د امریکا استخباراتي ارزونې: ایران لاهم زرګونه بالسټیک توغندي په واک کې لري

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي، د امریکا استخباراتي ارزونې ښيي چې ایران لاهم زرګونه بالستیک توغندي لري او د امریکا او اسراییل له وروستیو بریدونو سره، سره د دې وړتیا لري چې تر ځمکې لاندې تاسیساتو کې خوندي شوي وېشتګرونه بیا فعال کړي.
