• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په نورستان کې درې مېرمنې د زیږون پر مهال او ۶ ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۵۸ GMT+۱

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په کمو کلي کې ۶ ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي او درې مېرمنې په برګمټال کې د زیږون پرمهال مړې شوې دي.

د نورستان په کامدېش ولسوالي کې ځايي اوسېدونکو نن دوشنبه، د وري پر ۲۴مه وویل، چې مړه شوي ۶ ماشومان د خوارځواکۍ ترڅنګ روغتیايي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله مړه شوي دي.

یو ځايي اوسیدونکي وویل چې د کامدېش له کمو کلي څخه ۸۰ سلنه خلک وتلي او یوازې اوس مهال ۲۰ سلنه اوسېدونکي پاتې دي.

د برګمټال ولسوالۍ قومي مشرانو وویل، چې ددې ولسوالۍ په مرکزي کلي کې درې مېرمنې د زیږون پرمهال مړې شوې دي.

خو له سیمې بیا ځینې ناتایید شوي راپورنه وايي، چې په تېرو دوو میاشتو کې د خوراکي توکو او درملو د نشتوالي له امله د مېرمنو او ماشومانو په شمول تر ۲۰ پورې کسانو خپل ژوندله لاسه ورکړی دی.

قومي مشران وايي، چې د نورستان په برګمټال او کامدېش ولسوالیو کې یوازې ټیلیفوني شبکې د ولسوالیو په مرکز کې کار کوي او د لرې پرتو کلیو وضعیت لا تر اوسه څرګند نه دی.

تېره ورځ د وري پر ۲۳مه د نورستان ځینو قومي مشرانو افغانستان انټرنشنل ویلي و، چې د کامدېش او برګمټال ولسوالیو د لارو بندیدو له امله خلک د خوراکي توکو په برخه کې له قحطۍ سره مخ دي. دوی د طالبانو مسوولان په ناغېړۍ تورن کړل او خبرداری یې ورکړ چې که د هوا له لارې خوراکي توکي ور ونه رسول شي، انساني ناروین به رامنځته شي.

د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو قومي مشرانو نن د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د نورستان او له ډیورنډ کرښې پورې د چترال سیمې د قومي مشرانو له ناستې وروسته د کونړ له ناړۍ ولسوالۍ څخه برګمټال او کامدېش ته غځېدلې لاره پرانېستل شوې ده.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي چې په بادغیس کې د پیغمبرۍ ادعاکوونکی کس یې محکمې ته سپارلی

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وايي، چې د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې یې د غیاث الدین په نامه هغه کس محکمې ته سپارلی، چې د پیغمبرۍ ادعا یې کړې ده. غیاث الدین په یوه ویډیو کې ویلي، چې «له خدای سره مې ملاقات شوی». طالبانو ویلي چې نوموړی له روغتیايي ارزونې وروسته محکمې ته سپارل شوی.

د طالبانو اړوندو اکاونټونو د غیاث الدین ویډیو خپره کړې، چې نوموړی پکې د پیغمبرۍ ادعا کوي.

نوموړی له څېرې بېوزله او په خبرو کې نالوستی ښکاري او د طالبانو نورو غړو ته د خپلې پیغمبرۍ په اړه دلایل وايي.

هغه د دین په اړه هم ابتدايي معلومات لري. کله چې له نوموړي د جبراییل په اړه پوښتل کیږي، وايي، چې له خلکو روحونه اخلي، خو په اسلام کې په څلورو مقربو پرښتو کې د روح د قبض مسوولیت د عزراییل دنده ګڼل کیږي.

د ټولنیزو شبکو کاروونکو لیکلي، چې یاد کس نالوستی او رواني ناروغ دی، خو طالبانو ویلي، چې نوموړی له روغتیايي اړخه ارزول شوی او محکمې ته سپارل شوی دی.

د طالبانو سفارت یوه پلاوي په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو وضعیت له نږدې کتلی

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۴۲ GMT+۱

په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت او په پېښور کې ددې ډلې د کونسلګرۍ یو ګډ پلاوي د اپرېل پر ۱۱مه او ۱۲مه د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د ستنېدونکو افغان کډوالو وضعیت له نږدې کتلی دی.

د طالبانو سفارت ویلي، چې پلاوي د لنډي کوتل حمزه بابا کمپ، په یو ځايي کالج کې جوړ موقتي تمځای، د پېښور له ناصر باغ او مسکین کمپ څخه لیدنه کړې ده.

پلاوي هلته له افغان کډوالو او کارګرو سره مخامخ خبرې کړې او د هغوی ستونزې یې اورېدلې دي.

سفارت زیاتوي چې له غو لیدنو وروسته، یاد پلاوي د پاکستان د ملي اسمبلۍ له غړي اقبال اپریدي، امنیتي چارواکو، مرستیال کمیشنر، د نادرا او ایف ای اې له استازو او د کمپونو له مسوولانو سره هم کتلي دي.

د سفارت په وینا، په دغو ناستو کې د افغان کډوالو ستونزې شریکې شوې او د هغو د ژر حل غوښتنه شوې ده.

پلاوي یو شمېر وړاندیزونه هم کړي، چې د ثبت سیستم پراخول، کمپونو ته د ګرځنده ثبت ټیمونو لېږل، د کارکوونکو شمېر زیاتول، د ښځو لپاره جلا ځایونه جوړول او په لارو کې د پولیسو له لوري د کډوالو د ځورونې مخنیوی پکې شامل دي.

سفارت همداراز ویلي، چې د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر سهیل اپریدي سره په ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستي تاوتریخوالي له امله په افغانستان کې د خیبر ولسوالۍ د ټرانسپورټرانو، استادانو، زده‌کوونکو او نورو کارګرو ستونزې شریکې شوې دي.

اپریدي یادونه کړې چې په افغانستان کې بند پاتې ګڼ شمېر پاکستانی پاسپورټ لرونکي کسان خپل هېواد ته د ستنېدو پر مهال له ستونزو سره مخ دي.

سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر په لارښوونه په حمزه بابا کمپ کې د ثبت کاونټرونه له ۲۲ څخه ۴۰ ته لوړ شوي دي. سربېره پر دې، په یاد کمپ کې د ښځو لپاره جلا ځایونه جوړ شوي، د ثبت بهیر کاري وخت غځېدلی او په ناصر باغ کمپ کې د ثبت پروسه بیا پیل شوې ده.

وروستي پرمختګونه دا هم ښيي چې د اپرېل په ۱۳مه د نوښار په اضاخیلو سیمه کې دکډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو( یو این ایچ سي ار) دفتر د ارزونې مرکز بېرته فعال شوی او د پاکستان د احصایې یا نادرا ګرځنده ټیمونه هریپور، صوابۍ او کوهاټ سیمو ته استول شوي دي.

د طالبانو سفارت ټینګار کړی چې په پاکستان کې به د افغان کډوالو د وضعیت څارنه او د هغوی د ستونزو د حل لپاره هڅې تر هغه دوام ومومي، چې ټول کډوال په عزت او خوندي ډول خپل هېواد ته ستانه شي.

په خیبر ولسوالۍ کې د ستنېدو لپاره منتظر افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ځینې کسان ددغو ستونزو په پایله کې ناروغان شوي او یو شمېر نورو خپل ژوند له لاسه ور کړی دی.

افغان او ازبکستاني سوداګرو د ۵۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۳۸ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۳۱ GMT+۱

په کابل کې د افغان او ازبکستاني سوداګرو ترمنځ د ۵۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۸ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي. یادې هوکړې د اوسپنې ویلې کولو فابریکو د جوړولو، د پنبې پروسس، د سمنټو تولید، د هګیو تولید، ازبکستان ته د افغانستان د سکرو صادراتو او د موټرو د پرزو په برخو کې شوې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه د اړیکو او سوداګریزو ناستو جوړول د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې د زیاتوالي لپاره مهم رول لري.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان له خصوصي سکتور سره د هوکړه لیکونو د لاسلیکولو په غونډه کې وویل، چې افغانستان پراخ کرنیز محصولات او غني معدني سرچینې لري او ازبکستان له پرمختللي صنعت څخه برخمن دی، نو دواړه هېوادونه کولای شي اغیزناکې اقتصادي اړیکې ولري.

هغه د انرژۍ، کانونو، کرنې، سمنټو، نساجۍ او چرګانو د روزنې په برخو کې د ګډو پانګونو فرصتونو ته اشاره وکړه او ډاډ یې ورکړ چې طالبان په ځانګړي ډول د صنعت او سوداګرۍ وزارت، به د داسې ناستو او د افغانستان د خصوصي سکتور له فعالیتونو هر اړخیز ملاتړ کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د افغانستان د خصوصي سکتور او ازبکستاني پانګوالو ترمنځ د ۵۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۸ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

یادې هوکړې د اوسپنې د ویلې کولو فابریکې جوړولو، د پنبې د پروسس، په افغانستان کې د سمنټو تولید، د چرګانو د نسل د هګیو تولید، ازبکستان ته د افغانستان د سکرو صادراتو او د موټرو د پرزو په برخو کې شوې دي.

یادې خونې دا هوکړې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا په برخه کې یو مهم ګام بللی او وايي، دغه هوکړه لیکونه د صنعت، انرژۍ، کرنې، تولید او سوداګرۍ په سکتورونو کې د ګډ کار او پانګونې لپاره زمینه برابروي.

د ازبکستان د اندیجان ولایت والي شهرت بیک عبدالرحمانوف وویل چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي او تمه ده چې له دغه سفر وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري نوره هم زیاته شي.

هغه زیاته کړه چې د دوی د سفر هدف یوازې افغانستان ته د ازبکستان د صادراتو زیاتول نه دي، بلکې دوی چمتو دي د افغانستان د پنبې د پروسس فابریکې جوړولو، د فرنیچر او موبل تولید، د چرمي بوټانو جوړولو، د درملو او طبي وسایلو تولید، ودانیزو توکو او برېښنايي تجهیزاتو په برخه کې ګډې پانګونې وکړي.

د طالبانو د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند د ازبکستان پانګه‌والو ته بلنه ورکړه چې په ننګرهار ولایت کې پانګونه وکړي.

په دې غونډه کې د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو استازو هم د خصوصي سکتور ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

طالبانو له ازبکستان سره د چرګانو د تولید برخه کې د ۲ مېلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت مسوولینو د ازبکستان هېواد له چارواکو سره د لیدنې په څنډه کې له یاد هېواد سره د «همکار پرنده» شرکت او د افغانستان د «یشلر سمرقند» شرکت ترمنځ د دوه مېلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړی دی.

د دغه تړون له مخې؛ دواړه شرکتونه به د یو ورځنیو چرګوړو او نطفه‌لرونکو هګیو د تبادلې په برخه کې همکاري کوي. خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغه هوکړې موخه د چرګانو د تولید د ځنځیر پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا ده.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغانستان د چرګانو د غوښې په تولید کې تر ډېره بریده ځان‌بسیاینې ته نږدې شوی؛ خو لاهم د یو ورځنیو چرګوړو او نطفه‌لرونکو هګیو په برخه کې وارداتو ته اړتیا لري. د دوی په وینا؛ دغه ډول تړونونه کولای شي یاده اړتیا کمه کړي.

همدارنګه ویل شوي، چې د بېلابېلو نسلونو د غوښینو او هګۍ‌ ورکوونکو چرګانو لپاره د نطفه‌لرونکو هګیو تولید د چرګانو د صنعت په پراختیا کې مهم رول لري.

وروستیو ورښتونو د غزني ښار تاریخي سیمې زیانمنې کړې دي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۰۹ GMT+۱

په غزني کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حمیدالله نثار وایي، چې وروستیو ورښتونو او طبیعي پېښو د دغه ولایت تاریخي سیمو او ابداتو ته زیانونه اړولي دي. د هغه په وینا؛ د دغه زیانونو اصلي لاملونه سخت بارانونه او په ۲۰۱۳کال کې د تاریخي ودانیو نامعیاري بیارغونه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په غزني ښار کې د بالاحصار کلا د ورښتونو له امله ډېره زیانمنه شوې او د هغې بڼه هم بدله شوې ده. د معلوماتو له مخې؛ د دغه کلا لوېدیځ لوري ته شاوخوا ۳۰ متره احاطوي دېوال نړېدلی دی.

حمیدالله نثار ویلي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې په غزني ښار کې تر شلو ډېرې تاریخي سیمې او ابدات رغول شوي؛ خو لا هم اته نور تاریخي ځایونه بیارغونې ته اړتیا لري.

بلخوا د غزني اوسېدونکي له طالبانو غوښتي، چې په دغه ولایت کې دې د تاریخي ابداتو د ساتنې او بیارغونې لپاره جدي او عملي ګامونه پورته کړي. تر دې وړاندي طالب چارواکو ويلي و، چې په افغانستان کې وروستيو بارانونو او سېلابونو د ځاني زيان ترڅنګ سړکونه، ښوونځي، روغتيايي مرکزونه، مدرسې، کورونه او کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده.