د بېځایه شویو سازمان: هېوادونه د نړۍوالو تړونونو له مخې مکلف دي چې تایید شوي کډوال ومني
د بېځایه شویو نړۍوال سازمان وایي، هر هغه کس چې د بیا مېشتېدو لپاره له ارزونې او تایید څخه تېر شوی وي؛ که هغه له افریقا، اروپا او یا هم د افغان کډوالو د «پي۱، پي۲، پي۳» پروګرامونو برخه وي، باید د اړوندو هېوادونو له لوري ومنل شي.
دغه اداره ټینګار کوي، یاد هېوادونه د خپلو منل شویو ژمنو، نړۍوالو تړونونو او ملي قوانینو له مخې مکلف دي چې دغه کسان ومني او هغوی ته د خوندي بیامېشتېدو زمینه برابره کړي.
دغه سازمان تر دې وړاندې هم د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي و، چې د کډوالۍ په برخه کې دې د خپلو افغان متحدینو د «پي۱، پي۲، پي۳» قضیو ته معافیت ورکړي او دغه بهیر دې ژر تر ژره پیل کړي. دا په داسې حال کې ده، چې له څه باندې یو کال راهیسې د «پي۱، پي۲، پي۳» قضیو لرونکو افغان پناهغوښتونکو د بیامېشتېدو پروګرام په ټپه درېدلې دی. د دغه پروګرام د درېدو له امله په ګڼو هېوادونو کې بندپاتې افغانان له سختو ستونزو او جبري ستنولو له ګواښ سره مخ دي. د یاد پروګرام د درېدو له امله د پاکستان حکومت هم په دې وروستیو کې د «پي۱، پي۲، پي۳» قضیو لرونکي ګڼ افغان پناهغوښتونکي په جبري توګه خپل هېواد ته ستانه کړي دي.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زدهکړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».
خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.
که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.
نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»
د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.
دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.