• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اکسیوس: وېنس له ټرمپ څخه د ایران اړونده ډیپلوماسۍ کې د رول لوبولو غوښتنه کړې

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۵۲ GMT+۱

اکسیوس د دوو امریکايي سرچینو په حواله لیکلي، جې‌ډي وېنس له ډونالډ ټرمپ د ایران اړونده ډیپلوماسۍ کې د رول لوبولو غوښتنه کړې ده. د دغه وېب‌پاڼې په وینا؛ وېنس ته د امریکايي پلاوي د مشرۍ سپارلو بل لامل په مذاکراتو کې د ټرمپ د استازو او ایراني چارواکو ترمنځ کړکېچ او بې‌باوري وه.

یادې وېب‌پاڼې کاږلي:« وېنس ته د امریکايي پلاوي د مشرۍ سپارلو بل لامل په مذاکراتو کې د ټرمپ د استازو او د ایراني چارواکو ترمنځ کړکېچ او بې‌باوري وه، چې په پایله کې یې جګړه رامنځته شوه».
اکسیوس زیاته کړې، ایراني چارواکو منځګړو ته ویلي دوی باور لري چې سټیو وېټکاف او جرډ کوشنر دوی تېر اېستي دي او د امریکا د مرستیال ولسمشر حضور کولای شي د مذاکراتو له پرمختګ سره مرسته وکړي.
اکسیوس د وېنس د یوې نږدې سرچینې په حواله لیکلي: «دا ښکاره خبر ده، چې د امریکا مرستیال ولسمشر غوښتل په داسې یوه مهمه شېبه کې ګډون ولري او کله چې ټرمپ ترې وغوښتل، هغه په ډېرې لېوالتیا سره ومنله چې د مذاکراتو مشري پر غاړه واخلي».

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۵

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کندز کې د دمبورې غږولو په تور ۸ کسان نیولي

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۳۶ GMT+۱
طالبانو په کندز کې د دمبورې غږولو په تور ۸ کسان نیولي
100%

په کندز کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د یاد ولایت د مرکز په څلورمه حوزه کې یې اته کسان د دمبورې غږولو په تور نیولي دي. طالبانو د دمبورې غږول «ناوړه غیرشرعي فعل» بللی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې له یادو کسانو څخه یوه دمبوره، یوه ارمونیه،، ټابیلټ K او چرس هم نیول شوي دي.

طالبان د موسیقۍ غږول له شرعي پلوه منع بولي او تر دې وړاندې یې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د سیمه‌ییزې موسیقۍ د غږولو او اورېدلو په تور ګڼ شمېر کسان نیولي دي.

په تېرو کلونو کې د طالبانو د امربالمعروف مسوولینو په عام محضر کې د موسیقۍ ګڼ الات راټول کړي او سوځولي هم دي.

د جاپان لومړۍ وزیره: هرمز تنګي کې د بېړیو د خوندیتوب او د تاوتریخوالي کمولو لپاره هڅې کوو

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۰۵ GMT+۱
د جاپان لومړۍ وزیره: هرمز تنګي کې د بېړیو د خوندیتوب او د تاوتریخوالي کمولو لپاره هڅې کوو
100%

د جاپان لومړۍ وزیره سانای تاکایچي د سې‌شنبې په ورځ ویلي، چې په منځني ختیځ کې د «تاوتریخوالي د کمولو» لپاره به خپلې ټولې هڅې وکړي او د ایران له «مشرانو» سره د خبرو اترو لپاره یې خپل چمتووالی څرګند کړی دی.

نوموړې ویلي، چې چمتو ده له ډونالډ ټرمپ او مسعود پزشکیان سره ټلیفوني خبرې وکړي.

بلخوا، تاکایچي د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې توکیو له ایران سره پر دولتي مسایلو خبرې اترې ترسره کړې دي او که څه هم د مشرانو د لیدنې موضوع تر بحث لاندې ده، خو دوی یې د چمتووالي په حال کې دي.

تاکایچي زیاته کړې، چې د دغو خبرو اصلي موخه «په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ‌راتګ خوندیتوب» تامینول دي.

د ایران په بېلابېلو سیمو کې د تازه چاودنو او هوايي بریدونو راپورونه خپاره شوي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۴۰ GMT+۱
د ایران په بېلابېلو سیمو کې د تازه چاودنو او هوايي بریدونو راپورونه خپاره شوي
100%

د راپورونو له‌مخې، نن سې‌شنبې (د وري ۱۸مه) د سهار شاوخوا درې بجې د تهران په بېلابېلو سیمو کې د نوې څپې چاودنو غږونه او د جنګي الوتکو الوتنې اورېدل شوې دي.

د سهار له ۳:۰۲ تر ۳:۳۰ بجو پورې د تهران په شمال‌ختیځو سیمو لکه لویزان، نارمک، هروي، نیاوران، نوبنیاد، اجودانیه، پاسداران، دروس او تهرانپارس کې پرله‌پسې چاودنې اورېدل شوې او په ځینو ځایونو کې د هوايي مدافع ځواکونو فعالیت هم لیدل شوی دی.

د ایران د پلازمېنې په لوېدیځ او شمال‌لوېدیځو برخو کې هم صادقیه، اکباتان، پونک، جنت‌اباد، ښارک غرب، سعادت‌اباد، باغ‌فیض، زعفرانیه او د مهراباد هوايي ډګر شاوخوا سیمې د پرله‌پسې چاودنو هدف ګرځېدلې دي.

د تهران په لوېدیځ کې د لوګي او اور د لیدل کېدو راپورونه هم خپاره شوي دي.

په مرکزي او جنوبي تهران کې هم د منیریه، ولیعصر، بلوار کشاورز، اسکندري، جوادیه او ښارري په ګډون سیمو کې د زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي او په ځینو ځایونو کې د ودانیو د لړزېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

همداراز، داسې نا تایید شوي راپورونه هم خپاره شوي چې ګواکې په تهرانپارس (د تقي‌نیا کوڅه) کې یو استوګنیز کور او د پردیس ۴م فاز کې څو نور ځایونه په نښه شوي دي.

په دماوند کې هم د سهار له ۳ څخه تر ۳:۱۸ پورې څو پرله‌پسې چاودنې راپور شوې دي.

په ایرلنډ کې د کب نیولو پر مهال دوه افغان وروڼه مړه شوي

۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۱۸ GMT+۱
په ایرلنډ کې د کب نیولو پر مهال دوه افغان وروڼه مړه شوي
100%

ایرلنډي رسنیو راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې دوه افغان وروڼه د کب نیولو پر مهال د دې هېواد په اوبو کې مړه شوي دي.

دایرلنډ ټایمز د راپور له مخې، تاج‌الدین صافي او صلاح‌الدین صافي، چې د لیمرک ښار اوسېدونکي وو، د سې‌شنبې په ورځ د کلر په سیمه کې د کب نیولو پر مهال اوبو ته لوېدلي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

راپور زیاتوي چې د دغو دوو وروڼو جسدونه، چې عمرونه یې ۳۰او ۲۰کاله وو، مازیګر شاوخوا څلور بجې د ساحلي ساتنې د چورلکې له لوري له اوبو راایستل شوي دي.

یاد افغان وروڼه نږدې لس کاله وړاندې ایرلنډ ته تللي وو او د لیمرک په ښار کې یې ژوند کاوه.

د دوراس په نوم د یوه خېریه بنسټ مشر جان لانن ویلي چې دا وروڼه د سیمې او دټولنې د درناوي وړ غړي وو او مړینه یې د ځایي خلکو لپاره لویه ضایعه ده.

ډونالډ ټرمپ: د چین له ولسمشر سره د غويي په ۲۴مه او ۲۵مه په بېجينګ کې لیدنه لرم

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۲۷ GMT+۰
ډونالډ ټرمپ: د چین له ولسمشر سره د غويي په ۲۴مه او ۲۵مه په بېجينګ کې لیدنه لرم
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ سره د هغه لیدنه چې تر دې وړاندې پر ایران د امریکا د پوځي عملیاتو له امله ځنډېدلې وه، اوس د غوايي میاشتې په ۲۴مه او ۲۵مه نېټو په بېجینګ کې ترسره کېږي.

ټرمپ زياته کړه، چې دی او مېرمن يې ملانيا ټرمپ به د روان کال په کومه بله نېټه کې بیا د شي جين‌پينګ او د هغه د مېرمنې مادام پينګ کوربه‌توب په واشنګټن ډي‌سي کې وکړي. د امريکا ولسمشر وويل، چې د دواړو هېوادونو استازي دا مهال د دغو ليدنو د چمتووالي وروستۍ چارې بشپړوي.

ټرمپ دا ناسته «ډېره مهمه او برخليک ټاکونکې» وبلله او ويې ويل، چې له خپل چينايي سيال سره د ليدنې لپاره لېواله دی.