• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نورستان قومي مشران: په برګمټال او کامدېش ولسوالیو کې خلک له قحطۍ سره مخ دي

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۰۱ GMT+۱

د نورستان ځینو قومي مشرانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کامدېش او برګمټال ولسوالیو د لارو بندیدو له امله خلک د خوراکي توکو په برخه کې له قحطۍ سره مخ دي. دوی د طالبانو مسوولان په ناغېړۍ تورنوي او وايي، که د هوا له لارې خوراکي توکي ونه رسول شي، انساني ناروین به رامنځته شي.

د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو قومي مشرانو نن یکشنبه، د وري پر ۲۳مه وویل چې ددغو ولسوالیو لارې له شاوخوا دوه میاشتو راهسې د خلکو پر مخ تړل شوې دي خو لا تر اوسه طالبانو ددې لارې د پرانېستلو لپاره کومه هڅه نه ده کړې او د بدیلو لارو د جوړېدو ژمنې کوي.

دوی زیاتوی، چې د لارو د تړل کېدو له امله د اوړو په ګډون ټول خوراک توکي خلاص شوي دي او په کلینیکونو کې درمل نه پیدا کېږي.

یو قومي مشر وویل:« د خوراکي توکو د خلاصېد ترڅنګ په کلینیکونو کې درمل نشه او که وضعیت همداسې ادامه پیدا کړي، نو یو انساني مرګونی ناروین په لاره دی.»

د قومي مشرانو په وینا، څو ورځې وړاندې څو تنو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د طالبانو له لوري د بدیلو لارو جوړېدو د ژمنو په غبرګون کې د نورستان قومي مشران وايي، چې د بدیلو لارو په اوږدو کې واورې دي او ددې لارې جوړېدل میاشتې وخت نیسي.

دوی وړاندیز وکړ، چې د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ له لارې د نورستان برګمټال او کامدېش ولسوالیو ته د غځېدلې لارې د بېرته پرانېستلو لپاره د طالبانو درې امنیتي پوستو ته اړتیا ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړوند د پولیسو راډیو تېره ورځ د وري پر ۲۲مه ویلي، چې د نورستان والي زين العابدين عابد سپارښتنه کړې، چې د سړک د رغونې چارې ژر پيل شي، څو د کامدېش او برګمټال د ولسونو ستونزې زر اوارې شي.

د نورستان د کامدېش او برګمټال ولسوالیو قومي مشرانو د وري پر ۲۱مه افغانستان ته انټرنشنل ته وویل، چې د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ له بري کوټ کلي څخه د نورستان کامدېش او پرګمټال ولسوالیو ته غځېدلې لاره له دوو میاشتو راهسې د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله تړل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې «اوچا» هم تایید کړې چې د سیمې اوسېدونکي خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري او لاره د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د ډزو له امله د ملکي وګړو او مرستندویه بنسټونو پر مخ تړلې ده.

ترویج لرونکی

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي
۱

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۳

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

امریکا د خزانې وزارت د بندیزونو له تور نوملړه ۷۶ نومونه لرې کوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي قزاقستان غواړي له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارده ډالرو ته ورسوي

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۰۰ GMT+۱

په کابل کې د قزاقستان سفیر د طالبانو د ریاست الوزرا د دفتر له رییس سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه له ۵۰۰ میلیونه ډالرو څخه ۳ میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

د طالبانو تر کنترول لاندې ارګ د یکشنبې په ورځ، د وري ۲۳مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کابل کې د قزاقستان سفیر ګازیز اکباسوف د دې ډلې د ریاست الوزرا د دفتر له رییس عبدالواسع سره کتلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د قزاقستان سفیر د افغانستان د کانونو په برخه کې د خپل هېواد پانګونې ته چمتووالی ښودلی او همدارنګه دغه هېواد غواړي چې د تورغونډۍ ـ هرات ـ کندهار ـ سپین بولدک رېل پټلۍ په برخه کې هم ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.

د تورغونډۍ - هرات-کندهار- سپین بولدک په رېل پټلۍ کې قزاقستان له دې وړاندې هم د پانګونې اعلان کړی و.

د طالبانو د ارګ په وینا، د قزاقستان سفیر ویلي، چې د اقتصادي شریک په توګه یې افغانستان ته د تېلو او د درملو صادرولو اجازه ورکړې او دغه اقدام به د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسنۍ سوداګري لا پراخه کړي.

د طالبانو امربالمعروف له محتسبانو غوښتي چې د کوکنارو اړولو لپاره دې کورونو ته نه ننوځي

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د کندهار امربالمعروف ریاست یو مکتوب افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، چې له محتسبانو پکې د ملاهبت الله د یو فرمان پر بنسټ د کندهار په غورک ولسوالۍ کې د کوکنارو اړولو په موخه کورونو او باغچو ته د نه ننوتلو، غوښتنه شوې.

د طالبانو د کندهار د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست په یوه رسمي مکتوب کې، چې د وري میاشتې پر۱۶مه صادر شوی، خپلو محتسبانو او دیني عالمانو ته لارښوونه کړې چې د نشه‌يي توکو د کښت د مخنیوي لپاره خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

په مکتوب کې ویل شوي چې دا لارښوونې د طالبانو د مشر د فرمان پر بنسټ دي او ټینګار شوی چې د محتسبانو مسوولیت یوازې تبلیغ او پوهاوی دی.

یاد ریاست ویلي چې محتسبان او اړوند کسان د خلکو کورونو او باغچو ته د تلاشي په موخه نه شي ورتلای.

د مکتوب له مخې، د طالبانو د امربالمعروف قانون د لسمې مادې د څلورم بند پر بنسټ، هېڅوک نه شي کولی چې د خلکو شخصي حریم ته ننوځي او نه هم دا حق لري چې یوازې یا د نورو ادارو په همغږۍ د چا کور یا باغچه وپلټي.

طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو کښت منع اعلان کړی، خو راپورونه ښيي چې په ځینو جنوبي او شمالي ولایتونو کې لا هم یو شمېر خلک په خپلو کورونو او باغچو کې کوکنار کري.

د راپورونو له مخې، په ځینو مواردو کې د طالبانو محتسبان او مسوولان د کوکنارو د له منځه وړلو پر مهال د خلکو له مقاومت سره مخ شوي، چې یونیم ځل مرګ‌ژوبله شوې ده.

که څه هم طالبان د کوکنارو لپاره د بدیل کښت خبره کوي، خو بزګران وایي چې تر اوسه ورته عملي او وړ بدیل نه دی برابر شوی.

طالبانو له ازبکستان نه افغان سوداګرو ته د ترانزیټي اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کړې

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۴۹ GMT+۱

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر له ازبکستاني چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، افغانستان چمتو دی چې له ازبکستان سره په ګډه کرنیز محصولات تولید او پروسس کړي او د سیمې بازارونو ته یې صادر کړي. نوموړي افغان سوداګرو ته د ټرانزیټي اسانتیاوو برابرولو غوښتنه هم کړې ده.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې عطاالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له سفیر اوبیک عثمانوف او د دغه هېواد له یو شمېر سوداګرو سره د لیدنې پرمهال له افغانستان څخه د غوښې صادراتو، د ازبکستان له لوري د کرنیزو وسایلو برابرولو، د ترانزیټي اسانتیاوو رامنځته کولو، د چرګوړو او هګیو وارداتو، اصلاح شويو تخمونو، د حیرتان په بندر کې د قرنطین مرکز جوړولو او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د کرنې وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او له دغه هېواد څخه یې د سوداګرو لپاره د ترانزیټي اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کړې ده.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ازبکستان د اندیجان والي له افغانستان څخه ازبکستان ته د غوښې د صادراتو د پیل کېدو هرکلی کړی او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی دی.

د طالبانو او ازبکستان د چارواکو او سوداګرو ترمنځ دا لیدنه پرداسې مهال شوې، چې تېره اونۍ د افغانستان او ازبکستان د سوداګرو ترمنځ د فرغانې په ښار کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه هوکړه لیک لاسلیک شوی.

د طالبانو د پوهنې وزیر وايي چې دوی «د افغانستان اصلي وارثـان او مالکان» دي

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۴۸ GMT+۱

په داسې حال کې، چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او له شپږم پورته ښوونځیو دروازې تړل شوې، د طالبانو د پوهنې وزیر وايي، باید د هېواد دننه د علم او پوهې د کچې لوړولو ته ځانګړې پاملرنه وشي. نوموړي ویلي، چې دوی «د افغانستان اصلي وارثان او مالکان» دي.

د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب‌الله اغا زیاته کړې چې دوی «د افغانستان اصلی وارثان او مالکان دي» او د هېواد د پرمختګ لپاره د نظام ساتنه، د امیر اطاعت او د ولس خدمت اړین دي.

هغه ټینګار کړی چې د علم له لارې هېواد ځان‌بسيا کولی شي او باید کدرونه و روزل شي، چې پرمختللي وسایل او ماشینري جوړه کړای شي.

بلخوا، د طالبانو د چارو د سمون ادارې مشر نورالحق انور هم د علم او پوهې پر کیفیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې علم رڼا راولي او پوهه د ټولنې د اصلاح وسیله ده، نو باید دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وشي.

د طالبانو د ازموینو عمومي رییس عبدالباقي حقاني ویلي چې د هېواد ځوانان حق لري «افغاني او اسلامي نظریه ور انتقال شي او د بهرنیو نظریو مخنیوی وشي».

نوموړي د پخواني نظام یادونه کړې او ویلي یې دي چې په هغه وخت کې ځوانانو ته بهرني نظریات رسېدل، خو د دیني اړخ اړتیاوې نه پوره کېدې، چې دده په وینا، دغه وضعیت د ټول هېواد لپاره سر خوږی جوړ کړې و.

طالبانو له شپږم پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلې او ښځې او نجونې یې له تېرو شاوخوا پنځو کلونو راهیسې له زده کړو بې برخې کړې دي.

په کوردننه او بهر پر طالبانو نیوکې کیږي، چې په ادارو کې د خپلې ډلې افرادو ته ځای ور کوي او مسلکي کاردونه او لوستي خلک یې په کور کښېناستلو او یا بهر ته په تګ اړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو استازځي د هرات پېښې په تړاو له طالبانو نه د هر اړخیزې پلټنې غوښتنه کړې

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۳۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه پلاوي (یوناما) په هرات ولایت کې د جمعې ورځې د ډزو پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواشیني ښودلې او پر طالبانو یې غږ کړی چې په دې اړه هر اړخیزه پلټنه وکړي او ډاډمنه کړي، چې ټول وګړي له وسله وال تاوتریخوالي خوندي دي.

یوناما په خپله اعلامیه کې ویلي، چې د اپرېل پر ۱۰مه، نامعلومو وسله والو د هرات ولایت د انجیل او زنده‌جان ولسوالیو ترمنځ د ده مري په سیمه کې، د یوه شیعه زیارت مخې ته د تفریح لپاره پر راغونډو شویو خلکو ډزې وکړې.

یوناما تایید کړې چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي. په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د یوناما سرپرستې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیالې جیوټې ګانګن وویل:«موږ د دې وحشتناک جرم له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوو او ټپیانو ته د ژر روغتیا هیله لرو.»

هغې له طالبانو غوښتنه کړې، چې په دې اړه یوه هر اړخیزه څېړنه و کړي او ډاډمنه کړي، چې په ټول افغانستان کې ټولې ټولنې له وسله وال تاوتریخوالي خوندي دي.