• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

د اکوړه خټک د حقانیه دارالعلوم په ټولګیو کې یوازې ۵۵ افغان طالبان پاتې دي

خبرخونه
خبرخونه

افغانستان انټرنشنل - پښتو

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۲۴ GMT+۱

دارالعلوم حقانیه مدرسه، چې له کلونو راهیسې د افغانستان د طالبانو د فکري او دیني روزنې مشهور ځای و، پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغان توکمه طالبانو تشه شوې او یوازې ۵۵ تنه افغان زده کوونکي ور پاتې دي.

په اکوړه خټک کې د «دارالعلوم حقانیه» په درسي ټولګیو کې د افغان طالبانو حضور د پخوا په پرتله پام وړ کم شوی دی.

دارالعلوم حقانیه مشهوره دیوبندي دیني مدرسه ده چې په ۱۹۴۷کال کې یې مولانا عبد الحق حقاني بنسټ اېښی او د دودیزو اسلامي علومو؛ تفسیر، حدیث، فقې او عربي ژبې تدریس کوي.

د افغانستان د طالبانو ګڼ شمېر مشران او غړي د همدې مدرسې فارغان بلل کېږي او له همدې امله یې نوم په سیاسي او امنیتي بحثونو کې هم ډېر یادېږي.

د مدرسې ویاند مولانا یوسف شاه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په حقانیه دارالعلوم کې د افغان طالبانو شمېر خورا راټیټ شوی دی.

د هغه په وینا، په کابل کې د حکومت له بدلون وروسته ډېری افغان زده‌کوونکي او استادان بېرته افغانستان ته ستانه شوي او اوس په مدرسه کې افغانان «د ګوتو په شمار» پاتې دي.

د حقانیه دارالعلوم مسوولان په خپلو ټولګیو کې د افغان طالبانو د شمېر کمېدل، په افغانستان کې د نویو مدرسو جوړېدل ګڼي، چې ډېری یې د طالبانو د مشرانو او د هغوی د کورنیو د غړو دي.

د یادې مدرسې یو فارغ‌التحصیل، مولوي ګل رسول محمدي، وايي چې د حقانیه دارالعلوم۱۳ پخوانیو استادانو په بېلابېلو ولایتونو کې خپلواکې دیني مدرسې جوړې کړې دي. د ده په وینا، په کابل، ننګرهار او غزني کې دوه - دوه مدرسې فعالې دي او په خوست، بدخشان، پکتیکا، کندوز، ارزګان، بلخ او میدان وردګو کې یوه ـ یوه مدرسه فعالیت کوي.

د مدرسې ویاند مولانا یوسف شاه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په حقانیه دارالعلوم کې د افغان طالبانو شمېر راټیټ شوی دی.
100%
د مدرسې ویاند مولانا یوسف شاه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په حقانیه دارالعلوم کې د افغان طالبانو شمېر راټیټ شوی دی.

د حقانیه دارالعلوم نصاب د هند په اترپردیش ایالت کې له دارالعلوم دیوبند څخه سرچینه اخلي چې د سویلي اسیا پر ګڼو مدرسو یې فکري اغېز پرې ایښی دی. د کابل په مدرسو کې هم همدغه نصاب تدریس کیږي.

د کابل د ده سبز مدرسه چې تر ټولو لویه دیني مدرسه بلل کېږي، د محمدي په وینا،«شاوخوا دوه زره یا ۲۲ سوه طالبان پکې درس وايي او تر ټولو کم طالبان چې لري، د بدخشان مدرسه ده چې شا او خوا ۲۰۰ به وي».

حقانیه مدرسه په افغانستان کې له خپلو مرتبطو مدرسو سره ځنځیري شبکه هم لري، چې له مخې یې په منظم ډول د مدرسو له ادارو، استادانو او طالبانو سره اړیکې تنظیمیږي.

مولانا ګل اشرف حقاني چې دا مهال په لواړګي کې د حقانیه مدرسې د ځنځیرې شبکې مدرسه لري، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته حقانیه مدرسې په افغانستان کې د خپلو پخوانیو استادانو له مدرسو سره منظمې اړیکې لرلې، خو له ۲۰۲۴ کال وروسته دغه اړیکې د افرادو په کچه تنظیمیږي.

نوموړي زیاته کړه: « زموږ معلومات دا دي چې اسلامي امارت دا مدرسې منع کړې».

د حقانیه مدرسې ویاند له خپلو پخوانیو استادانو سره انفرادي اړیکې نه ردوي.

افغانستان ته د مدرسو تدریجي لېږد

د حقانیه مدرسې د ټولګیو تنوع افغانستان ته د افغاني مدرسو له لېږد، لارو بندېدو، د طالبانو او پاکستان د اړیکو له ترینګلتیا او د افغان کډوالو د اخراج له بهیره هم اغیزمنه ده.

طالبانو د ۲۰۱۹ کال په وروستیو او د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې د دیني مدرسو جوړولو او کنټرول ته د پخوا په پرتله پاملرنه ډېره کړې وه. د ۲۰۲۰ کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې طالبانو د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې ۴۲ مدرسې جوړې کړې او د خپلې مرکزي دارالافتا د فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون تر مشرۍ لاندې یې د شمال ختیزې حوزې لپاره د حضرت عبدالله بن مسعود جامعې او د جنوب لویدیزې حوزې لپاره د حضرت ابراهیم النخعي جامعې په چوکاټ کې د افتاءاو قضاء د تخصص دورې پیل کړې ، چې پر دیني زده کړو سربېره اداري مکاتبه هم ورته تدریس کېده.

پر ډیورنډ کرښه له ویزې پرته د تګ او راتګ بندیزونو هغو طالبانو ته ستونزې ډیرې کړې، چې د دیني زده کړو او روزنیزو دورو لپاره په قبایلي سیمو او د پېښور او پاکستان په نورو سیمو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې دیني مدرسو ته تلل. دې چارې د طالبانو د جلب او جذب پر چارو هم منفي اغیزې درلودې.

طالبانو د ۲۰۱۹ کال په وروستیو او د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې د دیني مدرسو جوړولو او کنټرول ته د پخوا په پرتله پاملرنه ډېره کړې وه.
100%
طالبانو د ۲۰۱۹ کال په وروستیو او د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې د دیني مدرسو جوړولو او کنټرول ته د پخوا په پرتله پاملرنه ډېره کړې وه.

په خوست کې د ابن عباس مدرسې یو تن فارغ التحصیل وايي ، حقاني شبکې او د طالبانو مشرتابه ددې بدیلې لارې ولټولې، چې یوه پکې د افغانستان په داخل کې د مدرسو جوړول او په کور دننه د طالبانو بوختول وو. حقانیان او طالبان په افغانستان کې د خپلو سترو مدارسو ( لکه کهي مدرسې، زرګري، منبع العلوم) د بدیل د پیدا کولو په لټه کې شول او دا بدیل د خوست امدادالعلوم او د مندوزیو ولسوالۍ ابن عباس مدرسې وې.

یاد فارغ التحصیل چې اوس د خوست ښار په یوه مدرسه کې مدرس دی، وویل، « پخوا طالبان د خیبر پښتونخوا هریپور کهي او زرګري مدرسو ته تلل، خو له ۲۰۱۹ کال وروسته د افغانستان له ګوټ ګوټ نه د خوست مدرسو ته ور مات شول او هلته یې دیني زده کړې کولې. دې مدرسو ته زیاتره زده کوونکي د لویې پکتیا (لوګر، پکتیا او پکتیکا) او وردګو او غزني څخه راځي».

د خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر او میدان وردګو د ګڼو مدرسو احصایو، نتایجو او نظارت ته د سپین ټل په سیمه کې مشخص دفترونه جوړ شوي وو او له ټل څخه په کال کې درې ځله موظف پلاوي د هغوی مستقیمه څارنه کوله. هغو مدرسو، چې د طالبانو له خوا د فعالیت جواز نه درلود، په کلیو کې د غنمو، جوارو، جلغوزیو او د اختر د څرمنو چنده هم نشوای کولای.

حقاني شبکې خپل ډېر تمرکز پر خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کړی و. ددغو ولایتونو، په ځانګړې توګه خوست ډېر خلک په خلیجي هېوادونو کې مزدورۍ کوي، اقتصاد یې ښه دی او د مدرسو او جوماتونو لپاره هرکال په میلیونونو افغانۍ را لیږي، چې له دې نه طالبان هم په لویه کچه مستفید کیږي.

په ۲۰۱۹ کال کې په خوست کې د اتحادالمدارس په نامه د دیني مدرسو له اتحادیې سره ددغه ولایت شاوخوا ۲۹۰ مدرسې ثبت او راجسټر وې او د ټول هېواد په کچه ۱۲۱۲ رسمي او شاوخوا ۱۳ زره غیر رسمي مدرسې وې. پر دې سربېره نورې کوچنۍ مدرسې او دارالحفاظونه هم وو چې د کلیو په مسجدونو کې یې فعالیت درلود.د خوست د ۲۹۰ مدرسو په شمول ډیری رسمي او غیر رسمي مدارسو ته د تدریس او ازموینو مهالوېش په ګډون ټولې لارښوونې په پېښور کې د طالبانو د معارف او لوړو زده کړو کمیسیون څخه کېدې.

ددوحې هوکړې له له لاسلیک کېدو یوه میاشت وروسته د خوست د یوې مدرسې د زده کوونکو شمېر له ۱۵۰ تنو څخه ۳۵۰ تنو ته ورسید. کله چې له یوه قومي مشر نه وپوښتل شول، چې په لږ وخت کې د مدرسې د زده کوونکو په شمېر کې د ۲۰۰ تنو زیاتېدلو علت څه دی؟ په ځواب کې یې وویل : « له خلکو سره داسې ذهنیت دی چې طالبان بېرته واک ته رسیږي او په ادارو کې به طالبانو او ملایانو ته لومړیتوب ورکول کیږي».

«د طالبانو هر مشر یوه، یا دوې مدرسې لري»

سره له دې، چې د اکوړه خټک په حقانیه دارلعلوم کې افغان طالبان مخ پر کمېدو دي، خو د دې مدرسې اغیز د کابل پر مدرسو لاهم جوت دی. عبدالباقي حقاني او عبدالرحمان حقاني، چې له حقانیه دارالعلوم نه فارغ دي، د کابل په شش درک کې د یوې سترې مدرسې مدرسان دي.

دې مدرسې ته د طالبانو وزیران وخت ناوخته ورځي او د خپلې ادارې د کورنیو او بهرنیو سیاستونو په اړه څرګندونې کوي.

د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي  مرستیال ملا برادار اخوند مدرسه
100%
د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا برادار اخوند مدرسه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ورور په مدیریت د ریاض العلوم په نوم دغه جامعه د پاکستان د ریاض العلوم جامعې یوه څانګه ده او د همغې جامعې درسي نصاب پکې تدریس کیږي. دغه مدرسه لیلیه او نهاریه دواړې برخې لري او د ښوونځي او مدرسې دواړو سیسټم پکې په نظر کې نیول شوی.

جامعه ریاض العلوم د مستندو اسلامي زده‌کړو تر څنګ د عصري معلوماتي ټکنالوژۍ (IT) روزنه او معیاري ښوونیز سیستم هم وړاندې کوي. دغه دارالعلوم د اسلامي مطالعاتو، د زده‌کړو مرکز یاای ټيانسټیټیوټ او ریاض اکاډمي په دریو برخو کې فعالیت کوي، چې وروستی هغه یې د ښوونځي سیستم پر مخ وړي. په جامعه کې ۲۵۰۰ طالبان زده کړې کوي، چې دوه زرو تنو ته یې هره ورځ دوه وخته وړیا ډوډۍ ورکول کیږي.

په دې جامعه کې ددیني زده کړو لویې دورې او لوړې درجې په پام کې دي او په پکتیکا، هلمند او زابل ولایتونو کې درې څانګې لري. جامعه وړیا کلینیک، ورزشي کلب، لیلیه، ساینسي لابراتوار او ۸۰ استادان او ۵۰ اداري کارکوونکي لري.

په کابل کې د امیرخان متقي د ورور په مدرسه کې د طالبانو د فراغت د مراسمو غونډې یوه څنډه
100%
په کابل کې د امیرخان متقي د ورور په مدرسه کې د طالبانو د فراغت د مراسمو غونډې یوه څنډه

د خصوصي مدرسو د مسوولانو په منځ کې، چې په دې وروستیو کې حاشیې ته شوې، اوس دا مشهوره ده، چې « د طالبانو هر مشر یوه یا دوه مدرسې لري». خو ددغو مدرسو د تمویل سرچینې لاهم روښانه نه دي.

په دغو مدرسو کې د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې د طالبانو د بلخ د والي یوسف وفا «خالد بن ولید»، د کندهار په دامان ولسوالۍ او کابل کې د ملا عبدالغني برادر « جامعه فتح العلوم»، په کندهار کې د عبدالحکیم حقاني «دارلعلوم الشرعیه»، په کابل کې د امیرخان متقي «ریاض العلوم»، په خوست او کابل کې د سراج الدین حقاني «منبع الجهاد»، په کابل کې د مولوي کبیر «جامعه رازقیه انوار فیض القران» او د طالبانو د نورو مشرانو مدرسې او دارالعلومونه شامل دي.

حقانیه دارالعلوم د جنوبي اسیا د دیوبندي ښونځي په پېژندل شویو دیني مرکزونو کې شمېرل کېږي او تېرې څو لسیزې یې په افغانستان کې د «جهاد» تر نامه لاندې د وسله‌والو خوځښتونو، په ځانګړې توګه د افغان او پاکستاني طالبانو لپاره فکري او ایدیولوژیکي چوکاټ برابر کړی و. خو اوس چې طالبان پر کابل واکمن دي، داسې ښکاري چې د ایډیالوژیکي کنټرول، دیني مرجعیت او مذهبي اقتدار د کورني کولو اړتیا تر پخوا ډېره محسوسوي. له همدې امله طالبانو په کوردننه د دیني مدرسو په خودکفايي تمرکز کړی دی.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

پر رسنیو د محدودیت نوې بڼه؛ طالبانو د کورنیو رسنیو لپاره اطلاعاتي بانک جوړ کړی

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۵۱ GMT+۱
پر رسنیو د محدودیت نوې بڼه؛ طالبانو د کورنیو رسنیو لپاره اطلاعاتي بانک جوړ کړی
100%

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د افغانستان د رسنیو لپاره یې یو معلوماتي بانک جوړ کړی دی. د هغه په وینا، رسنۍ به له دې وروسته د همدې بانک له لارې معلومات ترلاسه کوي او خپروي، څو د ده په خبره د د دوی د د مخالفینو د «ناسمو اطلاعاتو» مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې پر کورنیو رسنیو او د بیان پر ازادۍ بېلابېل محدودیتونه لګولي دي.

ځینې راپورونه ښيی چې طالبانو پر ځینو سیاسي ژوندیو خپرونو بندیز لګولی او له رسنیو یې غوښتي چې د خپلو خپرونو او اعلانونو اجنډا له مخکې ورسره شریکه کړي.

د یکشنبې په ورځ، د وري ۳۰مه، د ارګ د رسمي پاڼې او د رسنیو د معلوماتي لارښود د پرانیستې په مراسمو کې د طالبانو د ریاست‌الوزرا د دفتر ریس، ډاکټر عبدالواسع، ادعا کړې چې د دوی حکومت د سانسور پرته د معلوماتو شریکولو ته ژمن دی. هغه زیاته کړې چې حکومت عامه پوهاوي ته ارزښت ورکوي او خلکو ته د کره او پر وخت معلوماتو د رسولو هڅه کوي.

که څه هم طالبان دغه اطلاعاتي بانک دقیقو اطلاعاتو ته د لاس رسي وسیله ګڼي خو، یو شمېر رسنیز فعالان چې نه غواړي نومونه یې یاد شي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې دا معلوماتي بانک د سانسور یوه بله بڼه ده. د دوی په باور، طالبان غواړي رسنۍ یوازې هغه معلومات خپاره کړي چې د دوی له لوري ورکول کېږي او د نورو معلوماتو د خپرېدو مخه ونیسي.

راپورونه ښيي چې طالبانو څو ځله رسنۍ او عام خلک د ځینو ځانګړو موضوعاتو په اړه له معلوماتو خپرولو منع کړي دي.

خو طالبان په وار وار پر رسنیو د سانسور او محدودیت خبرونه رد کړياو وایي پر رسنیو هېڅ ډول محدودیتونه نه ‌شته، بلکې د رسنیز سکتور د پیاوړتیا لپاره یوازې تګلارې او اصول وضع شوي دي.

طالبان وایي، لوګر ولایت کې یې غله او هرات ولایت کې یې وسلې نیولي دي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۲۴ GMT+۱
طالبان وایي، لوګر ولایت کې یې غله او هرات ولایت کې یې وسلې نیولي دي
100%

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د لوګر ولایت پولیسو د یو نیم کیلوګرامه سرو زرو د غلا په تړاو څلور کسان نیولي، او په جلا عملیاتو کې د هرات په ولایت کې سلګونه وسلې هم کشف او ترلاسه شوې دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغو کسانو څو ورځې وړاندې د لوګر د پل علم ښار له یوې هټۍ څخه یو نیم کیلوګرامه سره زر غلا کړي وو، چې وروسته د دوی ځواکونو له لوري ونیول شول.

چارواکي وایي، نیول شویو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او غلا شوي سره زر بېرته خپل اصلي څښتن ته سپارل شوي دي.

بلخوا، د هرات امنیه قومندانۍ د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پولیسو ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې سلګونه میله کلاشینکوفونه او تفنګچې کشف او ترلاسه کړي دي.

طالبانو ددغه وسلو تعداد ندی ښودلی، تر څنګ یې د وسلو په تړاو د نیول شویو کسانو یاده هم نده کړې.

چارواکي ټینګار کوي چې د ناقانونه وسلو د راټولولو او د جرمونو د مخنیوي لپاره به عملیات دوام ولري.

اوچا: په ۲۰۲۵ کې افغانستان ته ۷۳،۴ میلیونه ډالر بشري مرستې ورکړل شوې

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۵۸ GMT+۱
اوچا: په ۲۰۲۵ کې افغانستان ته ۷۳،۴ میلیونه ډالر بشري مرستې ورکړل شوې
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د افغانستان د بشري مرستو صندوق په ۲۰۲۵ کال کې ۷۳،۴ میلیونه ډالر ۱۱۹ پروژو ته ځانګړي کړي، چې له لارې یې تر ټولو اړمنو کسانو ته مرسته رسېدلې ده.

د اوچا د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د ۷۱ همکارو بنسټونو له لارې عملي شوي او موخه یې د بې‌وزلو او زیانمنو خلکو ملاتړ و.

اوچا ټینګار کړی چې د افغانستان لپاره په ۲۰۲۶ کال کې هم بشري اړتیاوې لوړې پاتې کېږي او د ژوند ژغورونکو مرستو د دوام لپاره پر وخت او انعطاف‌منو مالي مرستو ته جدي اړتیا ده.

دغه اداره وایي، که کافي او پر وخت بودیجه برابره نه شي، د بشري مرستو دوام له خطر سره مخ کېدای شي.

د بې وسلې افغانانو د وژنې تورن اسټرالیایي سرتیری وایي خپله بې ګناهي به ثابته کړي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۵۴ GMT+۱
د بې وسلې افغانانو د وژنې تورن اسټرالیایي سرتیری وایي خپله بې ګناهي به ثابته کړي
100%

د افغانستان د جګړې پر مهال پخوانی اسټرالیایی سرتیری رابرټس سمیټ چې د بې وسلې پنځو افغانانو د وژنې په تور تورن دی، ویلي چې دی به هڅه وکړي خپله بې ګناهي ثابته او ځان سپین کړي.

سمیټ ویلي د ده کورنۍ د څه مودې راهیسې په یو کمپاین بوخت دي څو د استرالیا خلک قانع کړي چې ده کومه ګناه نده کړې.

هغه زیاته کړې: «زه دا ټول تورونه په کلکه ردوم.که څه هم ما به غوره ګڼله چې دا تورونه نه وای لګیدلي، خو اوس به له دې فرصته کار اخلم چې خپل نوم پاک کړم.»

د رابرټس سمیټ قضیه څه موده وړاندې محکمې ته وړاندې شوه، ویل کیده ښایي په عمري بند محکوم شي خو هغه د جمعې په ورځ د اپریل په ۱۷مه، له لسو ورځو بند وروسته په ضمانت خوشې شو او دا له نیونې وروسته د سمیټ لومړنۍ څرګندونې ښودل شوي دي.

دراپور له‌مخې، پر هغه تور دی چې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۲ کال پورې یې په افغانستان کې د خپل درې کلن ماموریت پر مهال بې‌وسلې افغانان وژلي. ویل کیږي هغه د دوو کسانو د وژلو مسوول دی او په درېیو نورو پېښو کې یې د وژنې لارښوونه، مرسته یا هڅونه کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان په بلخ کې د ښځو په ګډون ۵۵ روغتیایي کارکوونکي روزلي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۴۷ GMT+۱
د روغتیا نړیوال سازمان په بلخ کې د ښځو په ګډون ۵۵ روغتیایي کارکوونکي روزلي
100%

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په بلخ ولایت کې یې ۵۵ د ټولنې روغتیایي کارکوونکي روزلي دي چې ۴۳یې ښځې دي، څو د غیر ساري ناروغیو د ژر تشخیص او رېفر کولو بهیر پیاوړی شي.

دغه سازمان په اکیس لیکلي چې یاده روزنه د افغانستان په بلخ ولایت کې ترسره شوې او تمرکز یې د لوړ فشار، شکر، مزمنو تنفسي ناروغیو او عامو سرطانونو پر پېژندنه او مدیریت و.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د دې روزنیز پروګرام هدف دا دی چې د روغتیايي خدمتونو لاسرسی د ټولنو تر کچې نږدې کړي او د ژوند ژغورونکي پاملرنې بهیر چټک کړي.

دغه سازمان د دې پروګرام د عملي کېدو لپاره له مرستندویه ادارو مننه هم کړې ده.