وسله والو په تیرا کې د سړک جوړونې د یوې پروژې څلور کارکوونکي تښتولي

د خیبر ولسوالۍ د تيرا درې په لرې پرته سيمه راجګال کوکي خېل کې د سړک جوړولو د یوې پروژې څلور کارکوونکي ناڅرګندو وسله والو تښتولي دي. د پوليسو سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چي ياد کارګر د سړک جوړونې په چارو بوخت وو، چې وسله والو وتښتول.
