د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د دوشنبې په ورځ د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیلېږي

له «پولیو پاک افغانستان» سازمان وايي، چې د دوشنبې په ورځ (د وري ۲۴مه) به له دایکنډي او بامیان پرته د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیل شي. د یاد سازمان په وینا؛ په دایکنډي او بامیان کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین د سړې هوا له امله ځنډول شوی.
