طالبان: کندهار کې د څه باندې ۱۵۰ کیلو ګرامه سپینو زرو او ۳ډرون کمرو د قاچاق مخه نیول شوې

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شنبې په ورځ (د وري ۲۲مه) خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۱۵۰ کیلوګرامه سپینو زرو او د درېیو ډرون کمرو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه اندازه سپین زر او ډرون کمرې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په «اشېزو» کلي کې د طالبانو د قاچاق د مخنیوي ځواکونو د عملیاتو پرمهال نیول شوي دي.
د راپور لهمخې؛ د دغه پېښې په تړاو درې کسان له شاوخوا ۲زره مېلیونه ایراني تومانو سره یوځای نیول شوي او د څېړنو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.
