د هواپوهنې اداره: ۲۶ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

د طالبانو د هواپوهنې ادارې خبر ورکړی، چې نن (د وري ۲۱مه) په ۲۶ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی دی.

د طالبانو د هواپوهنې ادارې خبر ورکړی، چې نن (د وري ۲۱مه) په ۲۶ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی دی.
دغه ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په فاریاب، سرپل، بادغیس، هرات، فراه، هلمند، غور، دایکنډي، روزګان، کندهار، زابل، غزني، دایکنډي، بامیان، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، کپیسا، پروان، بغلان، سمنګان او تخار ولایتونو لپاره دغه وړاندوینه شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې؛ په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۰ تر ۴۰) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
خبرپاڼه کاږي، په لوېدیځو، سویلي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو اټکل هم شوی، چې په بېلابېلو برخو کې یې د چټکوالي کچه په یوه ساعت کې (له ۵۰ تر ۷۵ کیلو مټرو) اټکل شوې ده.
له بل پلوه د طالبانو تر کنټرول لاندې له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې ویاند محمد یوسف حماد وایي، چې په تېرو ۱۴ ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د بارانونو، واورو، سېلابونو، زلزلې، د کورونو چتونو پرېوتو او غره ښوېېدو له امله ۱۵۷ کسان مړه، ۲۲۹ ټپیان او ۹ کسان لادرکه شوي دي.

د رواداري په نوم د بشري حقونو یو بنسټ راپور ورکړی، چې په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو او ناچاوده توکو د چاودنو له امله ۷۹ کسان وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان شوي دي. دغه بنسټ زیاتوي، چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
یاد بنسټ د پنجشنبې په ورځ په یوه لنډه ویډيو کې په افغانستان کې د ماینونو له امله د وژل شویو او ټپیانو شمېرې خپرې کړې دي. د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې؛ په همدې کال کې د ماینونو او ناچاوده توکو د چاودونو له امله ۳۰ نارینه، ۶ ښځې او ۴۳ ماشومان وژل شوي دي.
راپور زیاتوي، چې په همدې کال کې ۴۸ ماشومان، ۳۲ نارینه او ۶ ښځې ټپيانې شوې دي. یاده مرګ ژوبله د ځمکنیو ماینونو، جنګي سرګلولو او له تېرو جګړو څخه د پاتې شویو ناچاوده توکو له امله رامنځته شوې ده.
په راپور کې د ۲۰۲۵کال د اکتوبر په میاشت کې د فراه ولایت دوو پېښو ته هم اشاره شوې، چې د یوه لاسي بم د چاودنې له امله درې ماشومان پهکې وژل شوي وو. د همدې ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په ورته یوه بله پېښه کې د یوه کور پنځه کسه وژل شوي وو، چې یوه ښځه، یو نارینه او درې ماشومان پهکې شامل وو.
بل خوا بیا د وري میاشتې په ۱۸مه له طبیعي پېښو سره د طالبانو د مبارزې ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي و، چې د ۲۰۲۵کال له اپرېل څخه د ۲۰۲۶کال تر مارچ میاشتې پورې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده توکو ۲۲۵ پېښې ثبت شوې دي. نوموړي زیاته کړې، چې په دغه پېښو کې ۹۶ کسان وژل شوي او ۳۷۸ نور ټپیان دي.
د طالبانو د ازموینو اداره وايي، د معالجوي طب او ستوماتولوژۍ پوهنځیو فارغانو د فعالیت جواز (ایګزېټ) ازموینه، نن جمعه د وري په ۲۱مه اخیستل کېږي. په تېرو کلونو کې له دې بهیر څخه نجونې محرومې وې او دغې ادارې هم په همدې تړاو اعلامیه کې د نجونو فارغانو د برخلیک په اړه څه نهدي ویلي
د طالبانو د ازموینو ملي ادارې د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د دغې ادارې مشر عبدالباقي حقاني د معالجوي طب او ستوماتولوژۍ پوهنځیو فارغانو د فعالیت جواز (ایګزېټ) ازموینې په تړاو غونډه کې له اړوندو مسوولینو غوښتي چې خپلو چارو ته په دقت متوجه واوسي او د ازموینې اړوند هر ډول احتمالي ستونزې مخکې له مخکې وارزوي.
هغه زیاته کړه: «ایګزېټ ازموینه یوه مهمه او ستره ملي ازموینه ده او د تېر په پرتله ورته لا ډېر چمتووالی نیول شوی دی».
په خبرپاڼه کې د جمعې ورځې د ایګزېټ ازموینې ځای کابل پوهنتون په ګوته شوی، خو په دې اړه چې ایا سږ کال به په دې ازموینه کې له طب پوهنځیو فارغې نجونې ګډون ولري او که نه، څه نهدي ویل شوي.
په تېرو څو دورو کې ایګزېټ ازموینه یوازې له نارینهوو اخیستل شوې او داسې هېڅ څرک نهلیدل کېږي چې سږکال به په یادې ازموینه کې نجونې فارغانې ګډون ولري.
د څارونکو په باور، ښايي طالبانو ته اوس د نجونو له زدهکړو محرومیت یوه عادي چاره ګرځېدلې وي، نو ځکه یې په دغه ډول ازموینو کې د ګډون او یا هم نهګډون یادونه ضروري نهګڼي.
طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو او همداراز یې پوره ۲ کاله وروسته یعنې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د نجونو د طب او قابلګۍ په څانګو کې پر زدهکړې بندیز ولګاوه.
دا په داسې حال کې ده، چې د روغتیا د نړۍوالو ادارو په وینا، افغانستان دمګړۍ هم د ښځينه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی او په باور یې که دغه بهیر همداسې دوام وکړي، نو ښايي په څو راتلونکو کلونو کې افغانستان د ښځینه ډاکټرانو له جدي کمښت سره مخ شي او ورسره به د زېږون پر مهال د میندو او ماشومانو د مړینې کچه په بېساري ډول لوړه شي.
د ازبکستان چارواکي وايي، هغه ۱۹۱ کيلوګرامه چرس، چې له افغانستان څخه په يو باروړونکي موټر کې راوړل شوي وو، د ترمذ په سرحدي تېرېدونکي دروازه کې کشف او نیول شوي دي. د دې هېواد پوليسو تر اوسه پورې په دې تړاو يو شکمن کس هم نيولی دی.
ياد نشهيي توکي د افغانستان په جوړو شويو د بخار ديګونو کې پټ شوي وو. د ازبک چارواکو په وينا، د يو هونډا ډوله موټر د پلټنې پر مهال څرګنده شوه چې له ۷۵۰ انتقال شويو ديګونو څخه ۲۱۰ ديګونه دوهګونی تل يا پټ ځایونه لري.
چارواکو ويلي چې د دغې محمولې څخه په ټوليزه توګه ۱۹۰ کيلوګرامه او ۸۰۰ ګرامه چرس ترلاسه شوي دي.
د موټر چلوونکی يو ۳۴ کلن د ازبکستان اوسېدونکی و، چې د چارواکو په وينا، د پولې له اوښتو مخکې تر څارنې لاندې و. د ازبکستان رسنيو راپور ورکړی چې دغه محموله په ټرانزيټي ډول د دې هېواد له لارې يو ګاونډي هېواد ته لېږدول کېده، خو د هغه هېواد نوم په راپور کې نه دی ياد شوی.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له بندخونو ۸۴ افغان کډوال ازاد او بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي. د دغه وزارت په وینا، یاد کسان په پاکستان کې د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو د نهلرلو له امله بندیان شوي وو.
د پاکستان او طالبانو تر منځ د شخړو په زیاتېدو سره په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو بهیر چټک شوی او په دې وروستیو کې د کډوالو لپاره د ټاکل شویو پنډغالو په ډکېدو سره یو شمېر افغانان زندانونو ته لېږدول شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه کسان په تېره یوه اونۍ کې د پاکستان له بندخونو ازاد او بېرته هېواد ته ستانه کړای شوي دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «دغه کسان د قانوني سندونو د نهلرلو له امله بندیان وو».
د خبرپاڼې لهمخې، دغه کسان د کندهار د سپینبولدک له لارې افغانستان ته اړول شوي دي.
په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغانان وايي، غواړي په دغه هېواد کې په قانوني توګه شپې او ورځې تېرې کړي، خو پاکستان له څو میاشتو راهیسې د افغانانو د ویزو د تمدیدولو بهیر په ټپه درولی دی.
دوی د پاکستان له حکومته غواړي، چې د ویزو د تمدیدولو بهیر پیل کړي، څو په قانوني توګه دغه هېواد کې واوسېږي.
د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت له څو میاشتو راهیسې له کوم دلیل پرته د افغانانو د ویزو د تمدیدولو بهیر درولی او په دې سره په دغه هېواد کې مېشت افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د متحده عربي امارات د بشري مرستو ادارې ویلي چې ۹۶ ټنه درمل او حیاتي طبي تجهیزات یې د یوې بشري الوتنې له لارې افغانستان ته لېږدولي دي.
دغه چوپه د دوبۍ د ال مکتوم هوايي ډګر څخه لېږل شوې او پکې د روغتیا نړیوال سازمان، بې پولې ډاکټرانو او یونیسف مرستې شاملې دي.
د راپورونو له مخې، دا طبي مرستې به په راتلونکو درې میاشتو کې په افغانستان کې له ۲۵۰زره څخه زیاتو کسانو ته د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي او د درملنې اړینې اسانتیاوې به رامنځته کړي.
د دغه ادارې مسوولینو ویلي چې د دې اقدام موخه له زیانمنو ټولنو سره د حیاتي مرستو رسول او په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د زیاتېدو ځواب ویل دي.
همدارنګه ټینګار شوی چې دا هوایي لېږد د هغو پراخو هڅو یوه برخه ده چې د مرستو د رسولو لپاره د هوايي او ځمکنيو لارو د اسانتیاوو په برابرولو تمرکز لري.