• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

څلورو وسله‌والو څه ډول هراتیان په نښه کړل؟

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۲۷ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ته باخبره سرچینو ویلي، څلور وسله‌وال چې کلاشینکوف او توپانچې یې درلودې او پر موټرسایکل سپاره وو، د جمعې ورځې له غرمې وروسته پر هغو ملکي وګړو ډزې وکړې چې د تفریح لپاره انجیل ولسوالۍ ته تللي وو. د سرچینو په وینا، دې پېښه کې د دوه ښځو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي.

سرچینې وایي، چې د قربانیانو په منځ کې د انجیل ولسوالۍ د ده‌مهري سیمې یو قومي مخور، د هغه دوه زامن او همدا راز د یوې بلې کورنۍ درې غړي شامل دي.

د افغانستان انټرنشنل له لوري ترلاسه شوی لېست ښيي، چې یوازې په ده‌مهري سیمه کې لږ تر لږه ۲۱ کسان، چې پنځه ښځې هم په‌کې شاملې دي وژل شوي او ټپیان دي. خو په دې نوملړ کې د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر جلا نه‌دی ښودل شوی.

د اوښتې مرګ‌ژوبلې نوملړ
100%
د اوښتې مرګ‌ژوبلې نوملړ

سرچینو د ډېر شمېر ټپیانو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې د اوو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی. هغوی دا هم ویلي، چې یو شمېر ټپیان تر لومړنۍ درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت شوي دي. د سرچینو په وینا، سبا به له کابله یو پلاوی هرات ته سفر وکړي او د شیعه علماوو له لوري به د طالبانو د استازي په ګډون یوه غونډه هم جوړه شي.

یوې بلې سرچینې زیاته کړې، چې د هرات ولایت د زرګرانو ټولنه هم د ملکي وګړو د وژنې په غبرګون کې پلان لري، چې سبا اعتصاب وکړي. تر اوسه هېڅ ډلې د دې خونړۍ پېښې مسوولیت نه‌دی منلی او طالبانو هم په دې اړه جزییات نه‌دي خپاره کړي. خو یوه عیني شاهد افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې بریدګرو په خپل منځ کې د «مذهبي موضوعاتو» په اړه خبرې کولې.

په هرات کې پر ملکي وګړو، چې ډېری یې شیعه‌ګان دي، برید نوې خبره نه‌ده. له دې مخکې، د ۱۴۰۳ کال د غویي په میاشت کې د داعش اړوندو وسله‌والو د هرات د ګذرې ولسوالۍ د محمدي ښارګوټي په امام زمان جومات کې پر شیعه لمونځ کوونکو د کلاشینکوف په وسیله ډزې کړې وې چې له امله یې لږ تر لږه شپږ کسان، چې یوه ښځه او یو ماشوم هم په‌کې شامل وو، ووژل شول.

د بشري حقونو او نړیوالو بنسټونو په پرله‌پسې ډول د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د شیعه ګانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

طالبانو پر افغانستان د واکمنۍ په څه باندې څلورو کلونو کې پر مذهبي لږکیو، په ځانګړې توګه پر شیعه‌ګانو، ځانګړي محدودیتونه لګولي او مذهبي تبعیض یې بنسټیز کړی دی، ان تر دې چې څو ځله یې د هغوی د مذهبي مراسمو د ترسره کېدو مخه نیولې ده.

له دې سربېره، د طالبانو قوانین او محکمې چې د حنفي فقهې پر بنسټ برابرې شوي، د سُني او شیعه پیروانو ترمنځ پر واده بندیز لګولی او اسماعیلیان یې په بېلابېلو سیمو کې اړ کړي، چې له خپل مذهب څخه واوړي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي
۱

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

•
•
•

نور کیسې

جمعیت اسلامي په هرات کې د ناڅرګنده وسله‌والو له لوري د ملکي وګړو وژنه «ترهګري» بللې

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۳۶ GMT+۱

د اسلامي جمعیت ګوند د هرات په انجیل ولسوالۍ کې وروستی وسله‌وال برید په کلکه غندلی او هغه یې یوه «انساني فاجعه» بللې ده. اعلامیه کې ویل شوي، ترهګري یوه ویجاړوونکې پدیده ده، چې د افراطي افکارو او د حذف غوښتونکو لیدلورو څخه راولاړېږي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دغه پدیده د ټولنې امنیت او ارامي په جدي ډول ګواښي. د دې ګوند په اند، د مذهب تاوتریخجن تفسیرونه او د کلتوري، سیاسي او هویتي تنوع نه‌منل، په هېواد کې د «ړندو ترهګریزو بریدونو» لپاره زمینه برابروي.

جمعیت همدارنګه د افغانستان اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ټینګار یې کړی، چې د یوې «بې‌مسوولیته او تاوتریخوالي خوښوونکې» ډلې له لوري رامنځته شوی چاپېریال د ترهګرۍ د لا پراختیا لامل شوی دی. دغه ګوند د هرات نننۍ خونړۍ پېښه د ناسمو سیاستونو او د واک د ټینګښت لپاره د سیستماتیک تاوتریخوالي پایله ګڼلې ده.

د اعلامیې په بله برخه کې، پر محصلینو د مذهبي عقایدو د جبري بدلون لپاره فشارونو او همدارنګه د افغانستان د قومونو کلتوري نښو ته د بې‌احترامۍ یادونه شوې او خبرداری ورکړل شوی، چې دا ډول کړنې د ملي یووالي او ټولنیز پیوستون لپاره خطرناکې پایلې لرلی شي.

طالبانو هم منلې، چې د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د جمعې په ورځ (د وري ۲۱مه) ناپېژانده وسله‌والو ۷ کسان په ډزو وژلي او څه باندې ۱۰ نور یې ټپیان کړي دي.

لا تر اوسه د دغه پېښې مسوولیت هېڅ ډلې نه‌دی منلی.

طالبانو او ازبکستاني چارواکو حیرتان کې د رېل پټلۍ له لارې د سوداګرۍ پر زیاتوالي‌ خبرې کړي

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۴۴ GMT+۱

په بلخ کې د طالبانو د رسنیو دفتر ویلي، په حیرتان بندر کې د طالبانو او ازبکستاني چارواکو د رېل پټلۍ له لارې د سوداګرۍ د زیاتوالي په تړاو ناسته کړې ده. د طالبانو له اړخه د دې ناستې مشري د رېل ګاډي مسوولینو او د ازبکستاني پلاوي مشري د ټرانسپورټ وزیر کوله.

د بلخ ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د جمعې په ماخوستن (د وري ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دواړو لورو د حیرتان بندر له لارې د ۲۴ ساعته سوداګرۍ او د توکو د لېږد رالېږد په تړاو هم بحث کړی دی.

له پاکستان سره تر سوداګریزو اړیکو بندیدو وروسته طالبانو او افغان سوداګرو خپله ډېره تکیه د منځنۍ اسیا پر هېوادونو کړې ده.

د رسمي شمېرو له مخې، په تېر یوه کال کې د حیرتان بندر له لارې له ازبکستان سره د افغانستان سوداګري په بې‌سارې ډول ډېره شوې ده.

حنیف اتمر په هرات کې د ملکي وګړو وژنه «د بشریت پر ضد جنایت» وباله

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۴۰ GMT+۱

د افغانستان د تېر نظام د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر د هرات په انجیل ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو ډزې «وحشیانه برید» او «د بشریت پر ضد نه‌بښونکی جنایت» بللی دی. هغه له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي، چې دا «جنایت» په هر اړخیز ډول وڅېړي.

اتمر په خپله اېکس پاڼه کې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بنسټونو ته په خطاب کې ویلي، چې د دې خونړۍ پېښې د عاملانو د عدلي تعقیب په برخه کې همکاري وکړي.

طالبانو د جمعې په ورځ د هرات په انجیل ولسوالۍ کې په یوه وسله‌وال برید کې د لږ تر لږه ۷ ملکي وګړو د وژل کېدو او ۱۳ نورو د ټپیان کېدو او همداراز د دې پېښې په تړاو د یوه مشکوک کس د نیول کېدو پخلی کړی دی. خو تر اوسه دې ډلې د دې پېښې د عاملانو په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه‌دی منلی.

مقاومت جبهه: د هرات پېښه د طالبانو د امنیتي خلا پایله ده

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۵۳ GMT+۱

مقاومت جبهې په هرات کې پر اهل تشیع برید غندلی او هغه یې د طالبانو د امنیتي خلا پایله بللې ده. دغې جبهې له بشري حقونو او نړۍوالو سازمانونو غوښتي، چې د یوه حقیقت موندونکي پلاوي په استولو سره دغه «بشري ضد جنایت» تر ارزونې وروسته مستند کړي.

مقاومت جبهې د جمعې په ماخوستن (د وري ۲۱مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره په هرات کې «هدفي وژنې» په کلکه غندلي او دا پېښه یې د ترور او وحشت خپرولو د هغې سیستماتیکې پالیسۍ دوام بللی، چې طالبانو په تېرو دوو لسیزو کې پرې تکیه کړې او اوس د دوی د ملګرو ترهګرو ډلو پر عادي چلند بدله شوې ده.

دغه جبهه زیاتوي: «د داسې جنایتونو ترسره کېدل، د هغې امنیتي خلا او ژور کړکېچ مستقیمه پایله ده، چې پر هېواد د طالبانو له نامشروع واکمنۍ وروسته خپره شوې ده».

دغې ډلې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره له بشري حقونو او نورو نړیوالو سازمانونو څخه غوښتنه کړې، چې د حقیقت موندونکو پلاوو په استولو سره، د دې «بشري ضد جنایت» د مستندولو لپاره خپلې هر اړخیزې څېړنې سمدستي پیل کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د جمعې په ماسپښین د هرات د انجیل ولسوالۍ په یو تفریحي سیمه کې د ناپېژانو وسله‌ والو په ډزو کې ۷ کسان مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان دي. طالبانو ویلي، چې د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه‌دی منلی.

سرچینې: د پکتیکا اړوند ډیورند کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستان ترمنځ بیا جګړه شوې

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۴۷ GMT+۱

په پکتیکا کې د طالبانو له‌منځه یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، د جمعې ورځې مازیګر یو ځل بیا د پکتیکا د برمل ولسوالۍ اړوند ډیورند کرښه کې د طالبانو او پاکستاني عسکرو ترمنځ نښته شوې ده. د سرچینو په وینا، په دې نښته کې له بې‌پيلوټه الوتکې هم ګټه اخیستل شوې ده

د سرچینو په وینا، د جمعې ورځې مازیګر په شاوخوا ۵نیمو بجو ډیورند کرښې ته څېرمه د پکتیکا برمل ولسوالۍ ډنګر لیډ سیمه کې د طالبانو او پاکستاني عسکرو تر منځ نښته وشوه.

تر اوسه په دغو نښتو کې د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې او زیانونو په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.

همدا راز ویل شوي، چې پاکستاني عسکرو پر یادې ولسوالۍ د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې څخه د ډیسي توپ ۷مرمۍ هم توغولي دي.

د سرچینو په وینا، د سهار په شپږ بجو هم د پکتیکا پر شکین ولسوالۍ د پاکستاني عسکرو له لوري د توپ درې مرمۍ توغول شوي چې د طالبانو د امنیه قومندانۍ د ودانۍ تر څنګ لګېدلي دي.

سرچینو زیاته کړې، چې هم‌مهاله پاکستاني عسکرو د هاوان ۱۲ مرمۍ د همدې ولسوالۍ د انګور اډې پر لوري توغولي دي. په دغو بریدونو کې هم د مرګ ژوبلې او زیان خبر نه دی ورکړل شوی.

سرچینې وایي، چې طالبانو او پاکستاني ځواکونو تېره شپه لس بجې د پکتیکا په تروې ولسوالۍ کې هم سره نښته کړې، خو تلفات نه‌لري. طالبانو همدا راز ویلي، چې د دوی ډرون الوتکو د پاکستاني پوځ ځینې هدفونه هم په نښه کړي دي.

د افغانستان انټرنشنل-پښتو د موندنو له مخې،پاکستان پر همدې ولسوالۍ د توپ ۱۰مرمۍ هم ویشتي چې دوه دوکانونه او د ملکي‌ وګړو دوه کورونه یې زیانمن کړي دي.

دا بریدونه داسې مهال دي، چې تېره اونۍ د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د چین په ارومچي کې مذاکرات وشول او دواړو لورو یادې خبرې اترې مثبتې وبللې، خو د افغانستان انټرنشنل- پښتو دغه تازه موندنې په ډاګه کوي، چې کړکېچ لا هم روان دی.