طالبان وايي په هرات کې د وژل شویو ملکي وګړو شمېر ۱۱ ته لوړ شو

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي ویلي، چې د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو د مرګوني برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۱ ته لوړ شو. د هغه په وینا؛ د هغو ۷ ټپیانو حالت چې نازک ښودل شوی و، د سختو ټپونو له امله یې په روغتون کې ساه ورکړه.
