• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

واشنګټن پوسټ: د هرمز تنګي بندښت او د لبنان جګړې د امریکا-ایران اوربند له ګواښ سره مخ کړی

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۰۷ GMT+۱

واشنګټن پوسټ په خپل یوه راپور کې ویلي، چې د امریکا او ایران ترمنځ نازک اوربند له سخت فشار سره مخ دی. د راپور له‌مخې، د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد بندښت او د لبنان په سویل کې د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ د بریدونو دوام د منځني ختیځ امنیتي وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی.

په راپور کې راغلي، سره له دې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند هڅې روانې دي، خو په عملي ډول د هرمز تنګي لاره لا هم بنده ده. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې ایران د دغه تنګي د پرانیستلو په برخه کې «ډېر کمزوری کار کړی» دی.

ټرمپ پر خپلې ټولنیزې پاڼې ټروت سوش) لیکلي، چې دا وضعیت «ناانصافي» او د منل شوي توافق خلاف دی. نوموړي تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و، چې ایران باید له دغې ستراتېژیکې لارې څخه د تېلو د ټانکرونو د تېرېدو په بدل کې هېڅ ډول مالیه ونه اخلي.

دا ترینګلتیاوې په داسې حال کې زیاتېږي چې ټاکل شوې سبا په اسلام‌اباد کې د دواړو لورو ترمنځ مهمې ډیپلوماټیکې خبرې پیل شي. کارپوهان اندېښنه ښيي چې د هرمز تنګي بندښت او په لبنان کې د بریدونو دوام ښايي د اسلام‌اباد د مذاکراتو پر پایلو منفي اغېز وکړي او په سیمه کې تاوتریخوالی نور هم وغځوي.

ترویج لرونکی

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی
۱
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۲

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

۳

په بدخشان کې د طالبانو قوماندان نظامي رتبه پر اوږه سرچپه ټومبلې

۴

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۵
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

•
•
•

نور کیسې

پاکستان د بالکان په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره د دوامداره او جدي خبرو اترو غوښتنه وکړه

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۳۶ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي په اسلام‌اباد کې د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند په تړاو د خبرو سره په ورته مهال د بالکان په سیمه کې هم د تلپاتې سولې لپاره د جدي خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د امنیت شورا غونډې ته د وینا پر مهال، د پاکستان دایمي استازولۍ مرستیال سفیر عثمان جادون وویلي، هېواد یې هیله لري چې په بالکان سیمه کې تلپاتې سوله او ثبات رامنځته شي. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، نوموړي زیاته کړې چې پاکستان د سیمې د خلکو هوساینې او سوکالۍ ته ژمن دی او د شخړو د حل یوازینۍ لاره ډیالوګ ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو کوربتوب کوي او د مذاکراتو لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

پر همدغه مهال وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د ایران د پارلمان د مشر محمد باقر قالیباف په مشرۍ پلاوی له امریکا سره د اوربند په تړاو د خبرو په موخه د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته رسېدلی دی.

زېلېنسکي: له عمان، کویټ او بحرین سره د امنیتي همکاریو په تړاو خبرې کوو

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۱۶ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېسنکي ویلي، چې هېواد یې له عمان، کویټ او بحرین سره د امنیتي همکاریو او د ډرون ضد دفاعي ټکنالوژۍ د شریکولو په اړه په خبرو بوخت دی. زېلېنسکي ویلي، چې اوکرایني متخصصینو په منځي ختیځ کې د ایراني ډرونونو په راغورځولو کې خپله وړتیا ثابته کړې ده.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې اوکراین تېره میاشت منځني ختیځ ته له ۲۰۰ څخه ډېر کارپوهان لېږلي، تر څو د ایراني بې‌پیلوټه الوتکو د مخنیوي په برخه کې له دغو هېوادونو سره خپله تجربه شریکه کړي.

نوموړي ویلي، چې اوکرایني متخصصینو په بریالیتوب سره د ایران لرې واټن ویشتونکي ډرونونه راغورځولي دي.

زېلېنسکي زیاته کړې:«موږ د ایراني ډرونونو د ویشتلو لپاره له خپلو مدافع وسایلو کار واخیست او ومو ښودله چې د داسې پایلو لاسته راوړل سیستماتیکو حل لارو، په ځانګړې توګه د الکترونیکي جګړې برخې ته اړتیا لري».

د زېلېنسکي په وینا، اوکراین لا دمخه له سعودي عربستان او قطر سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړي او له متحده عربي اماراتو سره هم یوې هوکړې ته رسېدلی دی.

نوموړي ویلي، چې په دغو پراخو همکاریو کې اوکراین ته د تېلو او ډیزلو د اکمالاتو موضوع هم شامله ده.

له افغانستان څخه ازبکستان ته قاچاق شوي ۱۹۱ کيلوګرامه چرس پولیسو نیولي دي

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۲۹ GMT+۱

د ازبکستان چارواکي وايي، هغه ۱۹۱ کيلوګرامه چرس، چې له افغانستان څخه په يو باروړونکي موټر کې راوړل شوي وو، د ترمذ په سرحدي تېرېدونکي دروازه کې کشف او نیول شوي دي. د دې هېواد پوليسو تر اوسه پورې په دې تړاو يو شکمن کس هم نيولی دی.

ياد نشه‌يي توکي د افغانستان په جوړو شويو د بخار ديګونو کې پټ شوي وو. د ازبک چارواکو په وينا، د يو هونډا ډوله موټر د پلټنې پر مهال څرګنده شوه چې له ۷۵۰ انتقال شويو ديګونو څخه ۲۱۰ ديګونه دوه‌ګونی تل يا پټ ځایونه لري.

چارواکو ويلي چې د دغې محمولې څخه په ټوليزه توګه ۱۹۰ کيلوګرامه او ۸۰۰ ګرامه چرس ترلاسه شوي دي.

د موټر چلوونکی يو ۳۴ کلن د ازبکستان اوسېدونکی و، چې د چارواکو په وينا، د پولې له اوښتو مخکې تر څارنې لاندې و. د ازبکستان رسنيو راپور ورکړی چې دغه محموله په ټرانزيټي ډول د دې هېواد له لارې يو ګاونډي هېواد ته لېږدول کېده، خو د هغه هېواد نوم په راپور کې نه دی ياد شوی.

پوتین د عیسویانو د اختر «ایسټر» په مناسبت له اوکراین سره اوربند اعلان کړ

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۳۴ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ارتودوکس عیسویانو د ایسټر اختر په مناسبت به له اوکراین سره دوه ورځنی اوربند نافذ شي، او مسکو تمه لري چې کېیف هم ورته اقدام ترسره کړي. دا خبره کریملین په یوې رسمي اعلامیه کې کړې ده.

په دې اعلامیه کې راغلي: «د ارتودوکس ایسټر د را رسېدو له امله به اوربند د اپرېل د ۱۱مې نېټې د مازدیګر له څلورو بجو څخه پیل او د اپرېل د ۱۲مې تر پایه به دوام ولري». کریملین همداراز ټینګار کړی: «موږ پر دې بنسټ عمل کوو چې اوکرایني لوری به د روسیې فدراسیون له دې اقدام څخه پیروي وکړي».

د دغې پرېکړې له مخې، د روسیې د دفاع وزیر اندری بیلوسوف، د دې هېواد د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز والري ګراسیموف ته لارښوونه کړې چې «په دې موده کې دې په ټولو محاذونو کې پوځي عملیات ودرول شي».

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې پوځیان باید چمتو واوسي څو «د دښمن هر ډول احتمالي تحریک او همدارنګه هر ډول یرغلیز اقدام شنډ کړي». تر دې دمه، اوکراین د دې اعلان په اړه کوم سمدستي غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زېلنسکي له یوې اوونۍ څخه زیات وخت کېږي چې د ایسټر په ورځو کې یې د اوربند وړاندیز کړی، خو د اوکرایني ښارونو پر وړاندې د هوايي بریدونو په یادولو سره یې ویلي چې مسکو په ځواب کې یې د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه دوامدار ساتلي دي.

د ارتودوکس کلیسا د کلیزې له مخې، چې په روسیه او اوکراین دواړو کې ډېر پیروان لري، سږ کال د ایسټر اختر د اپرېل په ۱۲مه نېټه نمانځل کېږي.

نتنیاهو وایي چې له لبنان سره به زر مستقیم مذاکرات پیل شي

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۲۶ GMT+۱

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو ویلي چې له لبنان سره به مستقیم مذاکرات ژر تر ژره پیل شي. د هغه په وینا دا اقدام د لبنان له «پرله‌پسې غوښتنو» وروسته کوي. بل خوا سي‌بي‌ایس نیوز د یوه امریکایي چارواکي له قوله ویلي، چې ټرمپ له نتنیاهو نه پر لبنان د بریدونو کمولو غوښتنه کړې.

نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ وویل، دغه خبرې به د حزب‌الله د بې‌وسلې کولو او د اسراییل او لبنان ترمنځ د سوله‌ییزو اړیکو د تنظیم پر موضوعاتو متمرکزې وي.

هغه زیاته کړه چې اسراییل د لبنان د لومړي وزیر له نننۍ غوښتنې څخه، چې بیروت دې غیرنظامي شي، مننه کوي.

بلخوا، سي‌بي‌ایس نیوز د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي له قوله ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ له نتنیاهو سره په ټیلیفوني اړیکه کې له نوموړي وغوښتل چې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د مذاکراتو د بریا د تضمین لپاره، په لبنان کې د اسراییل بریدونه راکم کړي.

د دغه چارواکي په وینا، سره له دې چې د ټرمپ حکومت او اسراییل دواړو اعلان کړی چې لبنان د اوربند برخه نه ده، خو اسراییل هوکړه کړې چې «لازمه همکاري به وکړي».