• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونیسف او طالبان د اوبو د مدیریت او پراختیا پر همکارۍ غږېدلي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۳۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي، تاج‌الدین اویوواله، د طالبانو د اوبو او انرژۍ له وزیر محمد یونس اخندزاده سره کتلي او د اوبو د سرچینو د مدیریت او دوامدارې استفادې په اړه یې خبرې اترې کړې دي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د یکشنبې په ورځ (د وري ۳۰مه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د اوبو د سرچینو د اغېزمن مدیریت، ساتنې او دوامدارې استفادې په اړه بحث کړی دی.

د راپور له مخې، دواړو خواوو د اوبو په برخه کې د راتلونکو ګډو پروژو پر همکارۍ هم هوکړه کړې ده. د یونیسف استازي هم په دې برخه کې د همکاریو د دوام او پراخولو ډاډ ورکړی دی.

دا لیدنه په داسې حال کې ترسرهشوې چې یونیسف مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې نږدې له دریو کسانو څخه یو یې پاکو څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري.

یاد سازمان زیاته کړې چې په ۲۰۲۵میلادي کال کې یې د خپلو پروژو له لارې شاوخوا ۲.۱میلیونه کسانو ته په افغانستان کې پاکې اوبه برابرې کړې دي، خو لا هم د اوبو کمښت د هېواد له مهمو بشري ننګونو څخه ګڼل کېږي.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

محمد اشرف غني د پاکستان بریدونه غندلي او په هېواد کې یې د مشروعیت کړکېچ د حل غوښتنه کړې

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي په ډېری ولایتونو کې داسې زیانمنې کورنۍ شته چې مرستو ته «زیاته» اړتیا لري

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۱
طالبان وايي په ډېری ولایتونو کې داسې زیانمنې کورنۍ شته چې مرستو ته «زیاته» اړتیا لري
100%

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې مشر، نورالدین ترابي د «نو انلوس» موسسې له مرستیال فیضان احمد کاکړ سره په کتنه کې وویل، چې د هېواد په ډېری ولایتونو کې داسې زیانمنې کورنۍ شته چې مرستو ته زیاته اړتیا لري.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې مشر، نورالدین ترابي د «نو انلوس» موسسې له مرستیال سره په کتنه کې د څه باندې ۵۸ زره ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو د هوکړې د لاسلیک پر مهال وویل، چې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې داسې زیانمنې کورنۍ شته چې مرستو ته «زیاته» اړتیا لري او زیاته یې کړه: «اړینه ده، چې ټولې همکارې موسسې او سازمانونه د دغو کورنیو ته د رسېدنې لپاره اغېزناکه همکاري وکړي، څو هغوی وکولای شي له بشري مرستو څخه برخمنې شي».

نوموړي همداراز له یادې موسسې څخه وغوښتل، چې د وقایوي پروژو د پلي کولو او د ښویېدو له خطر سره مخ د لویو ډبرو د له‌منځه وړلو په برخه کې هم له دې ادارې سره همکاري وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د لاسلیک شوې هوکړې پر بنسټ به یاده موسسه د بامیان په مرکز کې پر ۱۰۷ زیانمنو کورنیو دوه پړاوه خوراکي او یو پړاو غیرخوراکي مرستې ووېشل شي. د هوکړې د معلوماتو پر بنسټ، هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۷ کیلو لوبیا، ۵ لیټره غوړي، ۱ کیلو چای، ۷ کیلو بوره، ۵ کیلو وریجې او یوه روغتیایي بسته چې ۱۷ قلمه توکي لري په پام کې نیول شوي دي.

ویل کېږي، دغو کورنیو ته به د تغذیې او حفظ‌الصحې په اړه د پوهاوي ورکړې پروګرامونه هم جوړ کړي.

د یادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د افغانستان شاوخوا نیمايي نفوس پر بهرنیو مرستو تکیه دی، خو د مرستو د وېشنې په بهیر کې د طالبانو د لاسوهنو له امله یو شمېر موسساتو خپلې چارې درولې هم دي او د چارو د شنونکو په باور، د دغه وضعیت دوام به بې‌وزلې کورنۍ له ډېر سخت وضعیت سره مخ کړي

ایټالیا: له افغان راستنېدونکو سره زموږ ملاتړ دوام لري

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۱۳ GMT+۱
ایټالیا: له افغان راستنېدونکو سره زموږ ملاتړ دوام لري
100%

د ایټالیا حکومت یو ځل بیا له افغانانو سره د خپل ملاتړ پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د شته ننګونو د حل لپاره په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان(ای او ایم) سره نږدې همکاري کوي.

د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت د وري په ۳۰مه ویلي، چې دا هېواد لا هم په بېلابېلو برخو کې، په ځانګړي ډول د بېرته راستنېدونکو د ملاتړ په پروګرامونو کې، خپل رول ته دوام ورکوي.

په همدې حال کې، د کډوالۍ نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د راستنېدونکو لپاره د معیشتي فرصتونو برابرول، د هغوی د ژوند د بیا رغونې په بهیر کې ډېر مهم دي.

د یاد سازمان په وینا، د د ایټالیا د پراختیايي همکاریو ادارې په مالي ملاتړ، د جرابو د تولید یوې کارخانې ته لمریزه برېښنا برابره شوې، چې لسګونه بېرته راستنېدونکي په کې کار کوي.

د «ای او ایم» د معلوماتو له مخې، دې اقدام نه یوازې یادې کارخانې ته دوامداره برېښنا برابره کړې، بلکې د کارګرو لپاره یې د ثابت عاید زمینه هم برابره کړې او د هغوی د معیشتي وضعیت په ښه کولو کې یې مرسته کړې ده.

دا پرمختګونه په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه زرګونه افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي او د ژوند د بیا پیل لپاره له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

طالبان وايي له پاکستان څخه قاچاق کېدونکې وسلې یې نیولې دي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۱۰ GMT+۱
طالبان وايي له پاکستان څخه قاچاق کېدونکې وسلې یې نیولې دي
100%

د طالبانو د دفاع وزارت وايي، له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې یو شمېر وسلې یې په خوست ولایت کې نیولې دي. دغه وزارت زیاتوي، د یادو نږدې ۱۰۰ وسلو او زرګونه مرمیو د قاچاق په تړاو یې ۲ کسان هم نیولي دي.

د طالبانو دفاع وزارت د یکشنبې په ماخوستن (د وري ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د وسلو یاد دوه قاچاق کوونکي د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په جاني‌خېلو کې نیول شوي دي. خبرپاڼه زیاتوي، له یادو کسانو ٩٥ تفنګچې او ٢٥٠٠ مرمۍ هم ترلاسه شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «یاد مهمات او وسلې چې په یوه عراده الټو ډوله موټر کې ځای پرځای شوې وې او غوښتل يې له پاکستان هیواد څخه افغانستان انتقال کړي چې د بیدارو دفاعي ځواکونو له خوا کشف او ترلاسه شوې».

په هرات کې ترلاسه شوې وسلې
100%
په هرات کې ترلاسه شوې وسلې

د یوه بل خبر له‌مخې، کورنیو چارو وزارت بیا وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې په هرات کې په بېلابېلو عملیاتو کې سلګونه کلاشینکوفونه او تفنګچې هم کشف او ترلاسه کړي، خو په تړاو یې نور جزییات‌ نه‌دي ورکړي.

یوې موسسې په کندهار کې د سېلابونو د لومړني خبرداري ۳ سیسټمونه نصب کړل

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۴۳ GMT+۱
یوې موسسې په کندهار کې د سېلابونو د لومړني خبرداري ۳ سیسټمونه نصب کړل
100%

په دې وروستیو کې په هېواد کې د موسمي بارانونو او له امله د سېلابونو د راوتلو په پایله کې د څه باندې ۷۳ زره کسانو له زیانمنېدو وروسته د «کې‌ار‌او» په نوم یوې موسسې په کندهار کې د سېلابونو د لومړني خبرداري ۳ سیستمونه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د یکشنبې په ورځ (د وري ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د کې‌ار‌او موسسې په ملاتړ، د سپین بولدک او ښکته شاه‌ولي‌کوټ ولسوالیو کې د سېلابونو د لومړني خبرداري درې سیسټمونه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

خبرپاڼه کاږي: «دغه سیسټمونه د اوبو کچه او چټکتیا اندازه کوي او د ګواښ په صورت کې د خبرتیا زنګ په فعالېدو سره خلکو ته خبر ورکوي».

طالبان وايي، یادې موسسې د دغو سیسټمونو د ښې کارونې لپاره پنځو رضاکارانو ته روزنه هم ورکړې ده، خو د یادو سیسټمونو د لګښت په تړاو یې څه نه‌دي ویلي.

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سختو ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو له امله، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په وینا، ۷۳٬۳۰۰ کسان (شاوخوا ۱۰٬۶۳۴ کورنۍ) اغېزمن شوي دي.

تر ټولو ډېر زیانونه په ختیځو سیمو، په ځانګړي ډول په ننګرهار کې ثبت شوي او ورپسې سویلي او لوېدیځې سیمې په دویم او درېیم مقام کې راځي.

100%

د یادونې وړ ده، د روانې وري میاشتې له شپږمې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ورښتونو، سېلابونو، تندر پرېوتو، غرښویېدنې، زلزلې او د کورونو نړېدو له امله ۱۸۹ کسان مړه، ۲۵۹ ټپیان او ۹ کسان لادرکه شوي دي. د ورښتونو او سېلابونو له امله ۱۳۰۳ کورونه په بشپړ او ۵۸۴۶ کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي او ترڅنګ یې ۳۷۲کیلومټره سړکونه هم له‌منځه تللي دي.

په غور کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو؛ ۲۷۵ زره ماشومان به واکسین شي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۳۳ GMT+۱
په غور کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو؛ ۲۷۵ زره ماشومان به واکسین شي
100%

په غور ولایت ځایي طالب چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) پر ضد د واکسین کمپاین پیل شوی دی.

د چارواکو په وینا، په دې پړاو کې به شاوخوا ۲۷۵زره هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، واکسین شي. هغوی له کورنیو غوښتي چې د خپلو ماشومانو د روغتیا د ساتنې لپاره له روغتیايي ټیمونو سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ټول افغانستان کې د پولیو واکسین سراسري کمپاین د دوشنبې په ورځ، د وري په ۲۴مه، د هېواد په ډېری ولایتونو کې پیل شوی و، خو د غور تر څنګ دایکندي او بامیان په کې شامل نه وو.

له پولیو څخه د پاک افغانستان ادارې مخکې ویلي و، چې د سړې هوا له امله په دایکندي او بامیان کې دا کمپاین ځنډول شوی او په غور کې به د یوې اوونۍ په ځنډ ترسره شي.

افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ له هغو محدودو هېوادونو څخه دي چې د پولیو ویروس پکې په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی.

سره له دې چې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره پراخې هڅې روانې دي، خو په ۲۰۲۵میلادي کال کې لږ تر لږه ۹مثبتې پېښې په افغانستان کې ثبت شوې دي.

همدارنګه راپورونه ښيي چې په همدې کال کې په افغانستان او پاکستان کې ټولټال ۳۶مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان مخکې خبرداری ورکړی و، چې د دې ویروس د خپرېدو ګواښ، په ځانګړي ډول د پاکستان سره په ډيورنډ کرښه پرتو جنوبي سیمو کې، لا هم لوړ پاتې دی.