صوفیه سروري د جرمني په سیالیو کې د جوجیټسو نړیواله اتله شوه

د افغانستان د رزمي ورزش (ګراپلینګ) لوبغاړې صوفیه سروري، د جرمني په فرانکفورټ ښار کې د جوجیټسو نړیوال لیګ په سیالیو کې د اتلولۍ مقام ګټلی دی.

د افغانستان د رزمي ورزش (ګراپلینګ) لوبغاړې صوفیه سروري، د جرمني په فرانکفورټ ښار کې د جوجیټسو نړیوال لیګ په سیالیو کې د اتلولۍ مقام ګټلی دی.
د هغې د شخصي معلوماتو له مخې، نوموړې د «نوګي» په برخه کې څلور پرلهپسې بریاوې ترلاسه کړې او د سرو زرو مډال یې ګټلی دی.
همدارنګه په «ابسولوټ» برخه کې چې د بېلابېلو هېوادونو لکه امریکا، مصر او جرمني له اتلانو سره ترسره شوه، صوفیه سروري لومړی مقام خپل کړی او د اتلولۍ کمربند یې هم ترلاسه کړی دی.
ګراپلینګ هغه رزمي ورزش دی چې پکې د وهلو پر ځای د حریف نیول، ځمکې ته غورځول او د کنټرول تخنیکونه کارول کېږي، او په وروستیو کلونو کې یې په نړیواله کچه پراخ پرمختګ کړی دی.
صوفیه سروري له هغو افغان ښځینه ورزشکارانو څخه ده چې د هېواد له بهر څخه خپل ورزشي فعالیت ته دوام ورکوي. که څه هم د هغې د ورزشي مخینې په اړه بشپړ معلومات محدود دي، خو دا بریا په ټولنیزو رسنیو کې له مثبتو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان دننه کې ښځې او نجونې له ورزشي فعالیتونو څخه محرومې دي. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو د عامه ژوند، په ځانګړي ډول د ورزش په برخه کې پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.
د نړیوالو ادارو د راپورونو له مخې، افغان ښځې د لوبغالو، رسمي سیالیو او تمریني پروګرامونو اجازه نه لري، چې له امله یې ډېری ښځینه ورزشکارانې یا خپل فعالیتونه درولي او یا هم د دوام لپاره له هېواده وتلو ته اړ شوې دي.