو له ګډون پرته اخیستل کېږي

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د ازموینو اداره وايي، د معالجوي طب او ستوماتولوژۍ پوهنځیو فارغانو د فعالیت جواز (ایګزېټ) ازموینه، نن جمعه د وري په ۲۱مه اخیستل کېږي. په تېرو کلونو کې له دې بهیر څخه نجونې محرومې وې او دغې ادارې هم په همدې تړاو اعلامیه کې د نجونو فارغانو د برخلیک په اړه څه نه‌دي ویلي

د طالبانو د ازموینو ملي ادارې د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د دغې ادارې مشر عبدالباقي حقاني د معالجوي طب او ستوماتولوژۍ پوهنځیو فارغانو د فعالیت جواز (ایګزېټ) ازموینې په تړاو غونډه کې له اړوندو مسوولینو غوښتي چې خپلو چارو ته په دقت متوجه واوسي او د ازموینې اړوند هر ډول احتمالي ستونزې مخکې له مخکې وارزوي.

هغه زیاته کړه: «ایګزېټ ازموینه یوه مهمه او ستره ملي ازموینه ده او د تېر په پرتله ورته لا ډېر چمتووالی نیول شوی دی».

په خبرپاڼه کې د جمعې ورځې د ایګزېټ ازموینې ځای کابل پوهنتون په ګوته شوی، خو په دې اړه چې ایا سږ کال به په دې ازموینه کې له طب پوهنځیو فارغې نجونې ګډون ولري او که نه، څه نه‌دي ویل شوي.

په تېرو څو دورو کې ایګزېټ ازموینه یوازې له نارینه‌وو اخیستل شوې او داسې هېڅ څرک نه‌لیدل کېږي چې سږکال به په یادې ازموینه کې نجونې فارغانې ګډون ولري.

د څارونکو په باور، ښايي طالبانو ته اوس د نجونو له زده‌کړو محرومیت یوه عادي چاره ګرځېدلې وي، نو ځکه یې په دغه ډول ازموینو کې د ګډون او یا هم نه‌ګډون یادونه ضروري نه‌ګڼي.

طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو او همداراز یې پوره ۲ کاله وروسته یعنې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د نجونو د طب او قابلګۍ په څانګو کې پر زده‌کړې بندیز ولګاوه.

دا په داسې حال کې ده، چې د روغتیا د نړۍوالو ادارو په وینا، افغانستان دمګړۍ هم د ښځينه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی او په باور یې که دغه بهیر همداسې دوام وکړي، نو ښايي په څو راتلونکو کلونو کې افغانستان د ښځینه ډاکټرانو له جدي کمښت سره مخ شي او ورسره به د زېږون پر مهال د میندو او ماشومانو د مړینې کچه په بې‌ساري ډول لوړه شي.

له افغانستان څخه ازبکستان ته قاچاق شوي ۱۹۱ کيلوګرامه چرس پولیسو نیولي دي

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۲۹ GMT+۱

د ازبکستان چارواکي وايي، هغه ۱۹۱ کيلوګرامه چرس، چې له افغانستان څخه په يو باروړونکي موټر کې راوړل شوي وو، د ترمذ په سرحدي تېرېدونکي دروازه کې کشف او نیول شوي دي. د دې هېواد پوليسو تر اوسه پورې په دې تړاو يو شکمن کس هم نيولی دی.

ياد نشه‌يي توکي د افغانستان په جوړو شويو د بخار ديګونو کې پټ شوي وو. د ازبک چارواکو په وينا، د يو هونډا ډوله موټر د پلټنې پر مهال څرګنده شوه چې له ۷۵۰ انتقال شويو ديګونو څخه ۲۱۰ ديګونه دوه‌ګونی تل يا پټ ځایونه لري.

چارواکو ويلي چې د دغې محمولې څخه په ټوليزه توګه ۱۹۰ کيلوګرامه او ۸۰۰ ګرامه چرس ترلاسه شوي دي.

د موټر چلوونکی يو ۳۴ کلن د ازبکستان اوسېدونکی و، چې د چارواکو په وينا، د پولې له اوښتو مخکې تر څارنې لاندې و. د ازبکستان رسنيو راپور ورکړی چې دغه محموله په ټرانزيټي ډول د دې هېواد له لارې يو ګاونډي هېواد ته لېږدول کېده، خو د هغه هېواد نوم په راپور کې نه دی ياد شوی.