• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په خیبر پښتونخوا کې پراخه ولسي غونډه جوړوي

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۱۱ GMT+۱

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د روانې میاشتې په پای کې په خیبر پښتونخوا کې یوه پراخه ولسي غونډه جوړوي. تر دې وړاندې د یاد ګوند بنسټګر عمران خان په لارښوونه (د وري په ۲۰مه) په راولپنډۍ کې کېدونکې ولسي غونډه په اسلام‌اباد کې د ایران او امریکا ترمنځ د سولې خبرو له امله وځنډېده.

عمران خان په دې اړه ويلي، چې د پاکستان د سولې د هڅو ملاتړ باید وشي. د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي په دې اړه یوې خبري ناستې ته د وینا پرمهال د عمران خان پرېکړه وستایله او زیاته یې کړه، چې د ټولو ظلمونو او زور زیاتي برسېره عمران خان د پاکستان د پت لپاره پراخه ولسي غونډه وځنډوله.

سهیل اپریدي وويل، چې د غونډې نېټه به د عمران خان له لارښوونې سره سم په صلاح مشوره په راتلونکو دوو ورځو کې وټاکل شي. هغه وویل، چې د عمران خان د سترګې ستونزه جدي ده او په سمه توګه یې درملنه نه کېږي.
هغه وایي، د عمران خان درملنه د هغه د خویندو په غوښتنه باید په الشفا روغتون کې ترسره شي. یاده دې وي، چې تېره میاشت سهیل اپریدي په پېښور کې له زندانه د عمران خان د خلاصون لپاره د یوه ځانګړي ځواک جوړولو لپاره د نوم لیکنې کمپاین پیل کړ.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

۵

د طالبانو د ادعا خلاف، په تخار، کابل او هرات کې نشه‌یي توکي نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

له افغانستان څخه ازبکستان ته قاچاق شوي ۱۹۱ کيلوګرامه چرس پولیسو نیولي دي

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۲۹ GMT+۱
له افغانستان څخه ازبکستان ته قاچاق شوي ۱۹۱ کيلوګرامه چرس پولیسو نیولي دي
100%

د ازبکستان چارواکي وايي، هغه ۱۹۱ کيلوګرامه چرس، چې له افغانستان څخه په يو باروړونکي موټر کې راوړل شوي وو، د ترمذ په سرحدي تېرېدونکي دروازه کې کشف او نیول شوي دي. د دې هېواد پوليسو تر اوسه پورې په دې تړاو يو شکمن کس هم نيولی دی.

ياد نشه‌يي توکي د افغانستان په جوړو شويو د بخار ديګونو کې پټ شوي وو. د ازبک چارواکو په وينا، د يو هونډا ډوله موټر د پلټنې پر مهال څرګنده شوه چې له ۷۵۰ انتقال شويو ديګونو څخه ۲۱۰ ديګونه دوه‌ګونی تل يا پټ ځایونه لري.

چارواکو ويلي چې د دغې محمولې څخه په ټوليزه توګه ۱۹۰ کيلوګرامه او ۸۰۰ ګرامه چرس ترلاسه شوي دي.

د موټر چلوونکی يو ۳۴ کلن د ازبکستان اوسېدونکی و، چې د چارواکو په وينا، د پولې له اوښتو مخکې تر څارنې لاندې و. د ازبکستان رسنيو راپور ورکړی چې دغه محموله په ټرانزيټي ډول د دې هېواد له لارې يو ګاونډي هېواد ته لېږدول کېده، خو د هغه هېواد نوم په راپور کې نه دی ياد شوی.

د پاکستان له بندخونو څه باندې ۸۰ افغان کډوال ازاد شوي

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۰۹ GMT+۱
د پاکستان له بندخونو څه باندې ۸۰ افغان کډوال ازاد شوي
100%

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له بندخونو ۸۴ افغان کډوال ازاد او بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي. د دغه وزارت په وینا، یاد کسان په پاکستان کې د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو د نه‌لرلو له امله بندیان شوي وو.

د پاکستان او طالبانو تر منځ د شخړو په زیاتېدو سره په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو بهیر چټک شوی او په دې وروستیو کې د کډوالو لپاره د ټاکل شویو پنډغالو په ډکېدو سره یو شمېر افغانان زندانونو ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه کسان په تېره یوه اونۍ کې د پاکستان له بندخونو ازاد او بېرته هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «دغه کسان د قانوني سندونو د نه‌لرلو له امله بندیان وو».

د خبرپاڼې له‌مخې، دغه کسان د کندهار د سپین‌بولدک له لارې افغانستان ته اړول شوي دي.

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغانان وايي، غواړي په دغه هېواد کې په قانوني توګه شپې او ورځې تېرې کړي، خو پاکستان له څو میاشتو راهیسې د افغانانو د ویزو د تمدیدولو بهیر په ټپه درولی دی.

دوی د پاکستان له حکومته غواړي، چې د ویزو د تمدیدولو بهیر پیل کړي، څو په قانوني توګه دغه هېواد کې واوسېږي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت له څو میاشتو راهیسې له کوم دلیل پرته د افغانانو د ویزو د تمدیدولو بهیر درولی او په دې سره په دغه هېواد کې مېشت افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

پوتین د عیسویانو د اختر «ایسټر» په مناسبت له اوکراین سره اوربند اعلان کړ

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۳۴ GMT+۱
پوتین د عیسویانو د اختر «ایسټر» په مناسبت له اوکراین سره اوربند اعلان کړ
100%

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ارتودوکس عیسویانو د ایسټر اختر په مناسبت به له اوکراین سره دوه ورځنی اوربند نافذ شي، او مسکو تمه لري چې کېیف هم ورته اقدام ترسره کړي. دا خبره کریملین په یوې رسمي اعلامیه کې کړې ده.

په دې اعلامیه کې راغلي: «د ارتودوکس ایسټر د را رسېدو له امله به اوربند د اپرېل د ۱۱مې نېټې د مازدیګر له څلورو بجو څخه پیل او د اپرېل د ۱۲مې تر پایه به دوام ولري». کریملین همداراز ټینګار کړی: «موږ پر دې بنسټ عمل کوو چې اوکرایني لوری به د روسیې فدراسیون له دې اقدام څخه پیروي وکړي».

د دغې پرېکړې له مخې، د روسیې د دفاع وزیر اندری بیلوسوف، د دې هېواد د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز والري ګراسیموف ته لارښوونه کړې چې «په دې موده کې دې په ټولو محاذونو کې پوځي عملیات ودرول شي».

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې پوځیان باید چمتو واوسي څو «د دښمن هر ډول احتمالي تحریک او همدارنګه هر ډول یرغلیز اقدام شنډ کړي». تر دې دمه، اوکراین د دې اعلان په اړه کوم سمدستي غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زېلنسکي له یوې اوونۍ څخه زیات وخت کېږي چې د ایسټر په ورځو کې یې د اوربند وړاندیز کړی، خو د اوکرایني ښارونو پر وړاندې د هوايي بریدونو په یادولو سره یې ویلي چې مسکو په ځواب کې یې د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه دوامدار ساتلي دي.

د ارتودوکس کلیسا د کلیزې له مخې، چې په روسیه او اوکراین دواړو کې ډېر پیروان لري، سږ کال د ایسټر اختر د اپرېل په ۱۲مه نېټه نمانځل کېږي.

طالبان وايي ګاونډیو هېوادونو په یوه ورځ کې نږدې ۵ زره افغانان په زوره هېواد ته استولي دي

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۳۳ GMT+۱
طالبان وايي ګاونډیو هېوادونو په یوه ورځ کې نږدې ۵ زره افغانان په زوره هېواد ته استولي دي
100%

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې د طالبانو د کمېسیون دارالانشاء وايي، پاکستان او ایران یوازې نن له بېلابېلو لارو ۹۰۲ افغان کورنۍ چې شمېر ۴۹۲۱ کېږي، په جبري ډول افغانستان ته اړولي دي. د دغه کمېسیون په وینا، په همدې ورځ ۷۱۴ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول او له ۵۷۲ کورنیو سره مرستې هم شوې دي.

د دغه کمېسیون دارلانشاء د پنجشنبې په ماخوستن (د وري ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د تورخم له لارې ۶۸۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۸۱۵ کېږي، د سپین بولدک له لارې ۱۸۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۷۲ کېږي، د ورېښمو له لارې ۱۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۴ کېږي او ۷۵۷ نور مسافر او همداراز د اسلام کلا له لارې ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۰ کېږي هېواد ته په جبري توګه را اړول شوي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، له دې شمېر څخه ۷۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۹۸۰ ته رسېږي او همداراز له کابل څخه هم ۱۷۵ کورنۍ خپلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ځينو دغو راستنو شویو کورنیو ته د کرایو له ورکړې او د روغتیايي خدماتو له وړاندې کېدو سربېره یو شمېر کورنیو ته پخه ډوډۍ، یوه اندازه نغدي مرستې او سیمکارتونه هم ورکړل شوي دي.

د یاد کمېسیون مسوولینو ویلي: «راستنېدونکو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، د هېواد د حالاتو، د ښوونې او روزنې په برخو کې لازم او ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی».

په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري اېستنې زور اخیستی او په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلنده شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي، څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو له‌مخې له کډوالو سره چلند وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د کډوالو او بشري حقونو اړوندو نړۍوالو سازمانونو د ایران او پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو له ناقانونه نیولو، ځورولو او اېستلو ډډه وکړي او په پاکستان کې مېشت افغانان بیا د پاکستان له حکومت څخه بیاځلي غواړي، چې د ویزو د تمدیدیدو بهیر پیل کړي، څو په دغه هېواد کې په قانوني توګه شپې او ورځې تېرې کړي.

نتنیاهو وایي چې له لبنان سره به زر مستقیم مذاکرات پیل شي

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۲۶ GMT+۱
نتنیاهو وایي چې له لبنان سره به زر مستقیم مذاکرات پیل شي
100%

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو ویلي چې له لبنان سره به مستقیم مذاکرات ژر تر ژره پیل شي. د هغه په وینا دا اقدام د لبنان له «پرله‌پسې غوښتنو» وروسته کوي. بل خوا سي‌بي‌ایس نیوز د یوه امریکایي چارواکي له قوله ویلي، چې ټرمپ له نتنیاهو نه پر لبنان د بریدونو کمولو غوښتنه کړې.

نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ وویل، دغه خبرې به د حزب‌الله د بې‌وسلې کولو او د اسراییل او لبنان ترمنځ د سوله‌ییزو اړیکو د تنظیم پر موضوعاتو متمرکزې وي.

هغه زیاته کړه چې اسراییل د لبنان د لومړي وزیر له نننۍ غوښتنې څخه، چې بیروت دې غیرنظامي شي، مننه کوي.

بلخوا، سي‌بي‌ایس نیوز د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي له قوله ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ له نتنیاهو سره په ټیلیفوني اړیکه کې له نوموړي وغوښتل چې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د مذاکراتو د بریا د تضمین لپاره، په لبنان کې د اسراییل بریدونه راکم کړي.

د دغه چارواکي په وینا، سره له دې چې د ټرمپ حکومت او اسراییل دواړو اعلان کړی چې لبنان د اوربند برخه نه ده، خو اسراییل هوکړه کړې چې «لازمه همکاري به وکړي».