طالبانو په هرات کې د مالګې د پروسس او بسته بندۍ ۱۲ مرکزونه تړلي دي

په هرات کې د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ادارې مشر عبدالعلي متقي وايي، چې د ګډې څارنې په پایله کې یې د مالګې د پروسس او بسته بندۍ ۱۲ نامعیاري مرکزونه تړلي دي. نوموړی زیاتوي، د یادو مرکزونو د خامو موادو کیفیت ټیټ، د تولید بڼې نامعیاري او حفظ الصحې ته یې پاملرنه کمه وه.
