• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تاجکستان ولسمشر او د ډله‌ییز امنیت تړون سرمنشي د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۴۷ GMT+۱

د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان د دوشنبې په ښار کې د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان سرمنشي طالقبیک ماسادکوف سره په یوه لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت او امنیتي مسایلو خبرې کړې. په دغه لیدنه کې له افغانستان سره د تاجکستان د پولې امنیت پیاوړتیا لپاره د یاد سازمان پر پروګرام هم بحث شوی.

د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان پرون جمعه (د وري په ۲۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړه خواوو د دغه پروګرام عملي کول د مرکزي اسیا او د یاد سازمان د غړو هېوادونو لپاره «حیاتي» بللی.

په دغه لیدنه کې د یاد سازمان سرمنشي د تاجکستان له ولسمشر او امنیتي ځواکونو څخه د ګډو پوځي تمرینونو د ملاتړ له امله مننه کړې او د دغه تمرینونو د چمتو کولو او پلي کولو په برخه کې یې د هغوی هڅې ستایلې دي.

تاجکستان تر دې وړاندې منلې وه، چې د افغانستان له لوري په سرحدي بریدونو کې پنځه تنه وژل شوي دي. تر هغې وروسته امام‌علي رحمان امنیتي بنسټونو ته سپارښتنه وکړه، چې د سرحدي امنیت پیاوړتیا لارې چارې وارزوي.

طالقبیک ماسادکوف ویلي، چې د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان له اساسي دندو څخه یوه هم د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې امنیت پیاوړتیا لپاره د ګډو حکومتي پروګرامونو پلي کول دي.

دغه پروګرام د ۲۰۲۴کال په نومبر میاشت کې د یاد سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو له لوري تصویب شو. ماسادکوف مخکې ویلي و، اوس‌مهال دغه سازمان د یاد پروګرام د لومړي پړاو په عملي کولو بوخت دی.

تاجکستان د مرکزي اسیا له هغه هېوادونو څخه دی، چې له افغانستان سره تر ټولو اوږده پوله لري چې اوږدوالی یې ۱۳۴۴ کیلومتره دی. تاجکستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته څو ځلې خبرداری ورکړی، چې د بېلابېلو وسله‌والو ډلو غړي د افغانستان په شمالي سیمو کې فعالیت کوي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي
۱

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

•
•
•

نور کیسې

په یوه ورځ؛ له ایران او پاکستان نه نږدې ۴زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۴۹ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د وري ۲۱مه) ۷۳۱ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۳زره او ۹۰۴ کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، له دې ډلې ۵۹۷ کورنۍ د تورخم له لارې، ۸۲کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۴۴ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، او ۸کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د یاد کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ؛ راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د وروستیو راپورونو له مخې؛ پاکستان کې د نفوسو د ثبت ادارې سرچینو «ده نېشن» ورځپاڼې ته ویلي، چې هره ورځ شاوخوا له ۵۰۰ تر ۶۰۰ پورې افغان کډوال یوازې د چمن له لارې افغانستان ته په جبري توګه ستانه کېږي. د پاکستاني چارواکو په وینا؛ تراوسه له ۲ مېلیونو ډېر افغان کډوال له دغه هېواده اېستل شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ خبرداری ورکړی، چې د افغان کډوالو اېستل هغوی د بشري حقونو د سرغړونو له جدي ګواښ سره مخ کوي.

لنډي کوتل کې له کړاوه ډکې شپې؛ افغان کډوال وایي ان پاکو اوبو ته هم کافي لاسرسی نه‌لري

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۴۵ GMT+۱
•
جواد شينواری

د افغان کډوالو لپاره د خیبر پښتونخوا د لنډي کوتل په لنډمهاله پنډغالي کې مېشت هغه افغانان چې افغانستان ته د ستنېدو په تمه دي وایي، د اسانتیاوو د کمښت له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د دوی په وینا؛ ان پاکو اوبو ته هم کافي لاسرسی نه‌لري او په ورځ کې یوازې یو ځل اوبه ترلاسه کوي.

دغه کډوال وایي، د خوراکي توکو او نورو لومړنیو اړتیاوو کمښت هم د دوی ژوند له جدي ننګونو سره مخ کړی دی. یوه افغان کډواله فجر افغان وایي، په پنډغالي کې پاکو اوبو او خوړو ته لاسرسی محدود دی او د وروستیو ورښتونو له امله یې ستونزې لا پراخې شوې دي.

100%

نوموړې زیاتوي، چې په پاکستان کې زېږېدلې او د شپږم ټولګي زده‌کوونکې ده؛ خو افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې د خپلو زده‌کړو د دوام په اړه اندېښنه لري.
بلخوا یو بل افغان کډوال وقار افغان وایي، چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې په دغه پنډغالي کې افغانستان ته د تګ په تمه دی؛ خو د ګڼې ګوڼې له امله ورته د اوسېدو ځای نه‌دی برابر شوی او اړ شوی، چې له خپلې کورنۍ سره د پنډغالي څخه بهر پاتې شي. هغه زیاتوي، چې د ورښتونو له امله یې ستونزې لا پسې زیاتې شوې دي.

100%

نوموړی وایي، چې په پاکستان کې یې خپل کار او روزګار له لاسه ورکړی او ځکه چې کلونه مخکې دغه هېواد ته تللی و؛ اوس په افغانستان کې هم د پاتې کېدو لپاره مناسبه سرپناه نه‌لري.

په دغه پنډغالي کې مېشت افغان کډوال له نړۍوالو بنسټونو، د پاکستان له حکومت او د طالبانو له چارواکو غوښتنه کوي، چې په دواړو خواوو کې ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. څو ورځې وړاندې هم په دغه پڼډغالي کې مېشتو افغانانو د اسانتیاوو د کمښت او اداري بې‌نظمۍ له امله لاریون کړی و.

100%

هره ورځ تر ۵۰۰ ډېر افغان کډوال د چمن له لارې په جبري توګه افغانستان ته ستنېږي

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۱۵ GMT+۱

په پاکستان کې د وګړو د ثبت ادارې سرچینو د جمعې په ورځ «ده نېشن» ورځپاڼې ته ویلي، چې هره ورځ شاوخوا له ۵۰۰ تر ۶۰۰ پورې افغان کډوال د چمن پنډغالي ته لېږدول کېږي او هلته یې افغانستان ته د بېرته ستنېدو اسناد بشپړېږي.

د پاکستاني چارواکو په وینا؛ تر اوسه تر ۲ مېلیونو ډېر افغان کډوال له دغه هېواده اېستل شوي دي. دوی ویلي، چې په دغه پنډغالي کې د بېرته ستنېدونکو کورنیو لپاره د لنډمهالې استوګنې اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی و، زرګونه افغانان چې کلونه یې په پاکستان کې ژوند کړی، د زیاتېدونکو فشارونو، محدودو پالیسیو، د ژوند د خرابېدونکي وضعیت او په ځینو مواردو کې د جبري اېستلو له امله هره ورځ له پاکستان نه افغانستان ته ستنېږي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ خبرداری ورکړی، چې د افغان کډوالو اېستل هغوی د بشري حقونو د سرغړونو له جدي ګواښ سره مخ کوي.

هغه ټینګار کړی، چې پاکستان باید خپلو نړۍوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي او د هغو کسانو له جبري ستنولو ډډه وکړي چې له ګواښ سره مخ دي.

حضرت عمر زاخېلوال: په هرات کې پر عامو وکړو وسله‌وال برید «بشري جنایت» دی

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۲:۵۸ GMT+۱

د افغانستان د تېر نظام د مالیې پخواني وزیر حضرت عمر زاخېلوال د هرات په انجیل ولسوالۍ کې پر عامو وګړو د ناڅرکندو وسله‌والو له لوري خونړی برید «زړه بوږنونکې فاجعه» او «بشري جنایت» بللی دی. هغه د یاد برید له غندنې سربېره عاملینو ته یې د سزا ورکړې غوښتنه کړې.

حضرت عمر زاخېلوال د جمعې په ماخوستن (د وري ۲۱مه) په خپله اېکس‌پاڼه د هرات په انجیل ولسوالۍ کې پر عامو وګړو د ناڅرکندو وسله‌والو له لوري خونړی برید غندلی او هغه یې «زړه بوږنونکې فاجعه» او «بشري جنایت»بللی دی.

هغه زیاته کړې: «هیله ده، چې د پېښې عاملین په چټکه شناسايي او د خپلو اعمالو پر سزا ورسیږي».

څلورو وسله‌والو څه ډول هراتیان په نښه کړل؟ | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یادونې وړ ده، چې د جمعې په ورځ (د وري ۲۱مه) د هرات د انجیل ولسوالۍ په یوه تفریحي پارک کې ناپېژندو وسله‌والو پر شیعه‌ګانو ډزې وکړې او په پایله کې یې د طالبانو په وینا، ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي، خو ځایي خلکو د وژل او ټپيانو شمېر تر دې لوړ بلل دی.

د پېښور سترې محکمې درېیم هېواد ته د تګ په تمه د یوې افغان کورنۍ د اېستلو مخه نیولې

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۲:۱۵ GMT+۱

د پېښور سترې محکمې په لنډمهالي ډول د پاکستاني پولیسو له لوري د هغې افغان کورنۍ د اېستلو مخه نیولې، چې درېیم هېواد ته د تګ په تمه ده. د دغې کورنۍ د کډوالۍ قضیه د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره تر ارزونې لاندې ده.

پاکستانۍ رسنیو ویلي، دغه کورنۍ له ۲۰۲۱ کال راهیسې په پېښور کې درېیم هېواد ته د تګ په موخه شپې او ورځې تېروي.

د دغې کورنۍ وکیل سیف‌الله محب کاکاخېل بیا افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، د ډېریو افغانانو قضیې په درېیمو هېوادونو کې روانې دي او په وینا یې، که دوی د پاکستاني پولیسو له لوري نیول او اېستل کېږي، په افغانستان کې یې ژوند له جدي ګواښ سره مخ کېږي.

نوموړي له اېستل کېدو سره د مخ افغان کورنۍ عریضې ته په اشارې ویلي، دمګړۍ په پاکستان کې ډېری مېشتو افغانانو د افغانستان له تېر نظام سره کار کړی او د بېرته اېستل کېدو په صورت کې له جدي ګواښ سره مخ کېږي.

پاکستان په دې وروستیو کې د افغانانو د نيولو او د اېستلو بهير چټک کړی، خو د بشري حقونو مدافعین اندېښنه څرګندوي، چې په پاکستان کې مېشت افغانان که بېرته افغانستان ته واستول شي، نو هلته به یې ژوند له جدي خطرونو سره مخ شي.

وکیل کاکاخېل ويلي، محکمې د یادې افغان کورنۍ په عریضه یو موقتي حکم صادر کړی او چارواکي یې تر بل امر پورې د یادې افغان کورنۍ پرضد له اقداماتو څخه منع کړي دي.

هغه زیاته کړې، اوس به دولتي چارواکي په دې اړه خپل ځواب محکمې ته وړاندې کړي او تر هغې وروسته به عملي اقدامات کېږي.