• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په ننګرهار او بادغیس کې د اخلاقي فساد په تور ۲ کسان په دُرو وهلي

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۳۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۰۴ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د دوی لومړنۍ محکمې یو کس ته د تښتونې او زنا په تور یو نیم کال د بند سزا اورولې او په دُرو هم وهل شوی دی. همدا راز بادغیس ولایت کې هم د طالبانو یوې محکمې د اخلاقي فساد په تور یو کس ته ورته سزا ورکړې ده.

طالبانو ویلي چې دواړو کسانو ته په یادو ولایتونو کې د دوی د بېلابېلو ادارې د مسوولینو په حضور کې په دُرو د وهلو سزاوې ورکړل شوي او زندان ته اچول شوي دي. پر کابل واکمنو طالبانو تر دې مخکې هم ورته سزاوې په بېلابېلو ولایتونو کې پلي کړې دي.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله له لوري په دې وروستیو کې د جزایي اصول‌نامې په نوم د خپلې ډلې د محاکمو لپاره یوه کړنلاره هم توشیع کړې ده. د طالبانو په محاکمو کې دغه پلي کېدونکي تګلاره د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو او حقوق پوهانو له لوري له سختو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

نیوکې دا دي چې په دغه جزایي کړنلاره کې طالبان او ملایان د ټولنې له نورو وګړو غوره ګڼل شوي او ځانګړي جزایي معافیتونه ورکړل شوي دي چې برعکس عامو وګړو ته په‌کې بیا درنې سزاوې ټاکل شوې دي.

ډېر لیدل شوي

ازبکستان ولې د قوش‌تیپې کانال پر سر له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې؟
۱

ازبکستان ولې د قوش‌تیپې کانال پر سر له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې؟

۲

سنټرل ایشیا ټایمز: منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د داعـ .ـش له حضوره جدي اندېښه لري

۳

پخواني نظامیان: په کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف د محتسبانو له خوا تعقیبیږو

۴

ملګري ملتونه: په افغانستان کې مېلیونونه کسان له قحطۍ یوازې یو ګام لرې دي

۵

ملګري ملتونه: د کندوز روغتون په شپږو میاشتو کې ۳۰زره ناروغانو ته وړیا خدمتونه وړاندې کړي