• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ناکام مذاکرات؛ د ایران او امریکا د اوربند د ماتېدو خطر؟

محبوب‌ شاه محبوب
محبوب‌ شاه محبوب

د افغانستان انټرنشنل - پښتو مشر ایډیټر

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۰۹ GMT+۱

د امریکا او ایران تر منځ د اسلام اباد له ناکامو مذاکراتو څخه وروسته د اوربند د ماتېدو ګواښ زیات شوی دی. همدا څو شېبې وړاندې د امریکا پوځونو د هرمز تنګي محاصره پیل کړه، چې له امله یې په نړۍوال بازار کې د انرژۍ بیې مخ په لوړېدو دي.

په اسلام اباد کې د امریکا او ایران د لوړرتبه مشرانو یو بل ته مخ په مخ کېناستل د شخړې د حل لپاره د سیاسي جرئت یو بې مثاله ګام بلل کېده خو د امریکا او ایران د مذاکراتو د ناکامۍ اصلي لامل ژوره او تاریخي بې باوري ده او هم کټ مټ دغه خبره، د اسلام اباد د مذاکراتو د مېز تر شا ناست د ایران د مرکچي پلاوي مشر محمد باقر قالیباف وکړه. همداراز امریکا باور نه لري چې ایران به په مکمله توګه خپل اټومي پروګرام ودروي.

په همدې تناظر کې ښکاره ده چې دا یوازې یو عادي ډیپلوماټیک اختلاف نه دی، بلکې د باور، قدرت او ستراتیژیک نفوذ یوه ژوره شخړه ده.

د امریکا د پوځ د وینا له مخې، همدا نن د دوشنبې په ورځ د واشنګټن پر وخت سهار لس بجې د هرمز تنګي د محاصرې پلان عملي کیږي. پوښتنه دا ده: ایا امریکا هم دا د هرمز تنګي کنټرول غوښت که نه د جګړې له شروع کولو مخکې یې اهداف بدل وو؟ ایران څه غوښتل؟او ولې دا خبرې بیا هم ناکامې شوې؟

اوس راځئ چې په روان کړکېچ د پوهېدو په موخه دې موضوع ته ژوره کتنه وکړو.

د واشنګټن دریځ تر ډېره امنیتي، د بندیزونو پر محور او ستراتیژیک و.

لومړی، امریکا غوښتل ایران په عملي، تخنیکي او د نړیوالو څارونکو له‌خوا د تایید وړ ثابته کړي چې اټومي وسله نه جوړوي.

دویم، د یورانیمو غني کول دې تر هغه کچې راټیټ شي چې د وسلو جوړولو احتمال صفر ته نږدې کړي.

درېیم، د ایران اټومي تاسیسات دې د نړیوالو ادارو، په ځانګړي ډول دInternational Atomic Energy Agency تر دوامدار او سخت نظارت لاندې وي.

خو تر دې هاخوا،د امریکا لپاره یوه بله مهمه اندېښنه د سیمې امنیت دی، په ځانګړي ډول د خلیج حساسه سیمه او د نړۍ د شل سلنه انتقالېدونکې انرژۍ لار هرموز تنګی.

په لنډه توګه،د امریکا لپاره دا یوازې اټومي موضوع نه ده، بلکې د سیمې د ځواک توازن او نړیوال انرژي امنیت هم دی.

تهران بیا دا موضوع د بقا او حاکمیت له زاویې ګوري.

لومړۍ غوښتنه یې روښانه ده:اقتصادي بندیزونه دې په بشپړ او عملي ډول لرې شي، په ځانګړي ډول د نفتو صادرات او بانکي سیستم.

دوهم، ایران ټینګار کوي چې د Nuclear Non-Proliferation Treaty له مخې، د ملکي اټومي پروګرام او د یورانیم غني کولو قانوني حق لري.

درېیم، تهران د باور تضمین غواړي، یعنې داسې میکانیزم چې امریکا بیا د ۲۰۱۸ کال د امریکا له اټومي تړونه د وتلوپه څېر له هوکړې یو اړخیزه ونه وځي.

ایران دا هم استدلال کوي، تر هغه چې اقتصادي فشارونه دوام لري،هیڅ اړخیز امتیاز به ورنه کړي.

د دوی پیغام ساده دی:“لومړی بندیزونه لرې کړئ، بیا خبرې وکړئ.”

خو مساله یوازې دومره ساده نه ده.

د سیمې جیوپولیټیک فشارونه، لکه د اسراییل اندېښنې او له ایران سره د مذاکراتو مخالفت، د خلیج رقابتونه او د امریکا داخلي سیاست، دا ټول عوامل د توافق فضا محدودوي.

سربېره پر دې،د هرمز تنګي وضعیت او د انرژۍ نړیوال بازاردې شخړې ته یو نړیوال بعد ورکوي.

پایله دا شوه، چې دواړه لوري پر خپلو اعظمي غوښتنو ودرېدلاو منځنۍ لار له منځه لاړه.

یو غالب باور دا دی چې د دې بن‌بست یوازینۍ عملي حل لاره “مرحله‌ییز توافق” دی.

یعنې:ایران دې په لومړي ګام کې د غني کولو کچه راټیټه کړي او شفافیت زیات کړياو امریکا دې په بدل کې، محدود خو عملي بندیزونه لرې کړي.

ورپسې،د څو اړخیزو تضمینونو رامنځته کول چې پکې اروپایي هېوادونه او نړیوال بنسټونه شامل وي کولای شي د باور تشه ډکه کړي.

د فشار پر ځای،تدریجي امتیازات او متقابل ګامونه کولای شي دا کړکېچ را نرم کړي.

خو که د تقابل پر ځای تفاهم ته لار هواره شي،یو محدود خو عملي توافق لا هم ممکن دی.

مګر اصلي پوښتنه دا ده:
ایا دواړه لوري به د سیاسي جرأت دا ګام پورته کړي؟

ډېر لیدل شوي

اوفا: د پخوانیو امنیتي ځواکونو ستونزمن وضعیت هغوی د وسله‌والو ډلو د جذب له ګواښ سره مخ کړي
۱

اوفا: د پخوانیو امنیتي ځواکونو ستونزمن وضعیت هغوی د وسله‌والو ډلو د جذب له ګواښ سره مخ کړي

۲
ځانګړی

د ترکیې په پوله د وژل شوي افغان ځوان هویت تایید شو

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د پاکستان او طالبانو ستراتیژیکه ملګرتیا او پوځي تقابل

۴
ځانګړی

د ټېک‌ټاک له لارې د وړیا ډوډۍ وېش؛ د افغانانو د بې‌وزلۍ یو بل انځور

۵

شان وانډيور: د افغانانو په اړه د میرندا ډیواین مقاله له ناسمو معلوماتو ډکه ده

•
•
•

نور خبرونه

«په کابل کې ساه اخیستل سخت شوي»؛ نوی نسل څنګه کولی شي یو ټولشموله بدیل شي؟

۱۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۳۰ GMT+۰
100%

په افغانستان کې د ازادې نړۍ لپاره یو لوی طبیعي متحد شته، چې که یووالی او همغږي رامنځته شي، دا وړتیا لري چې د هېواد سیاسي بهیر د توازن، ګډ ژوند او ثبات پر لور بوځي.

د افغانستان ځوان نسل چې د نړیوالې ټولنې د شل کلن حضور او د اړیکو له برکته یې له بهر نړۍ سره بلدتیا پیدا کړې او له نوې ټیکنالوژۍ سره اشنا شوي، ځان ته یې یو متفاوت لیدلوری جوړ کړی دی. خو د سیاسي پرېکړو په مهمو مسایلو کې یې رول دومره څرګند نه دی.
دا ځوانان چې د طالبانو په اداره کې دننه، د افغانستان د مدني ټولنې بنسټونو او یا هم د سیمې او لویدیځو هیوادونو د کډوالۍ په نړۍ کې ژوند کوي له شته وضعیت څخه ستړي شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو ځوان چارواکی، چې د یوې مهم ریاست مشري ور تر غاړې ده، افغانستان انټرنشنل ته وایي: «کله چې له کندهاره فرمان صادر شي، زه لومړیتوب ورکوم چې خپل پلرني ټاټوبي کندوز ته لاړ شم، هلته د وزارت پر ځای د اوبو غاړې ته کښېنم او کتاب ولولم».
د موضوع د حساسیت له امله افغانستان انټرنشنل د دې چارواکي نوم او مقام نه افشا کوي، خو هغه وایي چې د طالبانو د زړو او محافظه‌کارو مشرانو د ناسم چلند له امله «په کابل کې ساه اخیستل سخت شوي دي».

دا چارواکی د طالبانو د پاڅون پر مهال د دې ډلې د کلتور او تبلیغاتو په برخه کې فعال و، خو اوس منځلاریتوب ته مایل شوی، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر باور پرې لري او د طالبانو په ډېری داخلي او بهرنیو ناستو کې ګډون کوي.

په زرګونه کسان چې د رسنیو، معلوماتو او ټولنیزو شبکو له برکته واک ته رسېدلي، اوس ځانونه منزوي احساسوي او د هیواد له سیاسي بهیر څخه خوښ نه دي.
هغو ځوانونو ته چې د طالبانو له لیکو څخه بهر دي ساه اخیستل ورته خورا ستونزمن شوي دي. دوی ځانونه په لکه په تش میدان کې یوازې شوي ګڼي.

په بهر کې مېشت افغان ځوانان ظاهراً د کډوالۍ له ورځني ژوند سره لاس او ګرېوان دي، خو زړونه یې لا هم د وطن لپاره درزېږي او د یو فرصت په هیله دي، چې بېرته ستانه شي او په ټولنه کې بدلون راولي.

افغانستان د نړۍ له هغو هیوادونو څخه دی، چې تر ټولو زیات ځوان نفوس لري. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د افغانستان له ۴۰ میلیونه نفوس څخه ۶۳ سلنه یې تر ۲۵ کلنۍ لاندې عمر لري چې ډېری یې د یوه غیر افراطي، پرمختللي او ښه ژوند هیله لري.دا ځوانان په کلیو او ښارونو کې ژوند کوي او له مجبوریته د بې‌برخلیکۍ، کډوالۍ او سیاسي ډلو سره د یوځای کېدو لوري ته هڅول شوي دي.

نجیب پیکان چې د امریکا د IVLP پروګرام برخه‌وال و وایي: «دا ځوانان په زور د افراطیت، تعصب او فقر قرباني شوي او د ژغورنې په هیله یو فرصت ته انتظار باسي. افغان ځوانان له ایران نه مایوسه دي. روسیه په خپلو ستونزو کې غرقه ده. چین پر هغو ځوانانو باور نه لري چې د لویدیځ د حضور پر مهال لوی شوي دي. پاکستان خپلې اندېښنې لري. نو یوازې آزادې نړۍ ته چې مشري یې امریکا کوي، د ژغورونکي په سترګه ګوري. امریکا ته اړتیا نشته چې بیا افغانستان ته راشي، خو له دې نسل سره په ګډه کار کولی شي چې د ټولنې دننه بدلون راولي».

فریما نوابيد ښځو د حقونو فعاله چې په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې یې په امریکا کې زده‌کړې کړي وایي: «د امریکا د نوي نسل سیاستوال له افغانستان سره مستقیمه آشنایي لري او دا ظرفیت درک کولی شي. د ټرمپ په کابینه کې شپږ وزیران د افغانستان له وضعیت سره اشنا دي. امریکايي‌تحصیل‌کړي افغانان هم کولی شي د بدلون رول ولوبوي. خو اړتیا دا ده، چې یو منظم انسجام رامنځته شي او داسې یو ګډ هدف تعریف شي، چې هم افغانستان ته ګټه وکړي او هم نړیوالې ټولنې ته. دوی باید خپلې ګټې د امریکا له اوږدمهاله ګټو سره وتړي. یوه داسې شبکه جوړه کړي، چې دننه افغانستان او له لویدیځ سره همغږي رامنځته کړي. دا یو ارزښتناک فرصت دی».

د روښانه راتلونکي لپاره اړینه ده چې ځوانان د پرېکړو مرکزونو ته لاره ومومي. په اسلامي ټولنو ټولنو کې داسې ډېر بېلګې شته چې یوه هوښیار مش ټولنه راویښه کړې ده.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی‌.

په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.

100%

د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زده‌کړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».

خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.

که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.

نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»

د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.

دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.