د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په دې مراسمو کې له طب پوهنځیو د نجونو فارغانو د برخلیک په تړاو له یادونې پرته وویل: «طبابت یوه مقدسه دنده او مسوولیت دی» او هڅه یې دا ده، چې ځوانانو ته په ښه ځای کې د خپل ولس لپاره د خدمت زمینه مساعده کړي.
نور جلال جلالي له دغو فارغانو وغوښتل چې ولس ته خدمت کول خپل اساسي هدف وګرځوي او زیاته یې کړه: «د طبابت په برخه کې د طبي اخلاقو عملي کول خورا مهم دي چې ډاکتران باید له ناروغانو سره د انساني او طبي اخلاقو لهمخې ښه چلند وکړي».
د طالبانو د ازموینو ملي ادارې د تخنیکي چارو مرستیال رحیمالله حقاني هم په دې مراسمو کې د ازموینې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل: «تاسو خپله نظري دوره بشپړه کړې او اوس عملي مرحلې ته داخلېږئ»
هغه د ډاکټرۍ مسلک مقدس او د انسانانو خدمت کول عبادت وبلل او همداراز یې ډاډ ورکړ، چې د دوی حق به په هېڅ صورت ضایع نهشي او هر ګډونوال ته به د هغه د وړتیاوو پر بنسټ خپل حق ورکړل شي.
په تېرو څو دورو ایګزېټ ازموینو کې هم یوازې نارینه فارغانو ګډون درلود او نجونو فارغانو ته پهکې د ګډون اجازه نهوه ورکړل شوې.
د څارونکو په باور، ښايي طالبانو ته اوس د نجونو له زدهکړو محرومیت یوه عادي چاره ګرځېدلې وي، نو ځکه یې په دغه ډول ازموینو کې د ګډون او یا هم نهګډون یادونه ضروري نهګڼي.
طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو او همداراز یې پوره ۲ کاله وروسته یعنې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د نجونو د طب او قابلګۍ په څانګو کې پر زدهکړې بندیز ولګاوه.
دا په داسې حال کې ده، چې د روغتیا د نړۍوالو ادارو په وینا، افغانستان دمګړۍ هم د ښځينه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی او په باور یې که دغه بهیر همداسې دوام وکړي، نو ښايي په څو راتلونکو کلونو کې افغانستان د ښځینه ډاکټرانو له جدي کمښت سره مخ شي.