په هرات کې یوشمېر زرګرانو په دغه ولایت کې د شیعه وګړو د وژنې په اعتراض کې کاري اعتصاب کړی

سرچینو د شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په هرات ښار کې یوشمېر زرګرانو او سوداګرو د شیعه وګړو د وژنې په اعتراض کې کاري اعتصاب کړی. د جمعې په ورځ د هرات په انجیل ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسلهوالو پر ملکي وګړو ډزې وکړې. طالبانو په دغه پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۱ ښودلی.
