• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ډونالډ ټرمپ مرستیال د ایران له استازو سره د خبرو لپاره پاکستان ته ورسېد

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۲۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۳۳ GMT+۱

امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال جي‌ډي وېنس له ایراني چارواکو سره د لیدنې او خبرو اترو لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته رسېدلی دی. وېنس ویلي، چې دا مذاکرات د ولسمشر ټرمپ د روښانه لارښوونو پر بنسټ ترسره کېږي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له‌مخې، وېنس د جمعې په ماښام د پاکستان پلازمینې اسلام‌اباد ته رسېدلی دی. وېنس ویلي چې له ایران سره مذاکرات د ولسمشر ټرمپ د روښانه لارښوونو پر بنسټ ترسره کېږي او هیله یې ښودلې چې پایلې به یې مثبتې وي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۵

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

•
•
•

نور کیسې

هند د اسرایيل نوم له یادولو پرته لبنان کې د ملکي وګړو پر مرګژوبلې اندېښنه ښودلې

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۴۱ GMT+۱
هند د اسرایيل نوم له یادولو پرته لبنان کې د ملکي وګړو پر مرګژوبلې اندېښنه ښودلې
100%

د هند د بهرنیو چارو وزارت په لبنان کې د وروستیو بریدونو له امله د ملکي وګړو پر مرګ‌ژوبلې ژوره اندېښنه ښودلې او د نړۍوالو قوانینو پر مراعاتولو یې ټینګار کړی دی. هند په خپله رسمي اعلامیه کې د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ، په یوه اعلامیه کې، پرته له دې چې د اسراییل نوم واخلي، په لبنان کې د وروستیو بریدونو له امله د ملکي وګړو پر مرګ‌ژوبله اندېښنه ښودلې ده.

په اعلامیه کې د نړۍوالو قوانینو پر مراعات او د هېوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته پر درناوی ټینګار شوی دی.

د راپورونو له مخې، په لبنان باندې د اسراییل په دوه ورځنیو بریدونو کې له ۲۵۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او له ۱۰۰۰ څخه ډېر نور ټپیان دي. دغو پېښو په سیمه کې د جګړې د پراخېدو په اړه سختې اندېښنې راپارولې دي.

واشنګټن پوسټ: د هرمز تنګي بندښت او د لبنان جګړې د امریکا-ایران اوربند له ګواښ سره مخ کړی

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۱
واشنګټن پوسټ: د هرمز تنګي بندښت او د لبنان جګړې د امریکا-ایران اوربند له ګواښ سره مخ کړی
100%

واشنګټن پوسټ په خپل یوه راپور کې ویلي، چې د امریکا او ایران ترمنځ نازک اوربند له سخت فشار سره مخ دی. د راپور له‌مخې، د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد بندښت او د لبنان په سویل کې د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ د بریدونو دوام د منځني ختیځ امنیتي وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی.

په راپور کې راغلي، سره له دې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند هڅې روانې دي، خو په عملي ډول د هرمز تنګي لاره لا هم بنده ده. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې ایران د دغه تنګي د پرانیستلو په برخه کې «ډېر کمزوری کار کړی» دی.

ټرمپ پر خپلې ټولنیزې پاڼې ټروت سوش) لیکلي، چې دا وضعیت «ناانصافي» او د منل شوي توافق خلاف دی. نوموړي تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و، چې ایران باید له دغې ستراتېژیکې لارې څخه د تېلو د ټانکرونو د تېرېدو په بدل کې هېڅ ډول مالیه ونه اخلي.

دا ترینګلتیاوې په داسې حال کې زیاتېږي چې ټاکل شوې سبا په اسلام‌اباد کې د دواړو لورو ترمنځ مهمې ډیپلوماټیکې خبرې پیل شي. کارپوهان اندېښنه ښيي چې د هرمز تنګي بندښت او په لبنان کې د بریدونو دوام ښايي د اسلام‌اباد د مذاکراتو پر پایلو منفي اغېز وکړي او په سیمه کې تاوتریخوالی نور هم وغځوي.

پاکستان د بالکان په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره د دوامداره او جدي خبرو اترو غوښتنه وکړه

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۳۶ GMT+۱
پاکستان د بالکان په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره د دوامداره او جدي خبرو اترو غوښتنه وکړه
100%

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي په اسلام‌اباد کې د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند په تړاو د خبرو سره په ورته مهال د بالکان په سیمه کې هم د تلپاتې سولې لپاره د جدي خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د امنیت شورا غونډې ته د وینا پر مهال، د پاکستان دایمي استازولۍ مرستیال سفیر عثمان جادون وویلي، هېواد یې هیله لري چې په بالکان سیمه کې تلپاتې سوله او ثبات رامنځته شي. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، نوموړي زیاته کړې چې پاکستان د سیمې د خلکو هوساینې او سوکالۍ ته ژمن دی او د شخړو د حل یوازینۍ لاره ډیالوګ ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو کوربتوب کوي او د مذاکراتو لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

پر همدغه مهال وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د ایران د پارلمان د مشر محمد باقر قالیباف په مشرۍ پلاوی له امریکا سره د اوربند په تړاو د خبرو په موخه د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته رسېدلی دی.

زېلېنسکي: له عمان، کویټ او بحرین سره د امنیتي همکاریو په تړاو خبرې کوو

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۱۶ GMT+۱
زېلېنسکي: له عمان، کویټ او بحرین سره د امنیتي همکاریو په تړاو خبرې کوو
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېسنکي ویلي، چې هېواد یې له عمان، کویټ او بحرین سره د امنیتي همکاریو او د ډرون ضد دفاعي ټکنالوژۍ د شریکولو په اړه په خبرو بوخت دی. زېلېنسکي ویلي، چې اوکرایني متخصصینو په منځي ختیځ کې د ایراني ډرونونو په راغورځولو کې خپله وړتیا ثابته کړې ده.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې اوکراین تېره میاشت منځني ختیځ ته له ۲۰۰ څخه ډېر کارپوهان لېږلي، تر څو د ایراني بې‌پیلوټه الوتکو د مخنیوي په برخه کې له دغو هېوادونو سره خپله تجربه شریکه کړي.

نوموړي ویلي، چې اوکرایني متخصصینو په بریالیتوب سره د ایران لرې واټن ویشتونکي ډرونونه راغورځولي دي.

زېلېنسکي زیاته کړې:«موږ د ایراني ډرونونو د ویشتلو لپاره له خپلو مدافع وسایلو کار واخیست او ومو ښودله چې د داسې پایلو لاسته راوړل سیستماتیکو حل لارو، په ځانګړې توګه د الکترونیکي جګړې برخې ته اړتیا لري».

د زېلېنسکي په وینا، اوکراین لا دمخه له سعودي عربستان او قطر سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړي او له متحده عربي اماراتو سره هم یوې هوکړې ته رسېدلی دی.

نوموړي ویلي، چې په دغو پراخو همکاریو کې اوکراین ته د تېلو او ډیزلو د اکمالاتو موضوع هم شامله ده.

سرچینې: پاکستاني پولیسو د بشري حقونو فعال نقیب الله اخګر له خپلې کورنۍ سره نیولی

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۲۸ GMT+۱
سرچینې: پاکستاني پولیسو د بشري حقونو فعال نقیب الله اخګر له خپلې کورنۍ سره نیولی
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې پاکستاني پولیسو د بشري حقونو افغان فعال نقیب الله اخګر له خپلې کورنۍ سره يو ځای نیولی او نوموړی اوس د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دی. سرچینو زیاته کړې، چې اخګر او کورنۍ یې دا مهال د افغان کډوالو د ساتنې په مرکز «حاجي کمپ» کې دي.

هغه ته نږدې کسانو د جمعې په ورځ (د وري ۲۱مه) افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې نقیب الله اخګر په جلاوطنۍ کې هم د بشري حقونو په ملاتړ فعالیتونه کول او زیانمنو خلکو لپاره یې د عدالت غږ پورته کاوه.

نوموړی له ۲۰۲۳کال راهيسې په پاکستان کې اوسېده. اخګر تر دې وړاندې په ۲۰۲۱کال کې د ۴۹ ورځو لپاره طالبانو زنداني کړی و. هغه ته نږدې کسان وایي، چې افغانستان ته په ستنېدو به یو ځل بیا هغه او کورنۍ یې د طالبانو له‌خوا له جدي ګواښ سره مخ شي.

له بل پلوه په اسلام‌اباد کې یوشمېر افغان فعالانو له نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو له ملاتړو ادارو غوښتي، چې له ګواښ سره د مخ افغان فعالانو د جبري اېستلو او نیونو مخه ونیسه.

ځینو افغان مدني فعالانو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي: «اوس تر بل هر وخت زیاته اړتیا ده چې د نقیب‌الله اخگر غږ واورېدل شي؛ هغه غږ چې کلونه یې د نورو لپاره پورته کاوه، نن خپله ملاتړ، یووالي او بېړنیو اقداماتو ته اړتیا لري».