• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کابل کې ۱۶ کسان په دُرو ووهل

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۵۲ GMT+۱

د طالبانو ستره محکمه وايي، په کابل کې یې ۱۶ کسان په دُرو وهلي. د کابل ولایت لپاره د طالبانو له نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدایي محکمې د مسوولینو په وینا، یاد کسان د نشه‌يي توکو د پېر او پلور او همداراز قاچاق په تړاو په دُرو وهل شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې د شنبې په ورځ (د وري ۲۲مه)د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یاد کسان له ۲۵ تر ۳۰ دُرو وهل شوي او همداراز له اوو میاشتو تر ۳نیمو کلونو په تنفیذي بند هم محکوم شوي دي.

د کابل ولایت لپاره د طالبانو له نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدایي محکمې ویلي، دغه پرېکړه د سترې محکمې له تاییدۍ وروسته عملي شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا په عام محضر کې د قضایي بدني سزاګانو مخ پر زیاتیدونکې ورکړې، چې په وینا یې تش په نامه د «اخلاقي جرمونو» لپاره ورکول کېږي، د بشري حقونو له نړۍوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.

ډېر لیدل شوي

ازبکستان ولې د قوش‌تیپې کانال پر سر له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې؟
۱

ازبکستان ولې د قوش‌تیپې کانال پر سر له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې؟

۲

سنټرل ایشیا ټایمز: منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د داعـ .ـش له حضوره جدي اندېښه لري

۳

پخواني نظامیان: په کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف د محتسبانو له خوا تعقیبیږو

۴

ملګري ملتونه: په افغانستان کې مېلیونونه کسان له قحطۍ یوازې یو ګام لرې دي

۵

ملګري ملتونه: د کندوز روغتون په شپږو میاشتو کې ۳۰زره ناروغانو ته وړیا خدمتونه وړاندې کړي