• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو او ازبکستاني چارواکو حیرتان کې د رېل پټلۍ له لارې د سوداګرۍ پر زیاتوالي‌ خبرې کړي

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۲۹ GMT+۱

په بلخ کې د طالبانو د رسنیو دفتر ویلي، په حیرتان بندر کې د طالبانو او ازبکستاني چارواکو د رېل پټلۍ له لارې د سوداګرۍ د زیاتوالي په تړاو ناسته کړې ده. د طالبانو له اړخه د دې ناستې مشري د رېل ګاډي مسوولینو او د ازبکستاني پلاوي مشري د ټرانسپورټ وزیر کوله.

د بلخ ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د جمعې په ماخوستن (د وري ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دواړو لورو د حیرتان بندر له لارې د ۲۴ ساعته سوداګرۍ او د توکو د لېږد رالېږد په تړاو هم بحث کړی دی.

له پاکستان سره تر سوداګریزو اړیکو بندیدو وروسته طالبانو او افغان سوداګرو خپله ډېره تکیه د منځنۍ اسیا پر هېوادونو کړې ده.

د رسمي شمېرو له مخې، په تېر یوه کال کې د حیرتان بندر له لارې له ازبکستان سره د افغانستان سوداګري په بې‌سارې ډول ډېره شوې ده.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

•
•
•

نور کیسې

حنیف اتمر په هرات کې د ملکي وګړو وژنه «د بشریت پر ضد جنایت» وباله

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۴۰ GMT+۱

د افغانستان د تېر نظام د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر د هرات په انجیل ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو ډزې «وحشیانه برید» او «د بشریت پر ضد نه‌بښونکی جنایت» بللی دی. هغه له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي، چې دا «جنایت» په هر اړخیز ډول وڅېړي.

اتمر په خپله اېکس پاڼه کې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بنسټونو ته په خطاب کې ویلي، چې د دې خونړۍ پېښې د عاملانو د عدلي تعقیب په برخه کې همکاري وکړي.

طالبانو د جمعې په ورځ د هرات په انجیل ولسوالۍ کې په یوه وسله‌وال برید کې د لږ تر لږه ۷ ملکي وګړو د وژل کېدو او ۱۳ نورو د ټپیان کېدو او همداراز د دې پېښې په تړاو د یوه مشکوک کس د نیول کېدو پخلی کړی دی. خو تر اوسه دې ډلې د دې پېښې د عاملانو په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه‌دی منلی.

مقاومت جبهه: د هرات پېښه د طالبانو د امنیتي خلا پایله ده

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۵۳ GMT+۱

مقاومت جبهې په هرات کې پر اهل تشیع برید غندلی او هغه یې د طالبانو د امنیتي خلا پایله بللې ده. دغې جبهې له بشري حقونو او نړۍوالو سازمانونو غوښتي، چې د یوه حقیقت موندونکي پلاوي په استولو سره دغه «بشري ضد جنایت» تر ارزونې وروسته مستند کړي.

مقاومت جبهې د جمعې په ماخوستن (د وري ۲۱مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره په هرات کې «هدفي وژنې» په کلکه غندلي او دا پېښه یې د ترور او وحشت خپرولو د هغې سیستماتیکې پالیسۍ دوام بللی، چې طالبانو په تېرو دوو لسیزو کې پرې تکیه کړې او اوس د دوی د ملګرو ترهګرو ډلو پر عادي چلند بدله شوې ده.

دغه جبهه زیاتوي: «د داسې جنایتونو ترسره کېدل، د هغې امنیتي خلا او ژور کړکېچ مستقیمه پایله ده، چې پر هېواد د طالبانو له نامشروع واکمنۍ وروسته خپره شوې ده».

دغې ډلې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره له بشري حقونو او نورو نړیوالو سازمانونو څخه غوښتنه کړې، چې د حقیقت موندونکو پلاوو په استولو سره، د دې «بشري ضد جنایت» د مستندولو لپاره خپلې هر اړخیزې څېړنې سمدستي پیل کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د جمعې په ماسپښین د هرات د انجیل ولسوالۍ په یو تفریحي سیمه کې د ناپېژانو وسله‌ والو په ډزو کې ۷ کسان مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان دي. طالبانو ویلي، چې د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه‌دی منلی.

سرچینې: د پکتیکا اړوند ډیورند کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستان ترمنځ بیا جګړه شوې

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۴۷ GMT+۱

په پکتیکا کې د طالبانو له‌منځه یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، د جمعې ورځې مازیګر یو ځل بیا د پکتیکا د برمل ولسوالۍ اړوند ډیورند کرښه کې د طالبانو او پاکستاني عسکرو ترمنځ نښته شوې ده. د سرچینو په وینا، په دې نښته کې له بې‌پيلوټه الوتکې هم ګټه اخیستل شوې ده

د سرچینو په وینا، د جمعې ورځې مازیګر په شاوخوا ۵نیمو بجو ډیورند کرښې ته څېرمه د پکتیکا برمل ولسوالۍ ډنګر لیډ سیمه کې د طالبانو او پاکستاني عسکرو تر منځ نښته وشوه.

تر اوسه په دغو نښتو کې د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې او زیانونو په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.

همدا راز ویل شوي، چې پاکستاني عسکرو پر یادې ولسوالۍ د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې څخه د ډیسي توپ ۷مرمۍ هم توغولي دي.

د سرچینو په وینا، د سهار په شپږ بجو هم د پکتیکا پر شکین ولسوالۍ د پاکستاني عسکرو له لوري د توپ درې مرمۍ توغول شوي چې د طالبانو د امنیه قومندانۍ د ودانۍ تر څنګ لګېدلي دي.

سرچینو زیاته کړې، چې هم‌مهاله پاکستاني عسکرو د هاوان ۱۲ مرمۍ د همدې ولسوالۍ د انګور اډې پر لوري توغولي دي. په دغو بریدونو کې هم د مرګ ژوبلې او زیان خبر نه دی ورکړل شوی.

سرچینې وایي، چې طالبانو او پاکستاني ځواکونو تېره شپه لس بجې د پکتیکا په تروې ولسوالۍ کې هم سره نښته کړې، خو تلفات نه‌لري. طالبانو همدا راز ویلي، چې د دوی ډرون الوتکو د پاکستاني پوځ ځینې هدفونه هم په نښه کړي دي.

د افغانستان انټرنشنل-پښتو د موندنو له مخې،پاکستان پر همدې ولسوالۍ د توپ ۱۰مرمۍ هم ویشتي چې دوه دوکانونه او د ملکي‌ وګړو دوه کورونه یې زیانمن کړي دي.

دا بریدونه داسې مهال دي، چې تېره اونۍ د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د چین په ارومچي کې مذاکرات وشول او دواړو لورو یادې خبرې اترې مثبتې وبللې، خو د افغانستان انټرنشنل- پښتو دغه تازه موندنې په ډاګه کوي، چې کړکېچ لا هم روان دی.

په افغانستان کې د طبيعي پېښو له امله د مړو شمېر نږدې ۱۵۰ کسانو ته ورسېد

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۲۰ GMT+۱

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې ویاند یوسف حماد د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې د وري له شپږمې راهیسې لږ تر لږه ۱۴۸ کسان د سختو ورښتونو، سېلابونو او د ځمکې ښوېدنې له امله مړه شوي دي.

تر دې وړاندې، د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي وو، چې سېلابونو په بېلابېلو ولایتونو کې ټولټال ۵۷۰۰ کورنۍ اغېزمنې کړې دي.

پروان ولایت کې د طالبانو د پېښو د مدیریت رییس عبدالعظیم افضلي هم ویلي، د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې شپږ کسان هغه مهال مړه شول چې د دوی د کورونو چتونه پرې راولوېدل.

په افغانستان کې وروستیو مرګونو سېلابونو نه یوازې خلکو ته یې ځاني تلفات اړولي، بلکې پراخ مالي زیانونه یې هم اړولي دي.

د راپورونو له مخې، د سلګونو کورونو او کرنیزو ځمکو د بشپړې او جزوي ویجاړېدو تر څنګ، لسګونه کیلومتره سړکونه هم زیانمن شوي او د تګ راتګ لارې یې هم تړلې دي.

یوه طالب چارواکي په هرات کې پر ملکي وګړو برید «ترهګریز» بللی دی

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۴۰ GMT+۱

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي ویلي، چې د انجیل ولسوالۍ په ده‌مهري سیمه کې پر ملکي وګړو ډزې یو «ترهګریز برید» وو. نوموړي پرته له دې چې کومه ځانګړې ډله یاده کړي ویلي، چې د دې پېښې په تړاو یو شکمن کس نیول شوی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د جمعې په ورځ راپور ورکړی، چې د دې ډلې امنیتي ځواکونه سملاسي د نورو عاملینو د پېژندنې او نیولو هڅې پیل کړې دي.

تر اوسه هېڅ ډلې د دې مرګوني برید مسوولیت نه‌دی منلی او طالبانو هم په دې اړه نور وضاحت نه‌دی ورکړی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تایید کړې، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۳ نور ټپیان دي. خو په هرات کې د ولایتي روغتون سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې تر دې دمه لږ تر لږه د لسو کسانو جسدونه دغه روغتون ته انتقال شوي او ښايي د مرګ ژوبلې شمېر نور هم لوړ شي.

هرات کې د طالبانو والي نور احمد اسلام‌جار د پېښې له رامنځته کېدو سره سم موضوع له نږدې څېړلې او د هرات حوزوي روغتون ته تللی، هلته یې د ټپیانو حالت له نږدې کتلی او روغتیايي مسوولینو ته یې لارښوونه کړې چې د ټپیانو د درملنې په بهیر کې له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه‌کړي.

نوموړي د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ له څرګندولو سربېره ویلي، چې د دې پېښې عاملان به تر موندنې وروسته د قانون منګولو ته وسپارل شي. هغه همداراز زیاته کړه، چې امنیتي ځواکونه د پېښې د ټولو اړخونو د روښانولو لپاره پراخې پلټنې پیل کړې دي او هڅه کېږي چې نور ښکېل کسان هم ژر تر ژره ونیول شي.

اسلام جار ټینګار وکړ، چې د هېڅ یوه هېوادوال وینه به ضایع نه‌شي او عاملان به د خپلو کړنو سزا وګوري.