اسوشېټېډ پرېس: د امریکا او ایران د مذاکراتو له امله د اسلاماباد سړکونه خالي شوي

اسوشېټېډ پرېس راپور ورکړی، چې د ایران او امریکا د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د خبرو اترو له پیل مخکې د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د امنیتي تدابیرو له امله سړکونه د نورو ورځو پرتله خالي شوي او ټولې لارې تړل شوې دي.
پاکستاني چارواکو د اسلاماباد له اوسېدونکو غوښتي، چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او د سختو امنیتي تدابیرو له امله دغه ښار پوځي بڼه غوره کړې ده. تر دې وړاندې ډان ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې په پاکستان کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو له پیل وړاندې د امنیت د ټینګښت لپاره په اسلاماباد کې تر ۱۰زره ډېر ځواکونه ځای پرځای شوي دي.
د ډاڼ ورځپاڼې په راپور کې راغلي، چې د پاکستان په پلازمېنه کې د امنیتي تدابیرو تر ټولو لوړه کچه یا «رېډ الرټ» اعلان شوی دی. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې؛ ځانګړي امنیتي ترتیبات د پوځ تر څار لاندې، د رېنجرز ځواکونو، د اسلاماباد او پنجاب پولیسو په همکارۍ عملي کېږي.
د یادولو ده، چې د امریکا مرستیال ولسمشر جېډي وېنس له ایراني چارواکو سره د لیدنې او خبرو اترو لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته رسېدلی دی. وېنس ویلي، چې دغه مذاکرات د ولسمشر ټرمپ د روښانه لارښوونو پر بنسټ ترسره کېږي.
