• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نورستان په برګمټال او کامدېش ولسوالیو کې یو شمېر پخوانۍ سرحدي پوستې لا هم تشې دي

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۱۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۲۷ GMT+۱

د نورستان د برګمټال او کامدېش یو شمېر قومي مشران او اوسېدونکي وايي، چې له پاکستان سره په سرحدي سیمو کې لاهم د طالبانو یو شمېر پخوانۍ پوستې تشې پرتې دي او ددې ډلې جنګیالي په کلیو او جوماتونو کې دیره دي. د قومي مشرانو په وینا، طالبانو د جګړې په لومړیو ورځو کې لس پوستې پرېیښې دي.

په تېرو دوو میاشتو کې د نورستان او کونړ ولایتونو په یو شمېر سرحدي ولسوالیو کې د امنیتي او بشري وضعیت ډېر اړخونه لاهم ناڅرګند پاتې دي. سیمه‌ییز اوسېدونکي او قومي مشران وایي، د پېښو ډول او پېچلتیا او د رسمي وضاحتونو نشتوالي وضعیت مبهم کړی دی.

د سیمې یو قومي سپین‌ږیري، چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، وویل چې وضعیت وروسته له هغې کړکېچن شو چې د روژې په میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي نښتې زیاتې شوې. د ده په وینا، پاکستاني ځواکونو په بې‌ساري شدت سره د نورستان د برګمټال او کامدېش، او د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ پر بریکوټ د درندو وسلو او توپونو بریدونه پیل کړل.

هغه زیاتوي چې په لومړیو ورځو کې د افغان لوري له ځینو پوستو محدود ځوابي بریدونه کېدل، خو دا مقاومت ورو ورو کمزوری شو او په پای کې نږدې په بشپړه توګه ودرېد. د ده په وینا، پاکستاني لوري په منظم ډول کلي، کورونه او عمومي لارې په نښه کولې، چې له امله یې ګڼ شمېر سیمې تخلیه شوې او د خلکو عادي ژوند ټپه ودرېد.

خو په ختیځ کې د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو وياند مولوي وحيدالله محمدي وايي، چې پر پاکستاني پوستو د دوی د غچ اخېستونکو بریدونو له لارې پر یو شمېر پاکستاني پوستو اکمالاتي لارې او ارنوې سړک وتړل شول او ۵۰ ورځې دغه پوستې محاصره وې.

دده په وینا، له همدې امله د برګمټال او کامدېش لار تړلې وه او د قومي جرګې د هوکړې غوښتنه هم پاکستاني ځواکونو کړې ده.

تشې پوستې او د پوښتنې وړ شاتګ

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د طالبانو ځواکونو تر لسو زیاتې پوستې او قرارګاوې پرېښودې او د ورځې په رڼا کې یې له سیمو شاتګ وکړ. د عیني شاهدانو په وینا، په داسې حال کې چې د دواړو لوریو ترمنځ واټن په ځینو ځایونو کې ډېر کم و، پر وتونکو ځواکونو هېڅ ډزې ونه شوې.

یو بل اوسېدونکی وایي: «دا صحنه داسې ښکارېده لکه له وړاندې کوم نااعلان شوی تفاهم موجود وي».

دغه ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې، خو د پوستو پرېښودو او لارې تړل کېدو ځینې پوښتنې راټوکولې دي.

100%

ملکي تلفات او اقتصادي محاصره

راپورونه ښيي چې پاکستاني ځواکونو هغه موټر هم په نښه کول چې د شپې به یې د تګ هڅه کوله. د دغو بریدونو په پایله کې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، که څه هم کره شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د لارو د تړل کېدو له امله سیمه له شدید اقتصادي فشار سره مخ شوې.

د سیمې اوسېدونکي وایي چې خوراکي توکي ختم شوي او خلک اړ شوي چې د خرو او کچرو له لارې، د سختو غرنیو لارو په کارولو، د ژوند د بقا لپاره محدود توکي راوړي.

د روغتیايي خدمتونو نشتوالي وضعیت نور هم خراب کړی. د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، ګڼ ناروغان د عاجلو درملنو د امکاناتو د نشتوالي له امله مړه شوي دي.

خلکو په وار وار د طالبانو له سیمه‌ییزو چارواکو سره اړیکه نیولې، خو د هغوی په وینا، تل ورته ویل کېدل چې « له مرکزه مرسته را روانه ده».

د کونړ او نورستان ځینو طالب چارواکو هم په شخصي ناستو کې د همکارۍ له نشتوالي شکایت کړی .د یو سیمه‌ییز چارواکي له قوله ویل کېږي: «په دوو میاشتو کې مرکز ان یو تلیفون هم راته نه دی کړی».

طالبانو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د خوراکي توکو لارۍ برګمټال او کامدېش ته رسېدلې او درې زره بوجۍ غنم او روغتیايي توکي یې لیږدولي دي.

پټه ډیپلوماسي او مشروط توافق

د سیمه ییزو سرچینو په وینا، کله چې وضعیت د بشري ناورین تر کچې ورسېد، د طالبانو ځینو استازو له سیمه‌ییزو مشرانو وغوښتل چې د پولې هغې غاړې قومي اړیکې وکاروي او د جرګې له لارې د لارو د پرانیستلو هڅه وکړي.

د سرچینو په وینا، دا غوښتنه له یو شرط سره مل وه او هغه دا و، چې د طالبانو نوم به نه اخیستل کېږي او د وضعیت حساس جزئیات به نه افشا کېږي. همدارنګه غوښتل شوي چې پاکستانی لوری سرحدي پوستو ته د طالبانو د ځواکونو د بېرته ستنېدو اجازه ورکړي.

یوه قومي مشر وویل، چې له څو ورځو مشورو او د پاکستاني پوځ له یوه چارواکي سره تر لیدنې وروسته، یو مشروط توافق رامنځته شو. خو د نوموړي په وینا، دا توافق نامتوازن و او د یو اړخ د مجبوریت ښکارندویي یې کوله.

له توافق نه بهر پاکستاني ځواکونو په شفاهي ډول د نورستان او کونړ د ناړۍ ولسوالۍ قومي مشرانو ته ویلي، چې په خپلو سیمو کې د ټي ټي پي جنګیالیو ته ځای ور نه کړي.

له هوکړې سره سره، د سیمې اوسېدونکي وایي چې ډېری پخوانۍ سرحدي پوستې لا هم تشې دي او سیمه په عملي ډول د پاکستاني ځواکونو تر مستقیم پوښښ لاندې ده. هغوی خبرداری ورکوي چې وضعیت لا هم بې‌ثباته دی او هر ډول ناڅاپي بدلون پکې ممکن دی.

د دې پېښو او ادعاوو په اړه د پاکستاني ځواکونو او طالبانو دواړو لوریو رسمي دریځونه لا هم نه دي روښانه شوي.

خو له دې ټولو مسایلو سره اوس لارې پرانېستل شوې ، یو شمېر سیمو ته خوراکي او نور روغتیايي توکي رسېدلي او د موټرو تګ او راتګ هم پیل شوی دی.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۴

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

۵

هبت الله وايي چې له مخالفانو سره یې نه مخکې حساب کړی او نه یې اوس ورسره کوي

•
•
•

نور کیسې

متقي: د طالبانو په اداره کې قومي توازن رامنځته شوی دی

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۵۰ GMT+۱
متقي: د طالبانو په اداره کې قومي توازن رامنځته شوی دی
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې د طالبانو په اداري جوړښت کې بېلابېلې قومي ډلې شاملې دي او له همدې امله د دوی په اداره کې توازن رامنځته شوی دی.

متقي یادې غونډې ته ویلي، د طالبانو بهرنۍ پالیسي هم متوازنه ده او دغه ډله نه غواړي چې له یو هېواد سره دوستانه او له بل سره په شخړه کې وي. امیرخان متقي د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۷مه) د ټولنیزو ناسمو دودونو د مخنيوي‌ اړوند د هبت‌الله اخوندزاده د فرمان پلي کولو په یوې غونډه کې وویل، چې طالبانو د حکومت په جوړښت کې «قومي توازن» په پام کې نیولی. د هغه په وینا؛ دغه چلند د شخړو د کمښت او د هېواد په وضعیت کې د ښه‌‌والي لامل شوی دی.

متقي وويل: «جګړه کرار شوې او پرمختګ هم شوی دی». متقي ټینګار وکړ، چې طالبان پر نیکۍ امر او له بدۍ څخه د منع کولو مسوولیت لري. هغه د طالبانو له چارواکو وغوښتل، چې د عصري ښوونیزو پروګرامونو ترڅنګ دیني مسایل هم تدریس کړي.

نوموړي‌ زیاته کړه، د هرې قومي ډلې استازي د طالبانو په دفترونو کې حضور لري او دا یې د هېواد د پرمختګ او ثبات لامل یاد کړ. خو پر طالبانو نیوکه کوونکي دغه ادعا ردوي او وايي، چې د حکومت اوسنی جوړښت ټولګډونه نه‌‌دی.

د هغوی په وینا؛ د طالبانو په کابینه کې د ټولو قومي ډلو استازي شامل نه‌دي او ښځې په بشپړ ډول د پرېکړې کولو له کچې اېستل شوې دي. نړۍوالې ټولنې هم په وار، وار په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

ملا برادر: اوسنی نظام په تېرو ۵۰۰ کلونو کې بې‌مثاله دی

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۳۷ GMT+۱
ملا برادر: اوسنی نظام په تېرو ۵۰۰ کلونو کې بې‌مثاله دی
100%

د طالبانو د ریس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په فاریاب کې د یوه جومات او روغتیايي مرکز د جوړېدو په مراسمو کې وویل، چې «اوسنی نظام په تېرو ۵۰۰ کلونو کې بې‌مثاله دی». نوموړي له خلکو غوښتي، چې باید «شکر ادا او د نظام قدر» وکړي؛ کنه دا هر څه له لاسه ځي.

ملابرادر د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۷مه) په فاریاب کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، که «د دغه نظام قدر او د الله شکر ادا نه‌کړي دا هر څه زموږ له لاسه ځي او الله تر موږ غوره مخلوق پیدا کولای شي او موږ د ځمکې له مخه اېسته کولی شي».

نوموړي په فاریاب کې د یوه افغان سوداګر له‌خوا په ۴ جریبه ځمکه د یو مېلیون ډالرو په ارزښت د یو جومات او روغتيايي مرکز د جوړېدو چارې پرانیستې. طالبانو ویلي، چې د دغه جومات او روغتیایي مرکز د جوړېدو چارې به د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي.

ملابرادر خلکو ته ډاډ ورکړی، چې په ولایتونو کې یې لومړیتوبونه په پام کې دي او په فاریاب کې به نورې پروژې هم پرانیږي. د طالبانو د مشر په ګډون ډېرو طالب مشرانو په وار، وار له خلکو غوښتي، چې د دوی ملاتړ او همکاري وکړي.

د خوړو نړۍوال پروګرام په لوګر کې له څه باندې ۲ زره کورنیو سره د نغدي مرستو بهیر پیل کړ

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۰۳ GMT+۱
د خوړو نړۍوال پروګرام په لوګر کې له څه باندې ۲ زره کورنیو سره د نغدي مرستو بهیر پیل کړ
100%

د خوړو نړۍوال پروګرام د لوګر په مرکز له ۲۳۳۳ بې‌وزلو او مستحقو کورنیو سره د چهارشنبې په ورځ د نغدو پیسو د وېش بهیر پیل کړ. د لوګر ولایت لپاره د طالب مسوولینو په وینا، هرې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ په پام کې نیول شوې دي.

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د چهار شنبې په ورځ (د وري ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، دا مرستې د خوړو نړیوال په مالي ملاتړ، د کلیوالو سیمو د پراختیا او هوساینې لپاره د اقدام موسسې په تخنیکي همکارۍ ترسره کېدونکې دي.

خبرپاڼه کاږي: «هرې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکول کېږي، تر څو د خپلو لومړنیو خوراکي او حیاتي اړتیاوو په پوره کولو کې ترې ګټه پورته کړي».

د خبرپاڼه له‌مخې، د دغو مرستو بنسټیزه موخه په لوګر کې د فقر د کچې راکمول، په سختو اقتصادي شرایطو کې د زیانګالو کورنیو لاسنیوی او د هغوی د ژوند د وضعیت ښه کول دي.

له دې سره سم، په یاد ولایت کې بې‌وزلۍ کورنۍ دغه کېدونکې مرستې کمې ګڼي او له نورو مرستندویه بنسټونو ته د ورته زیاتو مرستو غوښتنه لري. دوی وايي، په دې ګرانۍ کې په ۲۹۰۰ افغانۍ هېڅ هم نه‌کېږي.

سرچینې: په بدخشان کې داعش سره د همکارۍ په تړاو د طالبانو ۷ غړي نیول شوي

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۳۸ GMT+۱
سرچینې: په بدخشان کې داعش سره د همکارۍ په تړاو د طالبانو ۷ غړي نیول شوي
100%

باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتو په بدخشان ولایت کې د دې ډلې ۷غړي د داعش خراسان ډلې سره د همکارۍ په تور نیولي او د څېړنو لپاره یې کابل ته لېږدولي دي.

د دغو سرچینو په وینا، په نیول شوو کسانو کې د طالبانو په نظامي او ملکي جوړښت کې بېلابېل چارواکي شامل دي، چې په کې د مخابراتو کنډک د یوه ټولي قوماندان، د یوې فرقې د نشراتو امر، څو افسران او د ځایي راډیو او ټلوېزیون مسوول شامل دي.

سرچینې زیاتوي چې دغه کسان دوه ورځې وړاندې نیول شوي او کابل ته لېږدول شوي دي. یوازې یو کس د بدخشان د فرقې د مرستیال واصل نظری په ضمانت خوشې شوی، خو نور لا هم په بند کې دي.

همدارنګه ویل شوي، چې د نیول شوو کسانو له ډلې شپږ تنه د جرم ولسوالۍ د کیپ کلي اوسېدونکي دي او د سلفي فکر پلویان بلل شوي دي.

د سرچینو په وینا، دوی تر دې وړاندې د بدخشان په غرنیو او لیرې سیمو کې د نښه ویشتنې او غره ښتنې تمرینونه کول.

سرچینې ادعا کوي، چې د دغو کسانو له ډلې سره تړلی یو بل کس مخکې هم د داعش سره د همکارۍ په تور نیول شوی و، او اوسني نیول شوي کسان د همدې لارې پېژندل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان د فیض‌اباد ښار په «نوي ښار» سیمه کې د طالبانو د استخباراتو د مرستیال او یو بل غړي په برید کې د لاس لرلو په تور هم تورن شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان: برېتانیا دې د افغان ښځو د پناه غوښتنې ردول بند کړي

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۵۷ GMT+۱
د بښنې نړیوال سازمان: برېتانیا دې د افغان ښځو د پناه غوښتنې ردول بند کړي
100%

د بښنې نړیوال سازمان او د «جنسیت، سولې او امنیت» شبکې په یوه ګډ راپور کې له برېتانیا غوښتي چې هغه سیاستونه ودروي چې له امله یې د افغان ښځو او نجونو د پناه غوښتنې ډیری قضیې رد کېږي.

دغو دوو بنسټونو د چهارشنبې په ورځ (وري۲۶مه) په خپل راپور کې ویلي، چې په برېتانیا کې د افغان پناه غوښتونکو د منلو کچه په وروستیو کلونو کې له ۹۶سلنې څخه ۳۴سلنې ته راټیټه شوې ده، او یوازې په ۲۰۲۵کال کې سلګونه افغان ښځې دپناه ترلاسه کولو بې‌برخې شوې دي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د برېتانیا د پناه غوښتنې نوې تګلارې، چې موخه یې د کډوالۍ کنټرول بلل کېږي، په عمل کې د هغو کسانو لپاره د خوندیتوب لاسرسی محدود کړی چې نړیوالې مرستې ته اړتیا لري.

په راپور کې راغلي چې افغان ښځې په افغانستان کې د سختو محدودیتونو سره مخ دي، چې په کېد زده‌کړې، کار او تګ راتګ بندیزونه شامل دي، او ډېری یې د «سیستماتیک محرومیت» په حالت کې ژوند کوي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د افغان پناه غوښتونکو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو، د ملاتړ کمېدل د برېتانیا له بشري حقونو او د ملګرو ملتونو د «ښځو، سولې او امنیت» پروګرام له ژمنو سره په ټکر کې دي.

په راپور کې له برېتانوي حکومته غوښتنه شوې چې د پناه غوښتنې محدودونکي سیاستونه ودروي، افغان ښځو ته خوندي لارې برابرې کړي او هغه تګلارې ختمې کړي چې د دوی په وینا د خوندیتوب مخه نیسي.