• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران هرمز تنګي کې د ماینونو پاکولو کې پاتې راغلی او نه‌شي کولی دغه لاره په چټکۍ پرانیزي

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۰۹ GMT+۱

نیویارک‌ټایمز ورځپاڼې د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې ایران په هرمز تنګي کې د ټولو اېښودل شویو ماینونو په موندلو او پاکولو کې د پاتې راتلو له امله نه‌شي کولی دغه ستراتیژیکه لاره د بېړیو د پراخ تګ‌راتګ لپاره په چټکۍ سره پرانیزي.

د دغه چارواکو په وینا؛ تهران تېره میاشت له امریکا او اسراییل سره د نښتې له پیل وروسته د کوچنیو کښتیو پرمټ په هرمز تنګي کې ماینونه کېښودل؛ هغه اقدام چې د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو له ګواښونو سره یوځای د تېلو د لېږدوونکو بېړیو تګ‌راتګ یې په بې‌ساري ډول کم کړ او د انرژۍ بیې یې هم لوړې کړې.
یادې ورځپاڼې همداراز لیکلي، ایران هغو بېړیو ته چې محصول ورکوي یوه محدوده لاره پرانیستې پرېښې ده؛ خو د ماینونو د نامنظمې خپرېدا او د هغوی د کره ځایونو د نه ثبت له امله اوس تهران د هغوی په پېژندلو او راټولولو کې له ستونزو سره مخ دی.
نیویارک‌ټایمز زیاته کړې، دغه مسله کولی شي د تهران او واشنګټن ترمنځ راتلونکې خبرې اترې لا پېچلې کړي؛ ځکه ډونالډ ټرمپ د هرمز تنګي «بشپړ، سملاسي او خوندي» پرانیستل د اوربند شرط اعلان کړی دی.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۵

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان لومړي وزیر خپل برېتانوي سیال ته د رسمي سفر بلنه ورکړه

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۴۰ GMT+۱
د پاکستان لومړي وزیر خپل برېتانوي سیال ته د رسمي سفر بلنه ورکړه
100%

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له خپل برېتانوي سیال سره په ټېلیفوني خبرو کې هغه ته بلنه ورکړه، چې پاکستان ته سفر وکړي. د برېتانیا لومړي په دې خبرو کې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند د رامنځته کېدو او د خبرو د بیا پیل په برخه کې د پاکستان د ډیپلوماټیکو هڅو ستاینه کړې ده.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر د جمعې په ماخوستن (د وري ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، شهباز شریف په دې ټېلیفوني خبرو کې د سیمې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان پر ژمنتیا له ټینګار سربېره د هغو ګډو اعلامیو هرکلی کړی، چې د برېتانیا په ګډون د اروپا او نړۍ مشرانو د پاکستان د سولې د نوښتونو په ملاتړ خپرې کړې دي.

دواړو مشرانو ټینګار کړی، چې د اوربند دوام باید یقیني شي او په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره لازم شرایط برابر شي.

د دغو خبرو په پای کې شهباز شریف د برېتانیا لومړي وزیر ته رسمي بلنه ورکړې چې پاکستان ته سفر وکړي.

کاملا هرېس وایي ښایي په ۲۰۲۸ کال کې بیاځلي د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نومانده شي

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۲۳ GMT+۱
کاملا هرېس وایي ښایي په ۲۰۲۸ کال کې بیاځلي د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نومانده شي
100%

د امریکا له ډیموکرات ګوند څخه د ۲۰۲۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو پخوانۍ نومانده او د جو بایډن مرستیاله کاملا هرېس ویلي، چې ښايي په ۲۰۲۸ کال کې بیاځلي د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نومانده شي.

هغې دا څرګندونې د مدني حقونو د سازمان «نشنل اکشن نیټورک» په یوې غونډه کې وکړې او ویې ویل، چې د احتمالي نوماندۍ په اړه لا هم فکر کوي.

هرېس زیاته کړه، چې راتلونکې پرېکړه به پر دې وي، چې څوک په ۲۰۲۸ کال کې د امریکا د خلکو لپاره تر ټولو ښه خدمت کولی شي.

هغې په ۲۰۲۴ کال کې د ډونالډ ټرمپ پر وړاندې د ولسمشرۍ ټاکنې وبایللې.

د روسیې د دفاع پخوانی مرستیال وزیر د فساد په تور په ۱۹ کاله بند محکوم شو

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۰۹ GMT+۱
د روسیې د دفاع پخوانی مرستیال وزیر د فساد په تور په ۱۹ کاله بند محکوم شو
100%

د روسیې یوې پوځي محکمې د دغه هېواد د دفاع وزارت پخوانی مرستیال، پاول پوپوف د مالي فساد او درغلیو په تور په ۱۹ کاله تنفیذي بند محکوم کړ. نوموړی تورن دی چې د یوه پوځي پارک د جوړولو له بودیجې او امکاناتو څخه یې شخصي ګټه پورته کړې ده.

د روسیې دولتي خبري اژانس د جمعې په ورځ، د وري ۲۱مه راپور ورکړ، چې ۶۹ کلن پاول پوپوف د محکمې له لوري مجرم پېژندل شوی، خو نوموړي لګول شوي تورونه رد کړي دي. پوپوف د ۲۰۲۴ کال په دوبي کې مسکو ته نږدې د یوه پوځي پارک د جوړولو په تړاو د درغلیو په تور په «اربات» سیمه کې ونیول شو.

پلټونکو موندلې چې پاول پوپوف له ۲۰۲۱ کال راهیسې له یاد پارک څخه خپل کلي ته ساختماني مواد لېږدول او له دولتي امکاناتو یې په شخصي ودانیو کې ګټه اخیسته.

د یادونې وړ ده چې د روسیې د دفاع وزارت یو بل پخوانی لوړپوړی چارواکی، ولادیمیر شیستروف هم په تېر جولای میاشت کې په ورته قضیه کې په شپږ کاله بند محکوم شوی و.

هند د اسرایيل نوم له یادولو پرته لبنان کې د ملکي وګړو پر مرګژوبلې اندېښنه ښودلې

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۴۱ GMT+۱
هند د اسرایيل نوم له یادولو پرته لبنان کې د ملکي وګړو پر مرګژوبلې اندېښنه ښودلې
100%

د هند د بهرنیو چارو وزارت په لبنان کې د وروستیو بریدونو له امله د ملکي وګړو پر مرګ‌ژوبلې ژوره اندېښنه ښودلې او د نړۍوالو قوانینو پر مراعاتولو یې ټینګار کړی دی. هند په خپله رسمي اعلامیه کې د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ، په یوه اعلامیه کې، پرته له دې چې د اسراییل نوم واخلي، په لبنان کې د وروستیو بریدونو له امله د ملکي وګړو پر مرګ‌ژوبله اندېښنه ښودلې ده.

په اعلامیه کې د نړۍوالو قوانینو پر مراعات او د هېوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته پر درناوی ټینګار شوی دی.

د راپورونو له مخې، په لبنان باندې د اسراییل په دوه ورځنیو بریدونو کې له ۲۵۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او له ۱۰۰۰ څخه ډېر نور ټپیان دي. دغو پېښو په سیمه کې د جګړې د پراخېدو په اړه سختې اندېښنې راپارولې دي.

واشنګټن پوسټ: د هرمز تنګي بندښت او د لبنان جګړې د امریکا-ایران اوربند له ګواښ سره مخ کړی

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۱
واشنګټن پوسټ: د هرمز تنګي بندښت او د لبنان جګړې د امریکا-ایران اوربند له ګواښ سره مخ کړی
100%

واشنګټن پوسټ په خپل یوه راپور کې ویلي، چې د امریکا او ایران ترمنځ نازک اوربند له سخت فشار سره مخ دی. د راپور له‌مخې، د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد بندښت او د لبنان په سویل کې د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ د بریدونو دوام د منځني ختیځ امنیتي وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی.

په راپور کې راغلي، سره له دې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند هڅې روانې دي، خو په عملي ډول د هرمز تنګي لاره لا هم بنده ده. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې ایران د دغه تنګي د پرانیستلو په برخه کې «ډېر کمزوری کار کړی» دی.

ټرمپ پر خپلې ټولنیزې پاڼې ټروت سوش) لیکلي، چې دا وضعیت «ناانصافي» او د منل شوي توافق خلاف دی. نوموړي تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و، چې ایران باید له دغې ستراتېژیکې لارې څخه د تېلو د ټانکرونو د تېرېدو په بدل کې هېڅ ډول مالیه ونه اخلي.

دا ترینګلتیاوې په داسې حال کې زیاتېږي چې ټاکل شوې سبا په اسلام‌اباد کې د دواړو لورو ترمنځ مهمې ډیپلوماټیکې خبرې پیل شي. کارپوهان اندېښنه ښيي چې د هرمز تنګي بندښت او په لبنان کې د بریدونو دوام ښايي د اسلام‌اباد د مذاکراتو پر پایلو منفي اغېز وکړي او په سیمه کې تاوتریخوالی نور هم وغځوي.