د طالبانو او بېلاروس د صنعت او سوداګرۍ وزیران د نفتو پر وارداتو غږېدلي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په ازبکستان کې د بېلاروس د صنعت له وزیر اندري یوګنیویچ کوزنتسوف سره کتلي او افغانستان ته د ډیزل او پټرولو پر وارداتو ورسره غږېدلی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په ازبکستان کې د بېلاروس د صنعت له وزیر اندري یوګنیویچ کوزنتسوف سره کتلي او افغانستان ته د ډیزل او پټرولو پر وارداتو ورسره غږېدلی.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراخولو او له بېلاروس څخه د ډیزل او پټرولو د پېرلوپه تړاو خبرې کړې دي.
نورالدین عزیزي د بلاروس پانګوالو ته بلنه ورکړې چې په افغانستان کې، په ځانګړي ډول د درملو په سکتور کې، د پانګونې له شته فرصتونو ګټه واخلي.
د یاد وزارت په وینا، دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د دواړو وزارتونو د معینانو په کچه یو ګډ کاري ټیم جوړ کړي، څو د یادو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ د کچې د لوړولو په اړه نورې خبرې پرمخ یوسي.
نورالدین عزیزی د ازبکستان په نړیوال صنعتي نندارتون کې چې د مرکزي اسیا تر سرلیک لاندې جوړ شوی و، د ګډون په موخه تاشکند ته سفر کړی دی.

د جمهوریت پرمهال د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل ویلي چې «جنګي جنایتکاران» د خپلو شخصي ګټو لپاره چمتو دي چې افغانستان پر ګاونډیانو، په ځانګړي ډول پاکستان وپلوري. میاخېل زیاتوي چې د افغانستان د خاورې او ملي حاکمیت سودا د دوی له وس او صلاحیته لوړه ده.
د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل په خپل اېکس کې د ډیورنډ کرښې په تړاو د محمد محقق وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د ملي ګټو پر ضد د دغو کسانو څرګندونې هره ورځ د دوی اصلي ماهیت خلکو ته نور هم روښانه کوي او د دوی ریښې او نفوذ له افغانستان څخه ورځ تر بلې پرې کېږي.
میاخېل ادعا کوي چې دا ډول کسان په خپلو سیمو کې هم د خپلو خلکو له خوا رد شوي او بهر ته د وتلو پر مهال یې خبرې بې بنسټه او هوایي ګڼي.
نوموړی باور لري چې د طالبانو د واکمنۍ دواړې دورې هم د همدې کسانو له امله رامنځته شوې دي ، خو دا ځل فکر نه کوي چې دوی به بیا د قدرت برخه شي.
هغه ویلي: «زه فکر نه کوم چې دا کسان به په خپل ژوند کې بیا درېیم ځل واک ته د رسېدو چانس ولري. دوی به د رنځ په بستر باندې بهر کې مړه شي او تور مخ به یې د افغانستان په تاریخ کې د تل لپاره پاتې وي.»
د حزب وحدت مردم ګوند مشر محمد محقق په یوه مرکه کې ویلي، چې هغه د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د «رسمي او نړیوالې پولې» په توګه پېژني.
د ملي امنیت پخواني رییس رحمتالله نبیل د ډیورنډ کرښې په تړاو د محمد محقق وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې دا خبرې تر دې ډېر چې یو روښانه حقوقي نظر وي، د پوښتنې وړ سیاسي اړخنیوی ښيي او د معاملې بوی ترې راځي.
رحمت الله نبیل پر اېکس کې لیکلي، چې که دا موضوع هغه مهال مطرح شوې وای چې نوموړی د ځواک په اوج او د خپلواکې تصمیم نیونې په حالت کې و، نو کېدای شوای ټولو ته د نه منلو باوجود د بیان د ازادۍ په چوکاټ کې بحث وړ سیاسي دریځ بلل شوی وای، خو د هغه په وینا، د پاکستان له نظامي چارواکو سره د اړیکو له نږدېوالي او د لیکونو له افشا کېدو وروسته، دا ډول څرګندونې نور له خپلواک دریځ څخه لرې ښکاري او تر ډېره د پردې تر شا د معاملې بڼه خپلوي.
نبیل ټینګار کړی چې د ډیورنډ موضوع یوه حساسه تاریخي مساله ده چې د افغانستان د خلکو له ګډې ارادې سره تړلې ده او د هغې د حل لپاره یو ملي، شفاف او د اجماع پر بنسټ بهیر ته اړتیا ده، نه دا چې افراد په بېلابېلو وختونو کې شخصي دریځونه ونیسي.
هغه زیاته کړې چې دا ډول مقطعي دریځونه په عملي توګه د طالبانو د رژیم د مشروعیت د پیاوړتیا او د مخالفینو ترمنځ د تفرقې لامل ګرځي.
نبیل ویلي چې اوسنی حالت یوازې د بیان ازادۍ موضوع نه ده، بلکې دا پوښتنه راپورته کېږي چې دا ډول دریځونه د خپلواک فکر پایله ده او که د اړیکو او شاته معاملو اغېز؟ او زیاته کړې یې ده چې ټولنه ثابتو او د باور وړ دریځونو ته اړتیا لري.
د حزب وحدت مردم ګوند مشر محمد محقق په یوه مرکه کې ویلي، چې هغه د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي او نړیوالې پولې په توګه پېژني.
محقق له امو ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي:« طالبان د پاکستان شاوخوا ۳۵ سلنه خاوره د افغانستان ګڼي، خو موږ هغه پولې د رسمي پولو په توګه منو، چې د ملګرو ملتونو لهخوا د افغانستان د رسمي پولې په توګه پېژندل شوې دي».
د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا دغه غړي زیاته کړې، چې د پاکستان پر وړاندې د ځمکنیو ادعاوو ملاتړ نهکوي ځکه دده په وینا، «که موږ تر اټک ځمکنۍ ادعاوې وکړو، نو هغوی به تر مټک رامخکې شي».
د ایران د زنجان ولایت چارواکو ویلي چې ډېر ژر به یو ګډ دولتي او خصوصي سوداګریز پلاوی کابل ته لاړ شي، چې د افغانستان له سوداګرو سره مستقیمې اړیکې ټینګې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري پراخه شي.
د زنجان والي سید محسن صادقي ویلي چې د منځګړو له منځه وړل او د مستقیمو خبرو اترو پیل د سوداګرۍ د ودې لپاره مهم ګام دی.
هغه زیاته کړې چې زنجان ولایت په صنعتي، کاني او کرنیزو برخو کې لوړ ظرفیت لري او چمتو دی چې خپل محصولات د افغانستان بازار ته صادر کړي.
په دې لیدنه کې په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست هم د سوداګریزو اړیکو د پراختیا ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې په وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره شرایط ښه شوي دي.
د هغه په وینا، د ګمرکونو او سرحدي اسانتیاوو ښه کېدل د سوداګرۍ لپاره نوي فرصتونه رامنځته کوي.
همدارنګه طالب لوري هم د دغه پلاوي د سفر هرکلی کړی او ژمنه یې کړې چې د اړینو همغږیو لپاره به بشپړه همکاري وکړي.
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې تهران د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي په کمولو کې منځګړتوب ته چمتو دی او په دې برخه کې به خپل رغنده رول ونه سپموي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د خپل اونیز خبري کنفرانس پرمهال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایران به د پاکستان او طالبانو ترمنځ د شخړو د پای ته رسولو لپاره رول ولوبوي؟» وویل، «ایران یو سوله خوښی هېواد دی او زموږ جدي هیله دا ده چې په شاوخوا سیمه کې تل سوله او ثبات ټینګ وي».
هغه زیاته کړه چې د نوي کال په مناسبت د اسلامي جمهوریت د مشر په لومړني پیغام کې یوه مهمه مساله د پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړه وه او ایران دې ته چمتووالی ښودلی و، چې د دواړو خواوو ترمنځ سوله ټینګه شي.
نوموړي وویل چې «د ایران اسلامي جمهوریت به هره هغه مرسته چې په وس کې یې ولري، د تاوتریخوالي د کمولو او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ثبات د پیاوړتیا لپاره و کړي او په دې لاره کې به له رغنده رول لوبونې ډډه ونه کړي».
د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر په کندوز کې د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال د خپلې ډلې له معلولو شویو جنګیالیو سره کتلي دي. نورالله نوري پر افغانستان د طالبانو واکمنېدل د هغوی د «جسارت» پایله بللې ده.
د طالبانو د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت نن دوشنبه، د وري پر ۳۱مه وویل، چې ددغه وزارت وزیر ملا نورالله نوري د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې دتېرې شل کلنې جګړې له ځایي ډلګۍ مشرانو، ټپیانو او معلولانو سره لیدلي دي.
نورالله نوري ویلي، چې د دوی د قربانیو په پایله کې د «پردیو اشغالګرو» کمبله ټوله شوې ده.
نوموړی وايي، چې طالبانو که دا «درنې قربانۍ» نه وای ورکړې، پر کابل به نه وای مسلط شوي.
د طالبانو یاد وزیر د سیمې طالب مسوولانو ته د سپارښتنې په توګه ویلي:« نیتونه مو نور هم صالح کړئ، له ولسونو سره غوره چلند کوئ او په خپلو ورځنیو چارو کې له عدل، احتیاط او حوصلې کار واخلئ.»
دوه کاله وړاندې د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له خوا ولایتي رییسانو ته په لیږل شوي یو مکتوب کې غوښتنه شوې وه، چې د دغې ډلې د ټولو معلولینو نوملړ دې ورسره شریک شي، چې د فوق العاده امتیاز په توګه ورسره د موټر د اخیستو لپاره مرسته وکړي.
طالبانو په تېرو شلو کلونو کې د خپلو لیکو د وژل شویو او معلولو شویو جنګیالیو شمېر نه دی په ډاګه کړی.