په خیبرپښتونخوا، بلوچستان او سند کې د افغان کډوالو د نیولو لپاره عمليات لا هم دوام لري. هېواد ته په جبري او یا په خپله خوښه ستنېدونکي افغانان بیا له سختو کړاوونو سره مخ دي. د کډوالو چارو اداره وايي، له ۲۰۲۳ کال راهیسې څه باندې ۲،۱ ميليون افغان کډوال افغانستان ته لېږدول شوي دي.
د خیبرپښتونخوا د خیبر ولسوالۍ حمزه باباکمپ ته راوستل شوي يا راغلي کډوال چې بېرته خپل هېواد ته ستنېږي وايي، له ډېرو ستونزو سره مخ دي او په وینا یې، د دوی د ثبت لړۍ ټکنۍ ده او دغې برخې ته ګومارل شوي پاکستاني کارکوونکي کم دي.
حمزه بابا کمپ کې د کډوالو تازه حال
په حمزه بابا کمپ کې يو افغان کډوال جمعه خان د جمعې په ورځ (د وري ۲۱مه) افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل، د پنجاب په ټېکسلا ښار کې یې له کورنۍ سره شپې او ورځې تېرولې او په وینا یې، په دې وروستيو کې چې پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو بهير چټک او پراخ کړ، پوليسو به ځورول او پيسې به یې ترې غوښتلې.
هغه وویل، له پولیسو د ژغورنې په موخه له ټېکسلا د خیبرپښتونخوا اکوړي ته کډه شو، خو يوه اونۍ وړاندې ورته هلته هم وويل شول، چې نور د دغه ځایه هم لاړ شي. هغه زياته کړه: «بيا دې ته اړ شو چې کډې بار کړو او افغانستان ته مخه کړو».
افغانستان ته ستنېدونکي افغان کډوال
جمعه خان وويل، «په دوه ګاډو کې درې کورنۍ خلک دي راسره، ۳۵ نفره چې دوه کډې په یوه ګاډي کې او ۱۴ نور په بل ګاډي کې، په دې کې زنانه او ماشومان هم شامل دي».
د افغانستان د تېر نظام د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر د هرات په انجیل ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو ډزې «وحشیانه برید» او «د بشریت پر ضد نهبښونکی جنایت» بللی دی. هغه له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي، چې دا «جنایت» په هر اړخیز ډول وڅېړي.