• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملک سلمان مرستندویه بنسټ په پنجشېر کې سلګونه د خوراکي توکو کڅوړې وېشلي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۲۵ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۳۸ GMT+۱

د ملک سلمان د مرستندویه او بشري چارو مرکز له لوري د سعودي عربستان په مالي ملاتړ، په پنجشېر ولایت کې ۷۰۶خوراکي کڅوړې اړمنو کورنیو ته وېشل شوې دي. د راپورونو له مخې، دغه مرستې په پنجشېر ولایت کې ۴۲۳۶ اړمنو کسانو ته رسېدلې دي.

ویل کېږي چې دا بهیر د ۲۰۲۶کال لپاره د خوړو د خوندیتوب او بېړنیو بشري مرستو د پروګرام په چوکاټ کې ترسره شوی دی.

یاد مرکز تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د زیانمنو او اړمنو کورنیو د ملاتړ لپاره خوراکي او بشري مرستې وېشلې دي.

دا مرستې په داسې حال کې ترسره کېږي چې په هېواد کې ګڼې کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله د خوړو له کمښت سره مخ دي او بشري مرستو ته اړتیا لري.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

محمد اشرف غني د پاکستان بریدونه غندلي او په هېواد کې یې د مشروعیت کړکېچ د حل غوښتنه کړې

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

ذبیح الله مجاهد د طالبانو او القاعده د اړیکو په اړه د منځني ختیځ انسټیټیوټ راپور رد کړ

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۰۱ GMT+۱
ذبیح الله مجاهد د طالبانو او القاعده د اړیکو په اړه د منځني ختیځ انسټیټیوټ راپور رد کړ
100%

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد د منځني ختیځ انسټیټیوټ هغه راپور رد کړی چې په کې د طالبانو د ځینو غړو او د القاعده شبکې ترمنځ د اړیکو ادعا شوې ده. یاد انسټیټیوټ په خپل راپور کې ویلي و، چې د طالبانو شاوخوا ۵۵ غړي او چارواکي له القاعده شبکې سره مستقیم یا غیرمستقیم اړیکې لري.

مجاهد دغه راپور «ناسم» بللی او ویلي یې دي چې دا ډول ادعاوې د عامه ذهنونو د مغشوشولو او د واقعیتونو د تحریف لپاره مطرح کېږي او دا یې د طالبانو پر ضد «پروپاګند» ګڼلی دی.

مجاهد دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې د منځني ختیځ انسټیټیوټ په خپل تازه راپور کې ویلي وو چې د طالبانو شاوخوا ۵۵ غړي او چارواکي له القاعده شبکې سره مستقیم یا غیرمستقیم اړیکې لري.

یاد راپور ادعا کوي، چې دا معلومات د «طالبانو د رهبرۍ پلټنې پروژه» تر چتر لاندې راټول شوي، چې پکې د طالبانو د ۱۲۰۰څخه زیاتو غړو معلومات شامل دي.

په راپور کې ویل شوي چې له۲۰سلنې زیاتو پروفایلونو کې د چاودېدونکو موادو کارول، ځانمرګي بریدونه او له وسلوالو ډلو سره اړیکې ثبت شوې دي.

همدارنګه ویل شوي چې یوازې شاوخوا ۵،۷سلنه پېژندل شوي کسان په نړیوالو بندیزونو کې شامل دي، چې د ملګرو ملتونو، متحده ایالات، بریتانیا، فرانسې او اروپايي ټولنې له خوا لګول شوي دي.

د راپور له مخې، د طالبانو ډېری د کابینې غړي هم د دغو بندیزونو په لېست کې شامل دي، چې شنونکي یې د دې ډلې د سیاسي انزوا نښه بولي.

یاد انسټیټیوټ زیاتوي چې د طالبانو د رهبرۍ جوړښت تر ډېره د یوې ځانګړې قومي ډلې تر واک لاندې دی او نږدې ۸۰سلنه لوړپوړي او منځني چارواکي نظامي مخینه لري.

همدارنګه په راپور کې راغلي چې د طالبانو په جوړښت کې ځوان نسل هم مهم رول لري، چې سره له ځینو نرم دریځونو، لا هم د دې ډلې ایدیولوژیکو اصولو ته ژمن پاتې دي.

بلخوا، د بوش مرکز په یوه جلا ارزونه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸پرېکړه‌لیک له مخې ۱۳۵د طالبانو لوړپوړي مشران او پنځه اړوند بنسټونه د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي.

د طالب وزیر څرګندونو ته د ثریا دلیل غبرګون؛ د افغانستان روغتیايي وضعیت اندېښمنونکی دی

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۴۲ GMT+۱
د طالب وزیر څرګندونو ته د ثریا دلیل غبرګون؛ د افغانستان روغتیايي وضعیت اندېښمنونکی دی
100%

په تېر جمهوري نظام د عامې روغتیا پخوانۍ وزیرې ثریا دلیل د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي د هغو څرګندونو په غبرګون کې، چې ویلي یې وو په هره ولسوالۍ کې به یو روغتون جوړ شي، ویلي چې د افغانستان اوسنی روغتیايي وضعیت «اندېښمنونکی» دی.

ثریا دلیل پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې په اوس وخت کې د افغانستان نږدې درېیمه برخه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

هغې زیاته کړې چې په تېرو پنځو کلونو کې هېڅ یوه ښځه د طبي زده کړو له پروګرامونو څخه نه ده فارغه شوې.

د هغې په وینا، د ښځو لپاره طبي زده کړې بندې شوې، د هېواد روغتیايي نظام تر ډېره پر بهرنیو مرستو متکي دی، د روغتیايي کارکوونکو معاشونه نه ورکول کېږي او ښځې له ټولنیز مشارکت څخه محرومې شوې دي.

ثریا دلیل ټینګار کړی چې په داسې شرایطو کې د روغتیا په برخه کې د پراخو او لویو پروژو عملي کول «ناممکن» دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو د وضعیت او د ښځو د طبي زده کړو د محدودیتونو په اړه د کورنیواو نړیوالو بنسټونو اندېښنې زیاتې شوې دي.

‌ د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام: موږ هڅه کوو چې له افغانستان سره خپلې مرستې پراخې کړو

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۲۹ GMT+۱
‌ د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام: موږ هڅه کوو چې له افغانستان سره خپلې مرستې پراخې کړو
100%

د ملګرو ملتونو د پراختیایې پروګرام (یواېن‌ډي‌پي) استازو د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې له رييس سره په کتنه کې ویلي، هڅې کوي چې له افغانستان سره خپلې مرستې پراخې کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایې پروګرام استازو سرګي وولکوف او نجیب‌الله یوسفي او همداراز د رها موسسې مرستیال عزت‌الله صدیقي د طالبانو د چاپیریال ساتنې له رييس مطیع‌الحق خالص سره په کتنه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت په تړاو د چمتو شوي ملي راپور د مخ‌کتنې؛ دوو چاپېریالي پروژو د تطبیق او GEF-9 غونډې په هکله هر اړخیز بحث او خبرې وکړې.

مطیع‌الحق خالص د یو‌اېن‌ډي‌پي له مسوولینو غوښتنه وکړه، چې د چاپېریالي پروژو د ارزونې لپاره باید د یوه تخنیکي ټیم د څارنې زمینه مساعده کړي، څو د پروژو مؤثریت او مثمریت تثبیت او مخکې قدمونه واخیستل شي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د یکشنبې په ورځ (د وري ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې کتنه کې دواړو خواوو د ګډې همکارۍ او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او هوکړه یې وکړه، چې د چاپېریالي پروژو د تطبیق په هکله به تخنیکي ټیمونه خپل کار ته دوام ورکړي او د شته ستونزو د هوارولو لپاره دې مناسبې حل لارې چارې ولټول شي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایې پروګرام د اقلیم بدلون څانګې مسوول سرګي وولکوف وویل، سره له دې چې افغانستان له ډیرو چاپېریالي ستونزو سره مخ دی، خو ډیر فرصتونه هم لري او همداراز یې زیاته کړه، چې په ګډه همغږۍ سره باید له موجوده فرصتونو څخه کار واخیستل شي او همداراز یې ژمنه وکړه، چې هڅه کوي، څو له افغانستان سره خپلې مرستې پراخې او په ګډه کار وکړي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې په اقلیمي بدلون کې یې ونډه کابو صفر ده، خو تر نورو ډېر اغېزمن دی او د تېر جمهوري نظام له رانسکورېدو سره سم، د چاپیریال ساتنې اړوند د نړۍوالو پروژو چارې په ټپه درېدلي دي.

صوفیه سروري د جرمني په سیالیو کې د جوجیټسو نړیواله اتله شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۲۹ GMT+۱
صوفیه سروري د جرمني په سیالیو کې د جوجیټسو نړیواله اتله شوه
100%

د افغانستان د رزمي ورزش (ګراپلینګ) لوبغاړې صوفیه سروري، د جرمني په فرانکفورټ ښار کې د جوجیټسو نړیوال لیګ په سیالیو کې د اتلولۍ مقام ګټلی دی.

د هغې د شخصي معلوماتو له مخې، نوموړې د «نوګي» په برخه کې څلور پرله‌پسې بریاوې ترلاسه کړې او د سرو زرو مډال یې ګټلی دی.

همدارنګه په «ابسولوټ» برخه کې چې د بېلابېلو هېوادونو لکه امریکا، مصر او جرمني له اتلانو سره ترسره شوه، صوفیه سروري لومړی مقام خپل کړی او د اتلولۍ کمربند یې هم ترلاسه کړی دی.

ګراپلینګ هغه رزمي ورزش دی چې پکې د وهلو پر ځای د حریف نیول، ځمکې ته غورځول او د کنټرول تخنیکونه کارول کېږي، او په وروستیو کلونو کې یې په نړیواله کچه پراخ پرمختګ کړی دی.

صوفیه سروري له هغو افغان ښځینه ورزشکارانو څخه ده چې د هېواد له بهر څخه خپل ورزشي فعالیت ته دوام ورکوي. که څه هم د هغې د ورزشي مخینې په اړه بشپړ معلومات محدود دي، خو دا بریا په ټولنیزو رسنیو کې له مثبتو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان دننه کې ښځې او نجونې له ورزشي فعالیتونو څخه محرومې دي. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو د عامه ژوند، په ځانګړي ډول د ورزش په برخه کې پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.

د نړیوالو ادارو د راپورونو له مخې، افغان ښځې د لوبغالو، رسمي سیالیو او تمریني پروګرامونو اجازه نه لري، چې له امله یې ډېری ښځینه ورزشکارانې یا خپل فعالیتونه درولي او یا هم د دوام لپاره له هېواده وتلو ته اړ شوې دي.

یونیسف او طالبان د اوبو د مدیریت او پراختیا پر همکارۍ غږېدلي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۳۳ GMT+۱
یونیسف او طالبان د اوبو د مدیریت او پراختیا پر همکارۍ غږېدلي
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي، تاج‌الدین اویوواله، د طالبانو د اوبو او انرژۍ له وزیر محمد یونس اخندزاده سره کتلي او د اوبو د سرچینو د مدیریت او دوامدارې استفادې په اړه یې خبرې اترې کړې دي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د یکشنبې په ورځ (د وري ۳۰مه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د اوبو د سرچینو د اغېزمن مدیریت، ساتنې او دوامدارې استفادې په اړه بحث کړی دی.

د راپور له مخې، دواړو خواوو د اوبو په برخه کې د راتلونکو ګډو پروژو پر همکارۍ هم هوکړه کړې ده. د یونیسف استازي هم په دې برخه کې د همکاریو د دوام او پراخولو ډاډ ورکړی دی.

دا لیدنه په داسې حال کې ترسرهشوې چې یونیسف مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې نږدې له دریو کسانو څخه یو یې پاکو څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري.

یاد سازمان زیاته کړې چې په ۲۰۲۵میلادي کال کې یې د خپلو پروژو له لارې شاوخوا ۲.۱میلیونه کسانو ته په افغانستان کې پاکې اوبه برابرې کړې دي، خو لا هم د اوبو کمښت د هېواد له مهمو بشري ننګونو څخه ګڼل کېږي.