• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

علي یاسر ناصح د پاکستاني سیال په ماتولو سره خپل د اتلولۍ کمربند وساته

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۳۸ GMT+۱

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د مسلکي سوک‌وهنې په سیالیو کې افغان سوک وهونکي علي یاسر ناصح وتوانېده، چې خپل د اتلولۍ کمربند وساتي. هغه خپل پاکستانی سیال د لوبې په دویمې پاڼۍ کې د تخنیکي ناک‌اوت (TKO) له لارې مات کړ.

د دغه لوبغاړي روزونکي او په پاکستان کې د فجر سوک وهنې اکاډمۍ مشر بسم‌الله ناصح ویلي، چې علي یاسر تراوسه پورې په ۱۵ اماتور او مسلکي سیالیو کې کومه ماته نه‌ده خوړلې. د هغه په وینا؛ علي یاسر د ۱۴۰۵کال (د وري ۲۱مه) د پاکستان اکرم خان پر وړاندې داسې مهال بریا خپله کړه، چې د عمر او تجربې له پلوه پاکستانی سیال ترې په نسبتاً ښه حالت کې و.

100%
100%

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

•
•
•

نور کیسې

یو کوچني افغان ورزشکار د امریکا د کېک‌بوکسېنګ ملي لوبډلې ته لار موندلې

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۲۸ GMT+۱
یو کوچني افغان ورزشکار د امریکا د کېک‌بوکسېنګ ملي لوبډلې ته لار موندلې
100%

یو کوچنی افغان ورزشکار عثمان ملک‌زاده د کېک‌بوکسېنګ په بېلابېلو سیالیو کې له کلونو ځلېدو وروسته وتوانېده، چې د امریکا د کېک‌بوکسېنګ لوبډلې ته لار ومومي. دغه تنکي ځوان د امریکا د بېلابېلو ایالتونو ترمنځ په ۲۱ ملي سیالیو کې د بریا ترلاسه کولو سره دغه لاسته راوړنه خپله کړه.

هغه په دغه موده کې وتوانېده، چې له خپلو مهارتونو او استعداد سره د غوره کسانو په ډله کې راشي. عثمان ملک‌زاده په ۲۰۱۴کال کې په پنجشېر ولایت کې زېږېدلی او په درې کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره امریکا ته کډه شوی دی.

هغه له کوچنیوالي د رزمي لوبو په ځانګړي ډول کېک‌بوکسېنګ سره مینه لرله او خپله مسلکي لاره یې د ټېکساس ایالت په یوه کلب کې پیل کړه. هغه ډېر ژر پرمختګ وکړ او وتوانېده، چې ځان د یوه پیاوړي لوبغاړي په توګه وپېژني.

عثمان ملک‌زاده ته نږدې کسان هغه د یوه هڅانده لوبغاړي په توګه یادوي او باور لري، چې هغه به په نږدې راتلونکې کې د تنکیو ځوانانو او ځوانانو لپاره په ځانګړي ډول په امریکا کې د افغان کډوالو ترمنځ یو الهام‌بښونکې بېلګه شي.

د سلو چاپ اندازانو په ګډون بدخشان کې د بزکشۍ څلور ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۴۷ GMT+۱
د سلو چاپ اندازانو په ګډون بدخشان کې د بزکشۍ څلور ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې
100%

د بدخشان د بزکشۍ فدراسیون د اعلان له مخې، د دې ولایت د خاش په ولسوالۍ کې د څلور ورځنیو بزکشۍ سیالۍ، چې پکې سل چاپ‌اندازانو برخه اخیستې وه، پای ته ورسېدې. په دې سیالیو کې د ارګو، بهارک، جرم او خاش ولسوالیو چاپ‌اندازانو ګډون کړی وو.

د فدراسیون په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه په زړه پورې او له هیجانه ډکې سیالۍ په پای کې د فرهاد مختار په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. د سیالیو په وروستیو «اوغلاقونو» کې، پهلوان نجیب مختار او پهلوان فرهاد مختار وتوانېدل، چې اوغلاق د حلال دایرې ته ورسوي او د سیالیو جایزې خپلې کړي.

نجیب‌الله مختار، چې د هېواد له پېژندل شوو او نومیالیو چاپ‌اندازانو څخه شمېرل کېږي، د «قزیل» په نوم د هغه آس پر مټ، چې د معراج‌بای راغي اړوند و، لومړی مقام خپل کړ او د شلو زرو افغانیو نغدي جایزه یې وګټله.

د راپور له مخې، پهلوان فرهاد مختار، چې له نجیب‌الله مختار وروسته د عبدالعزیز‌بای ارګو اړوند د «سمند» آس په سپرلۍ کې ښه ځلېدلی و، د دغو سیالیو ځانګړې جایزه، چې یو تېزرفتاره موټر و، ترلاسه کړه.

حامد کرزي د پاکستان په رزمي سیالیو کې فرشتې خاني ته د اتلولۍ ګټلو مبارکي ویلې

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۲۲ GMT+۱
حامد کرزي د پاکستان په رزمي سیالیو کې فرشتې خاني ته د اتلولۍ ګټلو مبارکي ویلې
100%

پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان په رزمي سیالیو کې فرشتې خاني ته د اتلولۍ د ګټلو له امله هغې ته مبارکي ویلې ده. فرشتې خاني د پاکستان په سند کې په خپل وزن کې د ټولو لوبغاړو په ماتولو سره د سرو زرو مډال وګاټه او ورسره یې اتلولي هم په خپل نوم کړه.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «فرشته خاني ته په پاکستان کې د رزمي لوبو په سیالیو کې د سرو زرو د مډال د ګټلو له امله مبارکي وایم».

هغه همداراز ویلي: «دې ته او د هېوادټولو لوبغاړو ته د سپورټ په هره څانګه کې د لاډیرو ځلېدو او کامیابیو هیله لرم».

افغان سوک وهونکې فرشته خاني د پاکستان د سند په حیدر‌اباد کې په ۵۰ کیلوګرامه وزن کې خپلو درېیو سیالانو ته ماتې ورکړه او ورسره یې د سرو زرو مډال له ګټلو سربېره د اتلولۍ لقب هم خپل کړ.

د یادونې وړ ده، چې په دې نږدې یو اونیزو سیالیو کې د پاکستان د بېلابېلو ښارونو څه باندې شلو لوبغاړو ګډون درلود.

د افغانستان ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډله د ازبکستان پر وړاندې ماته شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۱۵ GMT+۱
د افغانستان ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډله د ازبکستان پر وړاندې ماته شوه
100%

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا د ملتونو جام (کافا) سیالیو په لړ کې خپله درېیمه لوبه د درې پر صفر د ازبکستان پر وړاندې وبایلله.

دغه لوبه د پنجشنبې په ورځ، د وري ۲۰مه، په ازبکستان کې ترسره شوې وه، چې پکې د کوربه لوبډلې لوبغاړو دوه ګولونه په لومړۍ نیمایي او یو ګول په دویمه نیمایي کې د افغانستان پر لوبډلې ترسره کړل.

د افغانستان ۱۷کلنې لوبډلې تر دې وړاندې هم خپلې دوه نورې لوبې ترسره کړې وې؛ چې یوه یې دوه پر یو د قرغیزستان پر وړاندې بایللې او بله یې د ترکمنستان سره په بې‌ګوله مساوي پای ته رسولې وه.

ټاکل شوې ده چې افغان ځوانان به د شنبې په ورځ د سیالیو په دوام کې له تاجکستان سره مخ شي.

د کافا د ۱۷کلنو سیالۍ د ازبکستان په کوربه‌توب د افغانستان، ازبکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او قرغیزستان د لوبډلو په ګډون ترسره کېږي.

افغان سوک وهونکې فرشته خاني د سرو زرو یو بل مډال وګاټه

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۱۶ GMT+۱
افغان سوک وهونکې فرشته خاني د سرو زرو یو بل مډال وګاټه
100%

افغان سوک وهونکې فرشته خاني یو ځل بیا وځلېده او د سرو زرو مډال یې وګاټه. هغې د پاکستان د سوک وهنې په ملي لوبو کې اتلولي خپله کړه. په دغه سیالۍ کې د سند، پنجاب او اسلام‌اباد په ګډون د پاکستان د بېلابېلو ښارونو ورزشکارانو په‌کې برخه اخیستې وه.

خاني په دغه سیالۍ کې چې د پاکستان د سند ایالت په حیدراباد ښار کې ترسره شوه، د ۵۰ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې خپلو ټولو سیالانو ته ماتې ورکړه او د سرو زرو مډال یې وګاټه. سره له دې چې د هغې ځینو سیالانو (تر ۵۵ کیلوګرامه پورې) په لوړو وزنونو کې سیالي کوله، فرشته خاني وکولای شول چې د غوره فعالیت سره خپله غوره والی ثابت کړي.

د هغې په وینا؛ دغه سیالۍ نږدې یوه اونۍ دوام وکړ او د پاکستان له ۲۰ څخه د زیاتو ښارونو او سیمو لوبغاړو په‌کې برخه اخیستې وه.

100%