• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محقق: د نویو وژنو او تاوتریخوالي مسله د هېواد د واکمنې ډلې په افراطي افکارو کې ریښه لري

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۲۲ GMT+۱

د افغانستان د خلکو وحدت ګوند مشر محمد محقق په هرات کې د ناپېژاندو کسانو له‌خوا د ملکي وګړو پر مرګ‌ژوبلې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، د نویو وژنو او تاوتریخوالي مسله د هېواد د واکمنې ډلې په افراطي افکارو کې ریښه لري؛ ځکه د طالبانو په واکمنۍ کې شیعه مذهب له رسمیت څخه غورځول شوی.

نوموړي پر اېکس پاڼه د طالبانو د قضا رییس ملاحقاني هغه کتاب ته په اشارې وویل، چې په‌کې لیکل شوي «په افغانستان کې له حنفي مذهب پرته د بل مذهب پیروي ننګ دی». هغه همداراز په هرات کې د طالبانو د والي اسلام‌جار کتاب ته هم اشاره کړې، چې شیعه وګړي یې له اسلام څخه خارج ګڼلي.
د یاد ګوند مشر د هرات وروستۍ پېښې ته په اشارې سره چې یوشمېر ملکي وګړو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله وویل، چې دغه ډول لیدلوري او کړنې د ورته ترخو او ناورین رامنځته‌کوونکو پېښو لپاره لاره هواروي.
محمد محقق خبرداری ورکړی: «په دې وروستیو کې پر شیعه‌ وګړو زیات شوي فشارونه او د داسې پروګرامونو تنظیم چې له مخې یې شیعه زده‌کړیان اړ اېستل کېږي خپل مذهب بدل کړي، دا ټول د طالبانو له لوري وسله‌والو ډلو ته د شین څراغ ښودلو په معنا دي؛ څو داسې خونړۍ پېښې رامنځته کړي، چې نن زموږ بې‌دفاع خلک ورسره مخ دي».
نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال وکړې، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ خبر ورکړی و، چې د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په «قبر زون» کلي کې یوه تفریحي ځای ته نږدې ناپېژاندو موټرسایکل سپرو پر ولسي وګړو ډزې کړې دي چې له امله یې ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
د یادولو ده، چې د یوشمېر ټپيانو وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۵

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

•
•
•

نور کیسې

لنډي کوتل کې له کړاوه ډکې شپې؛ افغان کډوال وایي ان پاکو اوبو ته هم کافي لاسرسی نه‌لري

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۴۵ GMT+۱
•
جواد شينواری
لنډي کوتل کې له کړاوه ډکې شپې؛ افغان کډوال وایي ان پاکو اوبو ته هم کافي لاسرسی نه‌لري
100%

د افغان کډوالو لپاره د خیبر پښتونخوا د لنډي کوتل په لنډمهاله پنډغالي کې مېشت هغه افغانان چې افغانستان ته د ستنېدو په تمه دي وایي، د اسانتیاوو د کمښت له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د دوی په وینا؛ ان پاکو اوبو ته هم کافي لاسرسی نه‌لري او په ورځ کې یوازې یو ځل اوبه ترلاسه کوي.

دغه کډوال وایي، د خوراکي توکو او نورو لومړنیو اړتیاوو کمښت هم د دوی ژوند له جدي ننګونو سره مخ کړی دی. یوه افغان کډواله فجر افغان وایي، په پنډغالي کې پاکو اوبو او خوړو ته لاسرسی محدود دی او د وروستیو ورښتونو له امله یې ستونزې لا پراخې شوې دي.

100%

نوموړې زیاتوي، چې په پاکستان کې زېږېدلې او د شپږم ټولګي زده‌کوونکې ده؛ خو افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې د خپلو زده‌کړو د دوام په اړه اندېښنه لري.
بلخوا یو بل افغان کډوال وقار افغان وایي، چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې په دغه پنډغالي کې افغانستان ته د تګ په تمه دی؛ خو د ګڼې ګوڼې له امله ورته د اوسېدو ځای نه‌دی برابر شوی او اړ شوی، چې له خپلې کورنۍ سره د پنډغالي څخه بهر پاتې شي. هغه زیاتوي، چې د ورښتونو له امله یې ستونزې لا پسې زیاتې شوې دي.

100%

نوموړی وایي، چې په پاکستان کې یې خپل کار او روزګار له لاسه ورکړی او ځکه چې کلونه مخکې دغه هېواد ته تللی و؛ اوس په افغانستان کې هم د پاتې کېدو لپاره مناسبه سرپناه نه‌لري.

په دغه پنډغالي کې مېشت افغان کډوال له نړۍوالو بنسټونو، د پاکستان له حکومت او د طالبانو له چارواکو غوښتنه کوي، چې په دواړو خواوو کې ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. څو ورځې وړاندې هم په دغه پڼډغالي کې مېشتو افغانانو د اسانتیاوو د کمښت او اداري بې‌نظمۍ له امله لاریون کړی و.

100%

هره ورځ تر ۵۰۰ ډېر افغان کډوال د چمن له لارې په جبري توګه افغانستان ته ستنېږي

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۱۵ GMT+۱
هره ورځ تر ۵۰۰ ډېر افغان کډوال د چمن له لارې په جبري توګه افغانستان ته ستنېږي
100%

په پاکستان کې د وګړو د ثبت ادارې سرچینو د جمعې په ورځ «ده نېشن» ورځپاڼې ته ویلي، چې هره ورځ شاوخوا له ۵۰۰ تر ۶۰۰ پورې افغان کډوال د چمن پنډغالي ته لېږدول کېږي او هلته یې افغانستان ته د بېرته ستنېدو اسناد بشپړېږي.

د پاکستاني چارواکو په وینا؛ تر اوسه تر ۲ مېلیونو ډېر افغان کډوال له دغه هېواده اېستل شوي دي. دوی ویلي، چې په دغه پنډغالي کې د بېرته ستنېدونکو کورنیو لپاره د لنډمهالې استوګنې اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی و، زرګونه افغانان چې کلونه یې په پاکستان کې ژوند کړی، د زیاتېدونکو فشارونو، محدودو پالیسیو، د ژوند د خرابېدونکي وضعیت او په ځینو مواردو کې د جبري اېستلو له امله هره ورځ له پاکستان نه افغانستان ته ستنېږي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ خبرداری ورکړی، چې د افغان کډوالو اېستل هغوی د بشري حقونو د سرغړونو له جدي ګواښ سره مخ کوي.

هغه ټینګار کړی، چې پاکستان باید خپلو نړۍوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي او د هغو کسانو له جبري ستنولو ډډه وکړي چې له ګواښ سره مخ دي.

حضرت عمر زاخېلوال: په هرات کې پر عامو وکړو وسله‌وال برید «بشري جنایت» دی

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۲:۵۸ GMT+۱
حضرت عمر زاخېلوال: په هرات کې پر عامو وکړو وسله‌وال برید «بشري جنایت» دی
100%

د افغانستان د تېر نظام د مالیې پخواني وزیر حضرت عمر زاخېلوال د هرات په انجیل ولسوالۍ کې پر عامو وګړو د ناڅرکندو وسله‌والو له لوري خونړی برید «زړه بوږنونکې فاجعه» او «بشري جنایت» بللی دی. هغه د یاد برید له غندنې سربېره عاملینو ته یې د سزا ورکړې غوښتنه کړې.

حضرت عمر زاخېلوال د جمعې په ماخوستن (د وري ۲۱مه) په خپله اېکس‌پاڼه د هرات په انجیل ولسوالۍ کې پر عامو وګړو د ناڅرکندو وسله‌والو له لوري خونړی برید غندلی او هغه یې «زړه بوږنونکې فاجعه» او «بشري جنایت»بللی دی.

هغه زیاته کړې: «هیله ده، چې د پېښې عاملین په چټکه شناسايي او د خپلو اعمالو پر سزا ورسیږي».

څلورو وسله‌والو څه ډول هراتیان په نښه کړل؟ | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یادونې وړ ده، چې د جمعې په ورځ (د وري ۲۱مه) د هرات د انجیل ولسوالۍ په یوه تفریحي پارک کې ناپېژندو وسله‌والو پر شیعه‌ګانو ډزې وکړې او په پایله کې یې د طالبانو په وینا، ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي، خو ځایي خلکو د وژل او ټپيانو شمېر تر دې لوړ بلل دی.

د پېښور سترې محکمې درېیم هېواد ته د تګ په تمه د یوې افغان کورنۍ د اېستلو مخه نیولې

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۲:۱۵ GMT+۱
د پېښور سترې محکمې درېیم هېواد ته د تګ په تمه د یوې افغان کورنۍ د اېستلو مخه نیولې
100%

د پېښور سترې محکمې په لنډمهالي ډول د پاکستاني پولیسو له لوري د هغې افغان کورنۍ د اېستلو مخه نیولې، چې درېیم هېواد ته د تګ په تمه ده. د دغې کورنۍ د کډوالۍ قضیه د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره تر ارزونې لاندې ده.

پاکستانۍ رسنیو ویلي، دغه کورنۍ له ۲۰۲۱ کال راهیسې په پېښور کې درېیم هېواد ته د تګ په موخه شپې او ورځې تېروي.

د دغې کورنۍ وکیل سیف‌الله محب کاکاخېل بیا افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، د ډېریو افغانانو قضیې په درېیمو هېوادونو کې روانې دي او په وینا یې، که دوی د پاکستاني پولیسو له لوري نیول او اېستل کېږي، په افغانستان کې یې ژوند له جدي ګواښ سره مخ کېږي.

نوموړي له اېستل کېدو سره د مخ افغان کورنۍ عریضې ته په اشارې ویلي، دمګړۍ په پاکستان کې ډېری مېشتو افغانانو د افغانستان له تېر نظام سره کار کړی او د بېرته اېستل کېدو په صورت کې له جدي ګواښ سره مخ کېږي.

پاکستان په دې وروستیو کې د افغانانو د نيولو او د اېستلو بهير چټک کړی، خو د بشري حقونو مدافعین اندېښنه څرګندوي، چې په پاکستان کې مېشت افغانان که بېرته افغانستان ته واستول شي، نو هلته به یې ژوند له جدي خطرونو سره مخ شي.

وکیل کاکاخېل ويلي، محکمې د یادې افغان کورنۍ په عریضه یو موقتي حکم صادر کړی او چارواکي یې تر بل امر پورې د یادې افغان کورنۍ پرضد له اقداماتو څخه منع کړي دي.

هغه زیاته کړې، اوس به دولتي چارواکي په دې اړه خپل ځواب محکمې ته وړاندې کړي او تر هغې وروسته به عملي اقدامات کېږي.

پاکستان کې د افغان کډوالو د نيولو او له کړاوه ډک بيرته ستنېدو بهير

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۳۲ GMT+۱
•
فضل عزیز
پاکستان کې د افغان کډوالو د نيولو او له کړاوه ډک بيرته ستنېدو بهير
100%

په خیبرپښتونخوا، بلوچستان او سند کې د افغان کډوالو د نیولو لپاره عمليات لا هم دوام لري. هېواد ته په جبري او یا په خپله خوښه ستنېدونکي افغانان بیا له سختو کړاوونو سره مخ دي. د کډوالو چارو اداره وايي، له ۲۰۲۳ کال راهیسې څه باندې ۲،۱ ميليون افغان کډوال افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د خیبرپښتونخوا د خیبر ولسوالۍ حمزه باباکمپ ته راوستل شوي يا راغلي کډوال چې بېرته خپل هېواد ته ستنېږي وايي، له ډېرو ستونزو سره مخ دي او په وینا یې، د دوی د ثبت لړۍ ټکنۍ ده او دغې برخې ته ګومارل شوي پاکستاني کارکوونکي کم دي.

حمزه بابا کمپ کې د کډوالو تازه حال

په حمزه بابا کمپ کې يو افغان کډوال جمعه خان د جمعې په ورځ (د وري ۲۱مه) افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل، د پنجاب په ټېکسلا ښار کې یې له کورنۍ سره شپې او ورځې تېرولې او په وینا یې، په دې وروستيو کې چې پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو بهير چټک او پراخ کړ، پوليسو به ځورول او پيسې به یې ترې غوښتلې.

هغه وویل، له پولیسو د ژغورنې په موخه له ټېکسلا د خیبرپښتونخوا اکوړي ته کډه شو، خو يوه اونۍ وړاندې ورته هلته هم وويل شول، چې نور د دغه ځایه هم لاړ شي. هغه زياته کړه: «بيا دې ته اړ شو چې کډې بار کړو او افغانستان ته مخه کړو».

افغانستان ته ستنېدونکي افغان کډوال
100%
افغانستان ته ستنېدونکي افغان کډوال

جمعه خان وويل، «په دوه ګاډو کې درې کورنۍ خلک دي راسره، ۳۵ نفره چې دوه کډې په یوه ګاډي کې او ۱۴ نور په بل ګاډي کې، په دې کې زنانه او ماشومان هم شامل دي».

هغه زیاته کړه، «اول له اکوړي نه ازاخېلو ته راغلو، څلور شپې مو هلته وکړې، يوه شپه مو په جمپ کې وکړه او دويمه شپه مو نن په حمزه بابا کمپ کې ده».

افغانستان ته تلونکي افغان کورنۍ
100%
افغانستان ته تلونکي افغان کورنۍ

د کډوالو د ثبتولو بهير ولې ټکنی دی؟

د خیبرپښتونخوا له بېلابېلو سيمو څخه افغان کډوال په خیبر ولسوالۍ کې د حمزه بابا کمپ ته راځي يا راوستل کيږي او هلته له ثبتېدو وروسته افغانستان ته لېږدول کیږي.

خو په دغه کمپ کې کډوال وايي، د نوم لیکنې او ثبتېدو په تمه څو ورځې په سړکونو، ګاډو او يو ځای بل ځای ايسار دي او په وینا یې، بارانونه ورېږي، د ناستې ولاړې او خوراک لپاره څه تابیا نه‌ده نیول شوې او همداراز تشنابونه او د ارام کولو لپار هېڅ مناسب ځای نه‌شته.

حمزه بابا کمپ
100%
حمزه بابا کمپ

دوی وايي، د کډوالو د ثبت لپاره د پاکستاني کارکوونکو شمېر ډېر کم دی او له همدې امله ستنول کېدونکي افغانان له سختو ستونزو سره مخ دي.

جمعه خان ادعا وکړه، «حمزه بابا کمپ او خواوشا کې ۱۵ زره خلک دا وخت موجود دي او نن په ټوله ورځ کې يوازې ۱۱۹ کسان ثبت شوي دي».

پاکستاني چارواکي او طالبان هم مني، چې پخوا د ثبت بهیر ورو وو، خو په وینا یې اوس دغه بهیر چټک شوی دی.

100%

په پېښور کې د طالبانو د کونسلګرۍ يوه چارواکي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل، دوی د کډوالو پر ستونزو خبر دي، د پېښور کمېشنر او نزدې ولسوالیو له چارواکو سره یې په اړه خبرې روانې دي او په وینا یې، د ولايتي چارواکو له‌خوا ورته د ستونزو کمولو ډاډ ورکړل شوی دی.

نوموړي وويل، دوی ځايي پښتنو چارواکو ته دا هم ويلي، چې کډوال دې تر هغه وخته بې ځایه نه‌کړل شي، څو چې د دوی د ثبت بهیر لپاره اسانتیاوې نه‌وي برابرې شوې. هغه زیاتوي، ځايي مسوولینو ورته ډاډ ورکړی، چې د حمزه بابا کمپ تر څنګ به په نورو ولسواليو کې هم د ثبت مرکزونه جوړ کړل شي.

د تېرې اونۍ د سې‌شنبې په ورځ د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هم ويلي وو، چې په پېښور کې د طالبانو کونسل محب‌الله شاکر د طالبانو کډوالو وزیر عبدالکبیر ته په پېښور کې د افغان کډوالو د ستونزو په تړاو معلومات ورکړي او وزیر یې هم ویلي وو، چې د ډیورند کرښې هغې غاړې ته د بند پاتې راستنېدونکو افغانانو د ستونزو د حل په موخه د خوراکي او نورو توکو د چمتو کولو لپاره به مالي امکانات ولېږي.

خو کډوال بیا وايي، تر اوسه ورته هېڅ ډول اسانتیاوې نه‌دي برابرې شوي او لا هم د ثبت په تمه په سړکونو او موټرو کې شپې او ورځې تېروي.

بلوچستان کې د افغان کډوالو د نيولو بهیر

بلوچستان صوبه کې هم افغان کډوال وايي، د پوليسو له‌خوا ځورول کېږي چې له امله یې دوی نه‌شي کولی چې ورځني کارونه ترسره کړي. کډوال زیاتوي،په دې صوبه کې هم د افغانانو د نیولو بهیر چټک شوی دی.

د دغې صوبې عبدالله، لورالايي، چاغي او نورو ولسواليو کې مرستيال کمېشنرانو هم مکتوبونه خپاره کړي او په خپلو مکتوبونو کې یې افغان کډوالو ته په کرایه د کورونو او هټيو ورکړه جرم بللی دی.

د ډېورند کرښې ته څېرمه په چمن ښارګوټي کې هم ځايي خلک وايي، پولیسو د افغان کډوالو په نوم د ځايي خلکو مارکیټونه او پټرول پمپونه تړلي دي.

100%

په کراچۍ کې د کډوالو نيول او افغانستان ته ستنول

د سند ايالت له لوی مرکزي ښار کراچۍ څخه تېره شپه ۱۵۶ کډوال چې په‌کې ښځې او ماشومان هم شامل وو، د جېکب‌اباد او بيا د چمن له لارې افغانستان ته روان کړل شوي دي.

د سند ايالت په کراچۍ او حېدر اباد کې د نيول کېدونکو او بېرته لېږدوونکو کډوالو لپاره د جوړ شوي کمپ مشر او د کراچۍ د کیماړۍ ولسوالۍ مرستيال کمېنشر امير فضل اوېسي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل، په کراچۍ او حېدر اباد کې هم د افغانانو د نيولو لپاره عملیات دوام لري.

هغه وويل، پوليس د افغانانو د نيولو لپاره چاپې وهي، او ناکې لګوي، نيسې یې او کمپ ته یې راولي او له دې ځایه بیا نېغ په نېغه افغانستان ته لېږدول کېږي.

هغه زیاته کړه، داسې معلومات یې هم ترلاسه کړي، چې ځايي مسوولین د افغانانو کورونه او جایدادونه لاندې کوي او په وینا یې، تر اوسه افغانانو پورې اړوند ۱۸۰ جايدادونه ضبط کړل شوي دي.

کراچۍ کمپ
100%
کراچۍ کمپ

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې وياند قيصر اپريدي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ويلي، له ۲۰۲۳ کال راهیسې چې پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو بهير پيل کړی تراوسه څه باندې ۲ اعشاریه ۱ ميليون افغان کډوال افغانستان ته لېږدول شوي او په وینا یې، په دغو اېستل شویو کې د پي‌او‌ار او اې‌سي‌سي کارت لرونکي افغانان هم شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو، په پاکستان کې پښتنو ملت‌پاله سياسي او مذهبي ګوندونو او ان طالبانو له پاکستان څخه غوښتي چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانانو د اېستنې بهیر وځنډوي او د شرایطو په برابرېدو سره به په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي.