• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کابل او ننګرهار کې د درېیو ښځو په ګډون ۵ کسان په دُرو وهلي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۵۹ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې د کابل ولایت په شکر درې ولسوالۍ او د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې یې له «کوره د تېښتې، زنا او اخلاقي فساد» په تور درې ښځې او دوه نارینه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

یادې محکمې د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په کابل کې یې دوه کسان په ۳۹-۳۹ دُرو وهلي، یوه ته یې د ۳۹ ‌دُرو ترڅنګ د یو کال او شپږ میاشتې تنفيذي بند او یوې ښځې ته یوازې د ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده.

د طالبانو سترې محکمې په یوې بلې جلا خبرپاڼه کې ویلي، چې د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې یې یوه ښځه «له کوره د تېښتې او زنا» په تور ۳۹ دُرې وهلې او د یو کال او شپږ میاشتې تنفیذي بند سزا یې ورکړې ده.
له بل پلوه د طالبانو سترې محکمې مرستیال ویاند منصور احمد حمزه رسنیو ته ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې په ۲۷ ولایتونو کې ۶۶۲ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړل شوې دي. نوموړي دا نه‌دي ویلي، چې په یادو کسانو کې څومره ښځې شاملې دي.
د طالبانو پر دغه سزاوو د بشري حقونو یوشمېر سازمانونو تر دې مخکې سختې نیوکې کړې دي. په دې وروستیو کې د طالبانو مشر ملاهبت الله د جزایي اصول‌نامې په نوم خپلو محکمو ته یوه کړنلاره توشیع کړې، چې په‌کې د بشري حقونو د نقض، د ټولنیز عدالت نا انډولي او همداراز د طبقاتي نظام د رامنځته کېدو نیوکې شوې دي.

ډېر لیدل شوي

ازبکستان ولې د قوش‌تیپې کانال پر سر له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې؟
۱

ازبکستان ولې د قوش‌تیپې کانال پر سر له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې؟

۲

سنټرل ایشیا ټایمز: منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د داعـ .ـش له حضوره جدي اندېښه لري

۳

پخواني نظامیان: په کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف د محتسبانو له خوا تعقیبیږو

۴

ملګري ملتونه: په افغانستان کې مېلیونونه کسان له قحطۍ یوازې یو ګام لرې دي

۵

ملګري ملتونه: د کندوز روغتون په شپږو میاشتو کې ۳۰زره ناروغانو ته وړیا خدمتونه وړاندې کړي