• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زېلېنسکي: له عمان، کویټ او بحرین سره د امنیتي همکاریو په تړاو خبرې کوو

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۳۸ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېسنکي ویلي، چې هېواد یې له عمان، کویټ او بحرین سره د امنیتي همکاریو او د ډرون ضد دفاعي ټکنالوژۍ د شریکولو په اړه په خبرو بوخت دی. زېلېنسکي ویلي، چې اوکرایني متخصصینو په منځي ختیځ کې د ایراني ډرونونو په راغورځولو کې خپله وړتیا ثابته کړې ده.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې اوکراین تېره میاشت منځني ختیځ ته له ۲۰۰ څخه ډېر کارپوهان لېږلي، تر څو د ایراني بې‌پیلوټه الوتکو د مخنیوي په برخه کې له دغو هېوادونو سره خپله تجربه شریکه کړي.

نوموړي ویلي، چې اوکرایني متخصصینو په بریالیتوب سره د ایران لرې واټن ویشتونکي ډرونونه راغورځولي دي.

زېلېنسکي زیاته کړې:«موږ د ایراني ډرونونو د ویشتلو لپاره له خپلو مدافع وسایلو کار واخیست او ومو ښودله چې د داسې پایلو لاسته راوړل سیستماتیکو حل لارو، په ځانګړې توګه د الکترونیکي جګړې برخې ته اړتیا لري».

د زېلېنسکي په وینا، اوکراین لا دمخه له سعودي عربستان او قطر سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړي او له متحده عربي اماراتو سره هم یوې هوکړې ته رسېدلی دی.

نوموړي ویلي، چې په دغو پراخو همکاریو کې اوکراین ته د تېلو او ډیزلو د اکمالاتو موضوع هم شامله ده.

ترویج لرونکی

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی
۱
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۲

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

۳

په بدخشان کې د طالبانو قوماندان نظامي رتبه پر اوږه سرچپه ټومبلې

۴

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۵
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

•
•
•

نور کیسې

له افغانستان څخه ازبکستان ته قاچاق شوي ۱۹۱ کيلوګرامه چرس پولیسو نیولي دي

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۲۹ GMT+۱

د ازبکستان چارواکي وايي، هغه ۱۹۱ کيلوګرامه چرس، چې له افغانستان څخه په يو باروړونکي موټر کې راوړل شوي وو، د ترمذ په سرحدي تېرېدونکي دروازه کې کشف او نیول شوي دي. د دې هېواد پوليسو تر اوسه پورې په دې تړاو يو شکمن کس هم نيولی دی.

ياد نشه‌يي توکي د افغانستان په جوړو شويو د بخار ديګونو کې پټ شوي وو. د ازبک چارواکو په وينا، د يو هونډا ډوله موټر د پلټنې پر مهال څرګنده شوه چې له ۷۵۰ انتقال شويو ديګونو څخه ۲۱۰ ديګونه دوه‌ګونی تل يا پټ ځایونه لري.

چارواکو ويلي چې د دغې محمولې څخه په ټوليزه توګه ۱۹۰ کيلوګرامه او ۸۰۰ ګرامه چرس ترلاسه شوي دي.

د موټر چلوونکی يو ۳۴ کلن د ازبکستان اوسېدونکی و، چې د چارواکو په وينا، د پولې له اوښتو مخکې تر څارنې لاندې و. د ازبکستان رسنيو راپور ورکړی چې دغه محموله په ټرانزيټي ډول د دې هېواد له لارې يو ګاونډي هېواد ته لېږدول کېده، خو د هغه هېواد نوم په راپور کې نه دی ياد شوی.

پوتین د عیسویانو د اختر «ایسټر» په مناسبت له اوکراین سره اوربند اعلان کړ

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۳۴ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ارتودوکس عیسویانو د ایسټر اختر په مناسبت به له اوکراین سره دوه ورځنی اوربند نافذ شي، او مسکو تمه لري چې کېیف هم ورته اقدام ترسره کړي. دا خبره کریملین په یوې رسمي اعلامیه کې کړې ده.

په دې اعلامیه کې راغلي: «د ارتودوکس ایسټر د را رسېدو له امله به اوربند د اپرېل د ۱۱مې نېټې د مازدیګر له څلورو بجو څخه پیل او د اپرېل د ۱۲مې تر پایه به دوام ولري». کریملین همداراز ټینګار کړی: «موږ پر دې بنسټ عمل کوو چې اوکرایني لوری به د روسیې فدراسیون له دې اقدام څخه پیروي وکړي».

د دغې پرېکړې له مخې، د روسیې د دفاع وزیر اندری بیلوسوف، د دې هېواد د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز والري ګراسیموف ته لارښوونه کړې چې «په دې موده کې دې په ټولو محاذونو کې پوځي عملیات ودرول شي».

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې پوځیان باید چمتو واوسي څو «د دښمن هر ډول احتمالي تحریک او همدارنګه هر ډول یرغلیز اقدام شنډ کړي». تر دې دمه، اوکراین د دې اعلان په اړه کوم سمدستي غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زېلنسکي له یوې اوونۍ څخه زیات وخت کېږي چې د ایسټر په ورځو کې یې د اوربند وړاندیز کړی، خو د اوکرایني ښارونو پر وړاندې د هوايي بریدونو په یادولو سره یې ویلي چې مسکو په ځواب کې یې د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه دوامدار ساتلي دي.

د ارتودوکس کلیسا د کلیزې له مخې، چې په روسیه او اوکراین دواړو کې ډېر پیروان لري، سږ کال د ایسټر اختر د اپرېل په ۱۲مه نېټه نمانځل کېږي.

نتنیاهو وایي چې له لبنان سره به زر مستقیم مذاکرات پیل شي

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۲۶ GMT+۱

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو ویلي چې له لبنان سره به مستقیم مذاکرات ژر تر ژره پیل شي. د هغه په وینا دا اقدام د لبنان له «پرله‌پسې غوښتنو» وروسته کوي. بل خوا سي‌بي‌ایس نیوز د یوه امریکایي چارواکي له قوله ویلي، چې ټرمپ له نتنیاهو نه پر لبنان د بریدونو کمولو غوښتنه کړې.

نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ وویل، دغه خبرې به د حزب‌الله د بې‌وسلې کولو او د اسراییل او لبنان ترمنځ د سوله‌ییزو اړیکو د تنظیم پر موضوعاتو متمرکزې وي.

هغه زیاته کړه چې اسراییل د لبنان د لومړي وزیر له نننۍ غوښتنې څخه، چې بیروت دې غیرنظامي شي، مننه کوي.

بلخوا، سي‌بي‌ایس نیوز د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي له قوله ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ له نتنیاهو سره په ټیلیفوني اړیکه کې له نوموړي وغوښتل چې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د مذاکراتو د بریا د تضمین لپاره، په لبنان کې د اسراییل بریدونه راکم کړي.

د دغه چارواکي په وینا، سره له دې چې د ټرمپ حکومت او اسراییل دواړو اعلان کړی چې لبنان د اوربند برخه نه ده، خو اسراییل هوکړه کړې چې «لازمه همکاري به وکړي».

د جرمني لومړی وزیر: موږ نه غواړو چې د ایران او امریکا د جګړې له امله ناټو ووېشل شي

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۵۴ GMT+۱

د جرمني لومړي وزیر فریدرېښ مېرڅ ناټو په اروپا کې د امنیت تضمینونکی سازمان بللی دی او ټینګار یې کړی، چې د امریکا او ایران ترمنځ جګړې له امله باید د واشنګټن او اروپايي متحدینو ترمنځ اړیکې نورې ترینګلې نه شي.

مېرڅ د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي، نه غواړي چې د امریکا او ایران ترمنځ اوسنۍ کړکېچ د ناټو د غړو هېوادونو ترمنځ د درز لامل شي.

نوموړي زیاته کړې:«موږ نه غواړو، زه نه غواړم چې ناټو ووېشل شي. ناټو زموږ د امنیت، په ځانګړي ډول په اروپا کې د امنیت تر ټولو ستر تضمینونکی دی».

همدارنګه نوموړي ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې له ایران سره خبرو کولو ته هڅولی دی.

د جرمني لومړي لومړي وزیر ویلي، چې هېواد یې په منځني ختیځ کې د کړکېچ هوارۍ په موخه د ایران له مشرتابه سره مستقیمې خبرې پیل کړې دي.

د اپرېل پر ۱۱مه پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو کوربه دی

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۴۷ GMT+۱

ټاکل شوې د اپرېل پر۱۱مه، د امریکا او ایران ترمنځ په اسلام‌اباد کې د سولې خبرې پیل شي. په امریکايي پلاوي کې د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس، سټیف ویټکاف او جرډ کوشنر شامل دي. په ایراني پلاوي کې د ایران د پارلمان رییس باقر قالیباف او عباس عراقچي دي.

د پاکستان منځګړتوب

دغه خبرې اترې د ایران او امریکا ترمنځ له ۱۴ ورځني اوربند وروسته کیږي.

راپورونه ښيي چې ایران به اسلام‌اباد ته د ۱۰ مادو پر بنسټ خپل وړاندیز وړاندې کړي، په داسې حال کې چې امریکا مخکې د ۱۵ مادو پلان وړاندې کړی و. د دواړو طرحو ترمنځ لږ ورته والی موجود دی، چې دا د خبرو د پېچلتیا څرګندونه کوي.

د خبرو اترو یو ستر اختلاف به د یورانیمو بډایه کول دي.

ایران غواړي دا حق وساتي، خو امریکا دا موضوع د مذاکرې وړ نه بولي. همدارنګه، د ایران د توغندیو پروګرام هم د اختلاف بل مهم ټکی دی.

ایران خپل توغندیز ځواک نه شي پرېښودلای، خو امریکا او اسراییل ټینګار کوي چې باید محدود شي.

د خبرو بل مهم محور د هرمز تنګي برخلیک دی، چې د نړۍ د انرژۍ حیاتي لاره ده. د دغه تنګي بندېدو نړیوال اقتصاد اغېزمن کړی او د تېلو بیې یې لوړې کړې دي.

ایران ویلي چې د یوې دایمي سولې په صورت کې به له دې لارې تېرېدونکو کښتیو څخه فیس اخلي، خو امریکا پر ایران فشار راوړی چې دا لاره بېرته پرانیزي.

د پاکستان لپاره دا منځګړتوب له څو اړخونو مهم دی. یو پلو غواړي په سیمه کې له روانو شخړو ځان لرې وساتي او دې ته اړنه وځي، چې له سعودي عربستان سره د کړې معاهدې پر بنسټ د جګړې برخه وګرځي، ځکه په دې صورت کې پاکستان یوخوا د ایران تر بریدونو لاندې راځي او له بله پلوه په کوردننه شیعه ټولنه یې پر وړاندې را پورته کېدای شي او هم په پلوچستان ایالت کې نارامۍ ډېرېدای شي.

پر دې سربېره اسلام اباد غواړي په سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو کې د ښکیلتیا له لارې د سترو ځواکونو پام ځان ته واړوي.

په کوردننه هم د اسلام اباد د منځګړتوب هڅو ددغه هېواد پر کورنیو ستونزو او مسایلو پوښ غوړولی دی.

د اسراییل دریځ

اسراییل دایران اسلامي جمهوریت د ځان لپاره یو ستر ګواښ بولي او غواړي چې د ایران نفوذ محدود شي. د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهوحتا د ایران د نظام بدلون ته لېواله ښودل شوی دی.

بل مهم اختلاف دا دی چې ایا اوربند به د لبنان جګړه هم رانغاړي که نه. ایران ټینګار کوي چې باید په لبنان کې جګړه بنده شي، خو امریکا او اسراییل دا موضوع د هوکړې برخه نه ګڼي.

اسراییل همدا اوس په لبنان کې ځپونګي عملیات پیل کړي، چې په لسګونو کسان پکې وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان دي.

د پاکستان لومړي وزیر د امریکا او ایران د اوربند پرمهال پر اېکس ولیکل، چې لبنان به هم په دې اوربند کې شامل وي، خو داسې ښکاري، چې تل ابیب دې مسالې ته اعتنا نه ده کړې.

سره له دې چې ډونالډ ټرمپد پرمختګ خبره کړې، خو حقیقت دا دی چې دواړه لوري لا هم پر اساسي مسایلو موافقې ته نه دي رسېدلي.

کارپوهان باور لري چې ایران د هرمز تنګي له امله اقتصادي فشار واردولای شياو ښایي اوږدمهاله جګړې ته چمتو وي. په همدې حال کې، امریکا خبرداری ورکړی چې که هوکړه ونه شي، جګړه به نوره هم پراخه شي.

په ټوله کې، که څه هم خبرې روانې دي، خو د یوې دوامدارې سولې لپاره لا هم لوی خنډونه موجود دي.