• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په تېرو ۶ میاشتو کې ۶۶۲ کسان په دُرو وهلي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۴۷ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې مرستیال ویاند منصور احمد حمزه رسنیو ته ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې په ۲۷ ولایتونو کې ۶۶۲ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړل شوې دي. نوموړي ویلي، دغه محکمه «د الهي عدالت تامین، د ظلم مخنیوي او د اسلامي شرعي احکامو تطبیق ته ژمنه ده».

نوموړي دا نه‌دي ویلي، چې په یادو کسانو کې څومره ښځې شاملې دي. طالبان خلکو ته دغه سزاوې په عام محضر کې ورکوي او زیاتوي، چې دغه کار د نورو خلکو د «اصلاح» په موخه ترسره کوي.
له بل پلوه د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دوی محاکمو د روانې وري میاشتې په تېره اونۍ کې پر ۲۴کسانو د دُرو وهلو حکمونه صادر کړي او دغه سزاوې تطبیق شوې هم دي. دغه سزاوې د کابل په ګډون په سرپل، فاریاب، خوست او غور ولایتونو کې پلي شوې دي.
د طالبانو پر دغه سزاوو د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو تر دې مخکې سختې نیوکې کړې دي. په دې وروستیو کې ملاهبت الله د جزایي اصول‌نامې په نوم خپلو محکمو ته یوه کړنلاره توشیع کړې، چې په‌کې د بشري حقونو د نقض، د ټولنیز عدالت نا انډولي او همدا راز د طبقاتي نظام د رامنځته کېدو نیوکې شوې دي.

ډېر لیدل شوي

ازبکستان ولې د قوش‌تیپې کانال پر سر له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې؟
۱

ازبکستان ولې د قوش‌تیپې کانال پر سر له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې؟

۲

سنټرل ایشیا ټایمز: منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د داعـ .ـش له حضوره جدي اندېښه لري

۳

پخواني نظامیان: په کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف د محتسبانو له خوا تعقیبیږو

۴

ملګري ملتونه: په افغانستان کې مېلیونونه کسان له قحطۍ یوازې یو ګام لرې دي

۵

ملګري ملتونه: د کندوز روغتون په شپږو میاشتو کې ۳۰زره ناروغانو ته وړیا خدمتونه وړاندې کړي