• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په هرات کې هره ورځ د فارمي چرګانو شاوخوا ۱۷۰ ټنه غوښه تولیدېږي

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۴۳ GMT+۱

د هرات د فارمي چرګانو ټولنه وايي، له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته په دغه ولایت کې د چرګانو د روزنې او پالنې کچه د پخوا پرتله د پام وړ لوړه شوې ده. د یادې ټولنې په وینا؛ هره ورځ نږدې ۴۰زره هګۍ د چرګانو د تولید لپاره کارول کېږي.

یاده ټولنه وایي، اوس‌مهال په هرات کې په ورځني ډول د غوښینو چرګانو له څه باندې ۶۰۰ فارمونو شاوخوا ۱۷۰ ټنه غوښه ترلاسه کېږي.
خو له بل پلوه بیا په هرات کې د چرګانو د روزنې ټولنه وایي، اوس‌مهال په دغه ولایت کې د چرګانو له ۸۰۰ فارمونو هره ورځ ۲۰۰ ټنه غوښه تولیدېږي چې د هرات د بازارونو اړتیاوو پوره کولو ترڅنګ نیمایي یې نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي.
تر دې وړاندې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي و، په هرات ولایت کې د چرګانو صنعت د پام وړ وده کړې چې هره ورځ ۲.۵ مېلیونه هګۍ په‌کې تولیدېږي. د دغه وزارت په وینا؛ په هرات کې د هګیو، غوښې او د چرګانو په تولید کې له ۱۲۰ مېلیون ډالرو ډېره پانګونه شوې ده.
د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي و، چې اوس‌مهال په هرات کې هره ورځ ۲.۵ مېلیونه هګۍ تولیدېږي او د چرګانو د هګیو د تولید ټولنه غواړي دغه شمېره په راتلونکو څو میاشتو کې په ورځ کې ۴ مېلیونه هګیو ته لوړه کړي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

۵

د طالبانو د ادعا خلاف، په تخار، کابل او هرات کې نشه‌یي توکي نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

د طب له فارغانو ایګزېټ ازموینه سږکال هم د نجونو له ګډون پرته اخیستل کېږي

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۰۷ GMT+۱
د طب له فارغانو ایګزېټ ازموینه سږکال هم د نجونو له ګډون پرته اخیستل کېږي
100%

د طالبانو د ازموینو اداره وايي، د معالجوي طب او ستوماتولوژۍ پوهنځیو فارغانو د فعالیت جواز (ایګزېټ) ازموینه، نن جمعه د وري په ۲۱مه اخیستل کېږي. په تېرو کلونو کې له دې بهیر څخه نجونې محرومې وې او دغې ادارې هم په همدې تړاو اعلامیه کې د نجونو فارغانو د برخلیک په اړه څه نه‌دي ویلي

د طالبانو د ازموینو ملي ادارې د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د دغې ادارې مشر عبدالباقي حقاني د معالجوي طب او ستوماتولوژۍ پوهنځیو فارغانو د فعالیت جواز (ایګزېټ) ازموینې په تړاو غونډه کې له اړوندو مسوولینو غوښتي چې خپلو چارو ته په دقت متوجه واوسي او د ازموینې اړوند هر ډول احتمالي ستونزې مخکې له مخکې وارزوي.

هغه زیاته کړه: «ایګزېټ ازموینه یوه مهمه او ستره ملي ازموینه ده او د تېر په پرتله ورته لا ډېر چمتووالی نیول شوی دی».

په خبرپاڼه کې د جمعې ورځې د ایګزېټ ازموینې ځای کابل پوهنتون په ګوته شوی، خو په دې اړه چې ایا سږ کال به په دې ازموینه کې له طب پوهنځیو فارغې نجونې ګډون ولري او که نه، څه نه‌دي ویل شوي.

په تېرو څو دورو کې ایګزېټ ازموینه یوازې له نارینه‌وو اخیستل شوې او داسې هېڅ څرک نه‌لیدل کېږي چې سږکال به په یادې ازموینه کې نجونې فارغانې ګډون ولري.

د څارونکو په باور، ښايي طالبانو ته اوس د نجونو له زده‌کړو محرومیت یوه عادي چاره ګرځېدلې وي، نو ځکه یې په دغه ډول ازموینو کې د ګډون او یا هم نه‌ګډون یادونه ضروري نه‌ګڼي.

طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو او همداراز یې پوره ۲ کاله وروسته یعنې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د نجونو د طب او قابلګۍ په څانګو کې پر زده‌کړې بندیز ولګاوه.

دا په داسې حال کې ده، چې د روغتیا د نړۍوالو ادارو په وینا، افغانستان دمګړۍ هم د ښځينه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی او په باور یې که دغه بهیر همداسې دوام وکړي، نو ښايي په څو راتلونکو کلونو کې افغانستان د ښځینه ډاکټرانو له جدي کمښت سره مخ شي او ورسره به د زېږون پر مهال د میندو او ماشومانو د مړینې کچه په بې‌ساري ډول لوړه شي.

له افغانستان څخه ازبکستان ته قاچاق شوي ۱۹۱ کيلوګرامه چرس پولیسو نیولي دي

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۲۹ GMT+۱
له افغانستان څخه ازبکستان ته قاچاق شوي ۱۹۱ کيلوګرامه چرس پولیسو نیولي دي
100%

د ازبکستان چارواکي وايي، هغه ۱۹۱ کيلوګرامه چرس، چې له افغانستان څخه په يو باروړونکي موټر کې راوړل شوي وو، د ترمذ په سرحدي تېرېدونکي دروازه کې کشف او نیول شوي دي. د دې هېواد پوليسو تر اوسه پورې په دې تړاو يو شکمن کس هم نيولی دی.

ياد نشه‌يي توکي د افغانستان په جوړو شويو د بخار ديګونو کې پټ شوي وو. د ازبک چارواکو په وينا، د يو هونډا ډوله موټر د پلټنې پر مهال څرګنده شوه چې له ۷۵۰ انتقال شويو ديګونو څخه ۲۱۰ ديګونه دوه‌ګونی تل يا پټ ځایونه لري.

چارواکو ويلي چې د دغې محمولې څخه په ټوليزه توګه ۱۹۰ کيلوګرامه او ۸۰۰ ګرامه چرس ترلاسه شوي دي.

د موټر چلوونکی يو ۳۴ کلن د ازبکستان اوسېدونکی و، چې د چارواکو په وينا، د پولې له اوښتو مخکې تر څارنې لاندې و. د ازبکستان رسنيو راپور ورکړی چې دغه محموله په ټرانزيټي ډول د دې هېواد له لارې يو ګاونډي هېواد ته لېږدول کېده، خو د هغه هېواد نوم په راپور کې نه دی ياد شوی.

د پاکستان له بندخونو څه باندې ۸۰ افغان کډوال ازاد شوي

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۰۹ GMT+۱
د پاکستان له بندخونو څه باندې ۸۰ افغان کډوال ازاد شوي
100%

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له بندخونو ۸۴ افغان کډوال ازاد او بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي. د دغه وزارت په وینا، یاد کسان په پاکستان کې د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو د نه‌لرلو له امله بندیان شوي وو.

د پاکستان او طالبانو تر منځ د شخړو په زیاتېدو سره په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو بهیر چټک شوی او په دې وروستیو کې د کډوالو لپاره د ټاکل شویو پنډغالو په ډکېدو سره یو شمېر افغانان زندانونو ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه کسان په تېره یوه اونۍ کې د پاکستان له بندخونو ازاد او بېرته هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «دغه کسان د قانوني سندونو د نه‌لرلو له امله بندیان وو».

د خبرپاڼې له‌مخې، دغه کسان د کندهار د سپین‌بولدک له لارې افغانستان ته اړول شوي دي.

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغانان وايي، غواړي په دغه هېواد کې په قانوني توګه شپې او ورځې تېرې کړي، خو پاکستان له څو میاشتو راهیسې د افغانانو د ویزو د تمدیدولو بهیر په ټپه درولی دی.

دوی د پاکستان له حکومته غواړي، چې د ویزو د تمدیدولو بهیر پیل کړي، څو په قانوني توګه دغه هېواد کې واوسېږي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت له څو میاشتو راهیسې له کوم دلیل پرته د افغانانو د ویزو د تمدیدولو بهیر درولی او په دې سره په دغه هېواد کې مېشت افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

متحده عربي اماراتو ۹۶ ټنه طبي مرسته افغانستان ته ولېږله

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۰۴ GMT+۱
متحده عربي اماراتو ۹۶ ټنه طبي مرسته افغانستان ته ولېږله
100%

د متحده عربي امارات د بشري مرستو ادارې ویلي چې ۹۶ ټنه درمل او حیاتي طبي تجهیزات یې د یوې بشري الوتنې له لارې افغانستان ته لېږدولي دي.

دغه چوپه د دوبۍ د ال مکتوم هوايي ډګر څخه لېږل شوې او پکې د روغتیا نړیوال سازمان، بې پولې ډاکټرانو او یونیسف مرستې شاملې دي.

د راپورونو له مخې، دا طبي مرستې به په راتلونکو درې میاشتو کې په افغانستان کې له ۲۵۰زره څخه زیاتو کسانو ته د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي او د درملنې اړینې اسانتیاوې به رامنځته کړي.

د دغه ادارې مسوولینو ویلي چې د دې اقدام موخه له زیانمنو ټولنو سره د حیاتي مرستو رسول او په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د زیاتېدو ځواب ویل دي.

همدارنګه ټینګار شوی چې دا هوایي لېږد د هغو پراخو هڅو یوه برخه ده چې د مرستو د رسولو لپاره د هوايي او ځمکنيو لارو د اسانتیاوو په برابرولو تمرکز لري.

د سلو چاپ اندازانو په ګډون بدخشان کې د بزکشۍ څلور ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۴۷ GMT+۱
د سلو چاپ اندازانو په ګډون بدخشان کې د بزکشۍ څلور ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې
100%

د بدخشان د بزکشۍ فدراسیون د اعلان له مخې، د دې ولایت د خاش په ولسوالۍ کې د څلور ورځنیو بزکشۍ سیالۍ، چې پکې سل چاپ‌اندازانو برخه اخیستې وه، پای ته ورسېدې. په دې سیالیو کې د ارګو، بهارک، جرم او خاش ولسوالیو چاپ‌اندازانو ګډون کړی وو.

د فدراسیون په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه په زړه پورې او له هیجانه ډکې سیالۍ په پای کې د فرهاد مختار په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. د سیالیو په وروستیو «اوغلاقونو» کې، پهلوان نجیب مختار او پهلوان فرهاد مختار وتوانېدل، چې اوغلاق د حلال دایرې ته ورسوي او د سیالیو جایزې خپلې کړي.

نجیب‌الله مختار، چې د هېواد له پېژندل شوو او نومیالیو چاپ‌اندازانو څخه شمېرل کېږي، د «قزیل» په نوم د هغه آس پر مټ، چې د معراج‌بای راغي اړوند و، لومړی مقام خپل کړ او د شلو زرو افغانیو نغدي جایزه یې وګټله.

د راپور له مخې، پهلوان فرهاد مختار، چې له نجیب‌الله مختار وروسته د عبدالعزیز‌بای ارګو اړوند د «سمند» آس په سپرلۍ کې ښه ځلېدلی و، د دغو سیالیو ځانګړې جایزه، چې یو تېزرفتاره موټر و، ترلاسه کړه.