په هرات کې د ناپېژادو وسلهوالو په ډزو کې ۷ کسان مړه او ۱۳ ټپیان دي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د جمعې په ماسپښین د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په یو تفریحي سیمه کې د ناپېژانو وسله والو په ډزو کې ۷ کسان مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان دي. طالبانو ویلي، چې د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
