د نورستان د کامدېش او پرګمټال ولسوالیو قومي مشرانو نن جمعه، د وري ۲۱مه افغانستان ته انټرنشنل ته وویل، چې د کونړ ناړۍ ولسوالۍ بري کوټ کلي څخه د نورستان کامدېش او پرګمټال ولسوالیو ته غځېدلې لاره د دوه میاشتو راهسې د پاکستاني ځواکونو لوري تړل شوې ده.
د وري پر ۵مه سیمهیزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي و، چې کامدیش، برګمټال او د کونړ ناړۍ ولسوالۍ پر یوه لیکه پرتې دي او د نورستان خلک د اکمالاتو لپاره د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ لار کاروي، خو پاکستاني ځواکونه پر یاده لار تیرېدونکو موټرو باندې ډزې کوي.
د نورستان قومي مشران پر طالبانو په نیوکه کولو وايي، چې یاده ډله نه یوازې دا چې د دغو لارو د پرانیستلو لپاره سیاسي او نظامي وړتیا نه ده ښودلې، بلکې په بري کوټ سیمه کې یې خپلې پوستې هم خالي کړي او اوس په جوماتونو کې اوسیږي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې «اوچا» هم تایید کړې چې د سیمې اوسېدونکي خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري او لاره د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د ډزو له امله د ملکي وګړو او مرستندویه بنسټونو پر مخ تړلې ده. قومي مشران وايي، چې د درملو د نشتوالي له امله یو شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د مرستو رسېدو لپاره د لنډ مهاله اوربند غوښتنه کوي.
یو قومي مشر وویل:«طالبانو د نورستان خلکو غوښتونو ته پاملرنه نه کوي او یوازې دومره وايي چې پاکستان نه دی راوړاندې شوی او یا هم د پوستو شاتګ نه دی شوی، خو د لارې د خلاصون او برګمټال او کامدیش ولسوالیو کې انساني ناورین ته هېڅ اشاره نه کوي.»
په ورته مهال طالبان د کونړ او نورستان ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه له څرګندونو ډډه کوي او یوازې دومره وايي، چې د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو ته بدیله لاره جوړوي.
خو ځايي مشران د طالبانو دغه ژمنه غیرعملي بولي او وایي، چې د سختو واورو او جغرافیوي ستونزو له امله د پارون لاره د برګمټال او کامدېش لپاره دایمي حل نه شي کېدای.
کامدېش او برګمټال سرحدي ولسوالۍ د ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرتې دي او اکمالات یې تل د کونړ له ناړۍ ولسوالۍ څخه کېدل.