د ایران او امریکا ترمنځ خبرې؛ په اسلاماباد کې تر ۱۰زره ډېر امنیتي ځواکونه ځای پرځای شوي

په پاکستان کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو تر مخه ډان ورځپاڼې په اسلاماباد کې د پوځ تر څار لاندې د ځانګړو امنیتي تابیاوو په اړه راپور ورکړی. راپور زياتوي، چې د امنیت د ټینګښت لپاره په اسلاماباد کې تر ۱۰زره ډېر ځواکونه ځای پرځای شوي دي.
