د تېلو یوه سوداګر وویل، « د ترانسپورټ او نورو لګښتونو په حساب، چې شاوخوا ۲ افغانۍ کیږي، بیه باید تر ۵۹.۵۰ افغانیو پوري ورسېږي. که د پمپ لرونکو لپاره ۲ افغانۍ ګټه هم ورزیاته کړو، نو پرچون بیه باید شاوخوا ۶۱.۵۰ افغانۍ وي، خو په عملي ډول دا تېل په ۶۹ تر ۷۰ افغانیو پلورل کیږي، چې د هر لېټر پر سر د پام وړ اضافي ګټه اخیستل کیږي».
د تېلو کاروباریان وایي، پر هر لېټر تېلو یوازې ۰.۳۰ افغانۍ مالیه لګیږي او تر پمپ پوري د انتقال لګښت نږدې دوه افغانۍ اټکل شوی، خو بیا هم د عام بازار بیي ډیرې لوړې دي او دا بیه د تېلو د اتحادیي له خوا ټاکل کېږي.
د تېلو کاروباریان وايي، چې د ایران جګړې افغانستان ته د تېلو پر وارداتو ډېره اغېزه نه ده کړې، خو بیې د تېلو د اتحاديي او یوې طالب پلوه کړۍ لهخوا لوړې شوې دي.
د تېلو یو کاروباري، چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، وايي:«د نیمروز او فراه په ګمرکونو کې همدا اوس هم سلګونه ټانکره تېل منتظر دي چې باید بازار ته وړاندې شي، خو ډیری وخت طالبان د کیفیت په بهانه تېل ګرځوي او کارونه یې ځنډوي. د ریګ له لارې په بوشکو کې هم تېل افغانستان ته راوړل کېږي، هغه په دومره کچه تېل دي چې ان له ایران سره د سرحدي ولایتونو لپاره بسنه کوي».
بل لور ته د ترکمنستان، روسیې او اذربایجان تېل هم د کندهار بازارونو رسیږي، چې خلک یې د ټېټ کیفیت له امله ډېر نه کاروي، خو بیې یې د ایراني تېلو په شان لوړې دي.
که څه هم د تېلو لپاره د اتحادیو له لوري بیې ټاکل کېږي، خو بیا هم په کندهار کې د تېلو بیې ثابتې نه دي. د کندهار ښار په پرتله په سپین بولدک ولسوالۍ کې د تېلو بیې د پام وړ ټیټې دي.
سرچینې وايي، چې سپین بولدک ولسوالۍ کې د تېلو بیې ځکه ټیټې دي، چې ډېره برخه تېل پر غیر قانوني لارو له ګمرکي محصول پرته دې ولسوالۍ ته راوړل کېږي.
د سرچینو د معلوماتو لهمخې، ددغه ډول غیر قانوني تېلو په راوړلو کې یو شمېر طالب چارواکي هم خپله ونډه لري.
کندهاریان وايي، په سیمه کې د روان کړکېچ تر سیوري لاندې که د سون توکو د بیو نظارت او کنټرول په سمه توګه ونه شي، ښايي خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.
د روغتیايي خدمتونو نشتوالي وضعیت نور هم خراب کړی. د سیمهییزو سرچینو په وینا، ګڼ ناروغان د عاجلو درملنو د امکاناتو د نشتوالي له امله مړه شوي دي.
خلکو په وار وار د طالبانو له سیمهییزو چارواکو سره اړیکه نیولې، خو د هغوی په وینا، تل ورته ویل کېدل چې « له مرکزه مرسته را روانه ده».
د کونړ او نورستان ځینو طالب چارواکو هم په شخصي ناستو کې د همکارۍ له نشتوالي شکایت کړی .د یو سیمهییز چارواکي له قوله ویل کېږي: «په دوو میاشتو کې مرکز ان یو تلیفون هم راته نه دی کړی».
طالبانو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د خوراکي توکو لارۍ برګمټال او کامدېش ته رسېدلې او درې زره بوجۍ غنم او روغتیايي توکي یې لیږدولي دي.
د سرچینو په وینا، دا غوښتنه له یو شرط سره مل وه او هغه دا و، چې د طالبانو نوم به نه اخیستل کېږي او د وضعیت حساس جزئیات به نه افشا کېږي. همدارنګه غوښتل شوي چې پاکستانی لوری سرحدي پوستو ته د طالبانو د ځواکونو د بېرته ستنېدو اجازه ورکړي.
یوه قومي مشر وویل، چې له څو ورځو مشورو او د پاکستاني پوځ له یوه چارواکي سره تر لیدنې وروسته، یو مشروط توافق رامنځته شو. خو د نوموړي په وینا، دا توافق نامتوازن و او د یو اړخ د مجبوریت ښکارندویي یې کوله.
له توافق نه بهر پاکستاني ځواکونو په شفاهي ډول د نورستان او کونړ د ناړۍ ولسوالۍ قومي مشرانو ته ویلي، چې په خپلو سیمو کې د ټي ټي پي جنګیالیو ته ځای ور نه کړي.
له هوکړې سره سره، د سیمې اوسېدونکي وایي چې ډېری پخوانۍ سرحدي پوستې لا هم تشې دي او سیمه په عملي ډول د پاکستاني ځواکونو تر مستقیم پوښښ لاندې ده. هغوی خبرداری ورکوي چې وضعیت لا هم بېثباته دی او هر ډول ناڅاپي بدلون پکې ممکن دی.
د دې پېښو او ادعاوو په اړه د پاکستاني ځواکونو او طالبانو دواړو لوریو رسمي دریځونه لا هم نه دي روښانه شوي.
خو له دې ټولو مسایلو سره اوس لارې پرانېستل شوې ، یو شمېر سیمو ته خوراکي او نور روغتیايي توکي رسېدلي او د موټرو تګ او راتګ هم پیل شوی دی.