• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په امریکا کې د ډزو خونړۍ پېښه؛ د لویزیانا په ایالت کې ۸ ماشومان وژل شوي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۲۷ GMT+۱

د امریکا په لویزیانا ایالت کې په یوه خونړۍ پېښه کې لږ تر لږه اته ماشومان چې عمرونه یې له یو تر ۱۴کلونو پورې وو، د ډزو له امله وژل شوي دي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، دا پېښه د یکشنبې په سهار د محلي وخت له مخې د شریوپورټ ښار په یوه سیمه کې رامنځته شوې ده.

پولیس وایي چې په دې پېښه کې ټولټال ۱۰کسان په ډزو لګېدلي، خو د دوو کسانو وضعیت لا هم نه دی روښانه.

د پولیسو په وینا، هغه وسله‌وال چې د ډزو مسول و، د پولیسو د تعقیب پر مهال وژل شوی دی.

د کریس بورډلون په نوم د شریوپورت د پولیسو یو چارواکي ویلي چې دا پېښه «کورنۍ شخړې» پورې تړلې ده.

نوموړي زیاته کړه چې پولیس د سهار شاوخوا ۶بجې د ۷۹مې لوېدیځې کوڅې له ۳۰۰بلاک څخه د ډزو راپور ته ورسېدل.

د پولیسو په وینا، ډزې د دوو کورنیو ترمنځ شوې دي او د «هریسن سړک» په یوه بله کور کې هم د جرم نښې موندل شوې دي.

چارواکي وایي، بریدګر وروسته په زور یو موټر تښتولی و، خو پولیسو یې تعقیب کړی او په نښته کې وژل شوی دی.

پولیسو ویلي چې همدا کس یوازینی بریدګر و او په هغه کورونو کې چې پېښه پکې شوې، د هغه خپل لمسیان هم موجود وو، چې دا پېښه یې لا هم دردوونکې کړې ده.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

محمد اشرف غني د پاکستان بریدونه غندلي او په هېواد کې یې د مشروعیت کړکېچ د حل غوښتنه کړې

•
•
•

نور کیسې

برېتانیا د یهودو پر مرکزونو په بریدونو کې د ایران د احتمالي لاس لرنې په اړه پلټنې کوي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۳۶ GMT+۱
برېتانیا د یهودو پر مرکزونو په بریدونو کې د ایران د احتمالي لاس لرنې په اړه پلټنې کوي
100%

د برېتانیا پولیسو ویلي، چې په لندن کې پر یهودي مرکزونو د بریدونو په پېښو کې د ایران اسلامي جمهوریت احتمالي لاس لرل څېړي. د یهودانو یوه مذهبي مشر دا ډول پېښې د یهودي ټولنې پر وړاندې یو منظم او خطرناک کمپاین بللی دی.

د راپورونو له‌مخې، په وروستی اونۍ کې په لندن کې د یهودانو پر مرکزونو درې بریدونه شوي دي.

د برېتانیا ترهګرۍ ضد پولیسو ویلي، چې دوی د یادو بریدونو ریښې لټوي او هڅه کوي، معلومه کړي چې دا بریدونه د ایران له‌خوا تنظیم شویو فعالیتونو برخه دي او که نه.

د برېتانیا د ترهګرۍ پولیسو جګپوړي افسر ویکي ایونز رسنیو ته ویلي:« موږ په بریتانیا کې د ایران له احتمالي ګواښونو خبر یو. داسې راپورونه شته چې دا بریدونه له ایران سره تړلې یوې ډلې کړي او موږ به د خپلو پلټنو په ترڅ کې دا پوښتنه په جدي ډول و څېړو».

د یهودانو پر مرکزونو بریدونو ته د برېتانیا لومړي وزیر کې‌یر سټارمر هم سخت غبرګون ښودلی.

نوموړي پر اېکس‌پاڼه لیکلي:«پر یهودي ټولنې برید، پر ټولې برېتانیا برید دی».

پر همدغه مهال په په برېتانیا کې د یهودانو مذهبي مشر ایفریم میرویس ویلي، چې د یهودانو د ډارولو لپاره یوه بزدلانه هڅه پیل شوې ده.

تر اوسه په لندن کې د یهودانو پر مرکزونو د بریدونو او او اچونې په پېښو کې د ځاني زیان په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي، خو یوې ایران پلوې ډلې د دغو بریدونو مسوولیت منلی او وايي، په ټوله اروپا کې پر امریکايي او اسراییلي مرکزونو د بریدونو تر شا ولاړ دي.

د کاناډا لومړی وزیر: له امریکا سره نږدې اړیکې اوس د ځواک پر ځای د کمزورۍ لامل ګرځېدلې دي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۳۵ GMT+۱
د کاناډا لومړی وزیر: له امریکا سره نږدې اړیکې اوس د ځواک پر ځای د کمزورۍ لامل ګرځېدلې دي
100%

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ویلي چې له امریکا سره د کاناډا نږدې اړیکې پخوا د ځواک نښه ګڼل کېدې، خو اوس دا اړیکې په ځینو برخو کې د کمزورۍ لامل ګرځېدلې دي.

رویټرز خبرې اژانس د کارني له قوله لیکلي چې هغه د یکشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې د خپل هېواد خلکو ته وینا کې د هغو پوځي مشرانو ستاینه هم وکړه چې څه باندې دوه پېړۍ وړاندې یې د امریکا د یرغل پر وړاندې جګړه کړې وه.

کارني د برېټانیايي پوځي قوماندان جنرال اسحاق بروک یوه کوچنی مجسمه په لاس کې نیولې وه، هغه قوماندان چې د ۱۸۱۲م کال په جګړه کې د اوسنۍ کاناډا د دفاع پر مهال وژل شوی و.

هغه وویل چې کاناډا نشي کولی د خپلو ګاونډیانو له لوري د راتلونکو ګډوډیو بشپړ کنټرول ولري، او نه شي کولی خپل راتلونکی یوازې د دې هیلې پر بنسټ جوړ کړي چې وضعیت به په ناڅاپي ډول ښه شي.

زیلنسکي: د روسیې پر تېلو بندیزونه کمول جګړه اوږدوي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۳۷ GMT+۱
زیلنسکي: د روسیې پر تېلو بندیزونه کمول جګړه اوږدوي
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وایي، د روسیې پر وړاندې د بندیزونو نرمول د جګړې واقعیت نه منعکس کوي او د دې هېواد مشرتابه ته دا تصور ورکوي چې جګړې ته دوام ورکولی شي، په داسې حال کې چې د تېلو عواید د اوکراین پر ضد د بریدونو لپاره کارېږي.

زیلنسکي په ایکس خپلو څرګندونه کې ویلي، یوازې په روانه اوونۍ کې روسي ځواکونو تر ۲۳۶۰ډېرې بریدګرې بې‌پیلوټه الوتکې، له ۱۳۲۰څخه زیاتې لارښود شوې هوایي بمونه او نږدې ۶۰ توغندي د اوکراین پر ښارونو او سیمو ویشتلي دي.

هغه زیاتوي چې د روسیې د تېلو هر ډالر د جګړې د تمویل سرچینه ده او په وینا یې د مسکو له تش په نوم «شپږ سیوري ټانکرونو» څخه له ۱۱۰څخه زیات اوس په سمندر کې فعال دي، چې له لارې یې شاوخوا ۱۲ میلیونه ټنه تېل لېږدول کېږي.

زیلنسکي ویلي چې د بندیزونو د نرمېدو له امله دا تېل یو ځل بیا پرته له جدي محدودیتونو پلورل کېږي، چې ارزښت یې شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالرو ته رسېږي او دا پیسې مستقیم د اوکراین پر ضد په بریدونو بدلېږي.

هغه ټینګار کړی چې باید د روسیې د تېلو ټانکرونه ودرول شي او بندرونو ته د هغوی د رسېدو مخه ونیول شي، څو د دې هېواد د تېلو صادرات کم او د فشار سیاست اغېزمن شي.

زیلنسکي همداراز د خپلو ځواکونو د دقیقو عملیاتو ستاینه کړې او له نړیوالو شریکانو یې مننه کړې چې پر روسیې د فشار د زیاتولو لپاره همکاري کوي.

د بې وسلې افغانانو د وژنې تورن اسټرالیایي سرتیری وایي خپله بې ګناهي به ثابته کړي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۵۴ GMT+۱
د بې وسلې افغانانو د وژنې تورن اسټرالیایي سرتیری وایي خپله بې ګناهي به ثابته کړي
100%

د افغانستان د جګړې پر مهال پخوانی اسټرالیایی سرتیری رابرټس سمیټ چې د بې وسلې پنځو افغانانو د وژنې په تور تورن دی، ویلي چې دی به هڅه وکړي خپله بې ګناهي ثابته او ځان سپین کړي.

سمیټ ویلي د ده کورنۍ د څه مودې راهیسې په یو کمپاین بوخت دي څو د استرالیا خلک قانع کړي چې ده کومه ګناه نده کړې.

هغه زیاته کړې: «زه دا ټول تورونه په کلکه ردوم.که څه هم ما به غوره ګڼله چې دا تورونه نه وای لګیدلي، خو اوس به له دې فرصته کار اخلم چې خپل نوم پاک کړم.»

د رابرټس سمیټ قضیه څه موده وړاندې محکمې ته وړاندې شوه، ویل کیده ښایي په عمري بند محکوم شي خو هغه د جمعې په ورځ د اپریل په ۱۷مه، له لسو ورځو بند وروسته په ضمانت خوشې شو او دا له نیونې وروسته د سمیټ لومړنۍ څرګندونې ښودل شوي دي.

دراپور له‌مخې، پر هغه تور دی چې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۲ کال پورې یې په افغانستان کې د خپل درې کلن ماموریت پر مهال بې‌وسلې افغانان وژلي. ویل کیږي هغه د دوو کسانو د وژلو مسوول دی او په درېیو نورو پېښو کې یې د وژنې لارښوونه، مرسته یا هڅونه کړې ده.

اوکراین کې یو وسله‌وال په ډزو لږ تر لږه شپږ کسان وژلي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۲۶ GMT+۱
اوکراین کې یو وسله‌وال په ډزو لږ تر لږه شپږ کسان وژلي
100%

د اوکراین په پلازمېنه کیېف کې یو وسله‌وال سړي پر خلکو ډزې کړي، چې له امله یې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. یاد کس تر ډزو وروسته عام خلک یرغمل کړي وو چې د پولیسو له لوري ووژل شو.

په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې وسله‌وال سړی په کوڅه کې منډه وهي او له نږدې واټن څخه پر خلکو ډزې کوي.

اوکرایني چارواکو ویلي چې بریدګر د عامو خلکو یرغمل نیولو پر مهال د پولیسو له لوري په نښه او وژل شوی.

د چارواکو په وینا، بریدګر ۵۸ کلن روسی وګړی او د مسکو اوسېدونکی و او په دې مرګوني برید کې یې له خودکار وسلې څخه کار اخیستی وو.