• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په دریو ولایتونو کې مو د نشه یي توکو د کاروبار په تور ۱۵ کسان نیولي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۵ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د هېواد په دریو ولایتونو کې د نشه‌یي توکو او جنايي جرمونو پر ضد عملیاتو کې لسګونه کیلوګرامه نشه‌یي توکي او د الکولي مشروباتو دوه کارخونې کشف او ضبط کړي او همداراز په تور یې لږ تر لږه ۱۵ کسان نیول شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼو له مخې، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په نیمروز ولایت کې ۳۵ کیلوګرامه نشه‌یي توکي، په کابل کې یوه اندازه شیشه او په سلګونو نشه‌یي ټابلېټونه کشف او ضبط کړي دي. همدارنګه، د هرات ولایت په اړوندو سیمو کې د الکولي مشروباتو د تولید دوه کارخونې هم له منځه وړل شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې تړاو پنځه تنه نیول شوي چې د لومړنیو څېړنو له بشپړېدو وروسته به طالب عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

بل خوا په یوې جلا خبرپاڼه کې ویل شوي چې د طالبانو د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ نور کسان هم نیولي دي. د معلوماتو له مخې، په هرات ولایت کې پنځه تنه او په فراه ولایت کې څلور تنه د غلا په تړاو نیول شوي دي.

همدارنګه، په پکتیا ولایت کې یو کس د شپږ کیلوګرامه قیمتي ډبرو د غیرقانوني لېږد په تور نیول شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، په غزني ولایت د مقر ولسوالۍ کې یو تن ۱۶۰ فیره د کلاشینکوف مرمۍ پولیسو ته سپارلې دي.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

محمد اشرف غني د پاکستان بریدونه غندلي او په هېواد کې یې د مشروعیت کړکېچ د حل غوښتنه کړې

•
•
•

نور کیسې

احمد علي حضرت: د ډیورنډ کرښې د رسمیت پېژندنې په تړاو څرګندونې د پاکستاني پوځ محصول دی

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۰ GMT+۱
احمد علي حضرت:  د ډیورنډ کرښې د رسمیت پېژندنې په تړاو څرګندونې د پاکستاني پوځ محصول دی
100%

د ننګرهار د ولایتي شورا پخواني رییس احمد علي حضرت افغانستان انټرنشنل–پښتو ته په یوه پېغام کې ویلي، د ډیورنډ کرښې د رسمیت پېژندنې په تړاو څرګندونې د پاکستاني پوځ محصول دی. هغه وایي، هر څوک که ختیځو ولایتونو کې د پاکستان سیاسي او استخباراتي پروژې پر مخ یوسي، نو دوی به یې مخه ونیسي.

نوموړي وویل: «دا کرغېړنه کرښه د استعماري قوتونو د فشار او د پاکستان پوځ د فرمایش محصول ده، د ولس هېڅ ډول اراده په‌کې نه ده شامله». د احمد علي حضرت په وینا، ډیورنډ کرښه د افغان ولس لپاره په هېڅ لحاظ د منلو وړ نه ده او له افغان ملت پرته نور هېڅوک حق نه لري چې د دغه کرښې په تړاو غیر مسوولانه څرګندونې وکړي.

هغه وایي، نړۍ په دې ښه پوهېږي چې ډیورنډ کرښه هېڅ ډول رسمیت نه لري او نه هم افغانانو ته د منلو وړ ده. د نوموړي په خبره: «افغان ولس د دې تپل شوې کرښې د ازادۍ لپاره تل مبارزه کوي تل مبارزه کوي».

د ننګرهار د ولایتي شورا دې مخکیني رییس افغانستان انټرنشنل – پښتو ته سره په خبرو کې خبرداری ورکړی، چې د ټول افغانستان په ګډون په ځانګړي ډول ختیځو ولایتونو کې به هېڅ ډلې ته اجازه ور نه کړي چې د پاکستان په ګټه سیاسي او استخباراتي پروژې عملي کړي. احمد علي حضرت وویل، هر هغه سیاسي او مدني حرکت چې د پاکستان له لوري یې ملاتړ کېږي او یا هم رامنځته شوی وي، د افغانانو لپاره د منلو وړ نه دی.

د نوموړي دا څرګندونې د محمد محقق د وروستیو هغو خبرو په غبرګون کې شوي چې ډیورنډ کرښه یې د پاکستان او افغانستان ترمنځ «رسمي سرحد» بللی دی. محقق تر دې مخکې هم څو څو ځله د‌ پاکستان د پوځي مشرانو ستاینې کړي او له دغه هېواد سره یې خپله ځانګړې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د وحدت اسلامي ګوند د مشر دغو څرګندونو د افغان سیاستوالو او عامو وګړو پراخ غبرګونونه راپارولي او دا ډول خبرې یې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو لپاره زیان بللی دی.

محمد حنیف اتمر: د ډیورنډ کرښې په څېر ملي موضوعاتو کې د ولس اراده له پامه غورځول شوې

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۳۰ GMT+۱
محمد حنیف اتمر: د ډیورنډ کرښې په څېر ملي موضوعاتو کې د ولس اراده له پامه غورځول شوې
100%

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وایي، د خپل ځان‌ د ارادی حق د نړیوال قانون بنسټیز اصل دی. هغه زیاته کړې، چې په مهمو ملي مسایلو، په ځانګړي ډول د ډیورنډ کرښې په قضیه کې، د افغانانو اراده له پامه غورځول شوې ده.

هغه پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د خپل ځان‌ د ارادې حق د معاصر بشري تمدن له مهمو لاسته راوړنو څخه دی، چې د حکومتونو او سیاسي نظامونو مشروعیت د ملتونو له ارادې سره تړي. د هغه په وینا، دا اصل د افغانستان په اساسي قانون کې هم ځای لري او ملي حاکمیت یوازې د خلکو حق ګڼي.

هغه زیاته کړې: «د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې، په ځانګړي ډول د تپل شوې ډیورنډ کرښې په قضیه کې، د ملت اراده له پامه غورځول شوې ده.»

د نوموړي په خبره، د ځینو سیاسي ډلو دریځونه نه یوازې له تاریخي واقعیتونو سره سمون نه لري، بلکې د افغانستان د خلکو له غوښتنو او احساساتو څخه هم واټن لري.

اتمر ټینګار کړی چې هېڅ سیاسي مصلحت نه شي کولی د خلکو له خپلواکۍ او د خپلې خاورې پر سر د حاکمیت حق ترې واخلي. هغه ویلي: «د لویو ملي موضوعاتو په اړه د خلکو د ارادې او غوښتنو نادیده نیول د منلو وړ نه دي او د ملي حاکمیت له اصولو سره په ټکر کې دي.»

شاپور ځدراڼ د نوي ډیلي د یوه روغتون د شدیدې پاملرنې په څانګه کې تر درملنې لاندې دی

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۲۰ GMT+۱
شاپور ځدراڼ د نوي ډیلي د یوه روغتون د شدیدې پاملرنې په څانګه کې تر درملنې لاندې دی
100%

د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د هند د نوي ډیلي په یوه روغتون کې د شدیدې پاملرنې په څانګه کې بستر دی. شاپور ځدراڼ د د وینې او معافیتي حجرو د بې‌کچې فعالېدو له ناروغۍ کړیږي.

د راپورونو له مخې، شاپور ځدراڼ د د وینې او معافیتي حجرو د بې‌کچې فعالېدو ناروغي (HLH) په څلورم پړاو اخته دی.

دا ناروغي ډېری په ماشومانو کې لیدل کېږي، خو په لویانو کې هم رامنځته کېدای شي، په ځانګړي ډول په هغو کسانو کې چې معافیتي سیستم یې کمزوری وي یا مخکې له سرطان سره مخ شوي وي.

په دې ناروغۍ کې د بدن معافیتي سیستم ډېر فعال کېږي، چې له امله یې شدید التهاب رامنځته کېږي او د بدن نسجونو ته زیان رسوي.

د شاپور ورور غمي ځدراڼ ویلي چې نوموړي لومړی ځل د تېر کال په اکتوبر کې د ناروغۍ نښې احساس کړې.

وروسته ډاکټرانو ورته سپارښتنه وکړه چې د لا پرمختللې درملنې لپاره هند ته ولاړ شي.

هغه زیاته کړې چې راشد خان او د افغانستان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف د اړیکو له لارې مرسته وکړه چې د هند ویزه ژر ترلاسه شي.

شاپور د جنورۍ پر۱۸مه نېټه هند ته ولاړ او له همغه وخته په روغتون کې بستر دی.

د هغه ورور وایي چې شاپور له شدیدو عفونتونو سره مخ شوی و او حتا نری رنځ (توبرکلوز) یې مغز ته هم خپور شوی و.

هغه همداراز ویلي چې شاپور له روغتون نه تر رخصتېدو وروسته بیا له نس درد او تبې سره مخ شو او وروسته جوته شوه چې د ډینګي په ناروغۍ هم اخته شوی دی.

د مارچ پر۲۶مه نېټه د نوموړي د هډوکو د مغز ازموینې وښوده چې دHLH ناروغۍ په څلورم پړاو کې دی.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، شاپورځدراڼ ډېرې کمې خبرې کولای شي، زیاتره وخت ویده وي او شاوخوا ۱۴ کیلو وزن یې له لاسه ورکړی دی.

د هلمند د ملکه ثریا روغتون کارکوونکي وايي د اتو میاشتو معاشونه یې نه دي اخېستي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۳۶ GMT+۱
د هلمند د ملکه ثریا روغتون کارکوونکي وايي د اتو میاشتو معاشونه یې نه دي اخېستي
100%

د هلمند ولایت د ملکه ثریا روغتون یو شمېر ښځینه کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د جمهوري نظام د وروستیو اتو میاشتو معاشونه یې تر اوسه نه دي ورکړل شوي. دغه کارکوونکې وايي، پخوا یې معاش ۱۸ زره افغانۍ و، خو اوس ۷ زره افغانۍ شوی او هغه هم درې میاشتې کیږي چې نه دی ورکړل شوی.

دوی وایي چې د جګړو په سختو شرایطو کې یې هم خپلو دندو ته دوام ورکړی، شپه او ورځ یې کار کړی او د خپلو دندو په ترسره کولو کې یې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

یادو کارکوونکو زیاته کړې چې څو ځله یې خپل اسناد او غوښتنې اړوندو وزارتونو ته سپارلي، خو تر اوسه یې حق نه دی ورکړل شوی.

د دوی په وینا، مخکې معاشونه د انکشافي بودجې له لارې ورکول کېدل، خو اوس رسمي سیستم ته انتقال شوي، مګر له دې سره سره یې ستونزې لا هم نه دي حل شوي.

دغه کارکوونکي شکایت کوي، چې پخوا یې معاش ۱۸ زره افغانۍ و، خو اوس ۷ زره افغانۍ شوی او هغه هم له تېرو درې میاشتو راهیسې نه دی ورکړل شوی.

یادې ښځینه کارکوونکي زیاتوي چې د هېواد په نورو برخو کې د مالیاتو او صفایي فیسونو په نوم له خلکو څخه د کلونو کلونو پیسې اخیستل کېږي، خو د روغتیايي کارکوونکو حقونه نه ورکول کېږي.

سمیع سادات: محقق لومړی هزاره مشر دی چې د امیر عبدالرحمن خان «کارنامه» تاییدوي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۰۱ GMT+۱
سمیع سادات: محقق لومړی هزاره مشر دی چې د امیر عبدالرحمن خان «کارنامه» تاییدوي
100%

د افغانستان د پخوانۍ ملي اردو جنرال سمېع سادات د محقق د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، «نوموړی لومړنی هزاره مشر دی، چې د امیر عبدالرحمن خان یوه کارنامه تاییدوي». نوموړي ټینګار کړی چې محقق باید د ډیورند اړوند سند په دقت ولولي او بیا پرې وغږیږي.

سمیع سادات د محقق د وروستیو څرګندونو په تړاو ویلي، چې د افغانستان د نقشې او اوسني ملت په اړه د محمد محقق نظر سپکاوی دی.

د هغه په وینا، دا ډول دریځ د هېواد په وړاندې د مالکیت د احساس کمزوري او د ظلم پر وړاندې د مبارزې د جرئت نشتوالی ښيي.

نوموړي زیاته کړې چې یو بې حسه او وېرېدلی رهبر نشي کولای مثبت بدلون راولي.

سادات همداراز د ځینو افغان مشرانو پر کړنو نیوکه کړې چې د شخصي ګټو او مجلل ژوند لپاره د استخباراتي شبکو له نفوذه اغېزمن شوي دي.

هغه د پخوانیو مجاهدینو مثال ورکړی چې له پاکستان سره یې همکاري کړې او ویلي یې دي چې باید له هغو تجربو عبرت واخیستل شي.

سادات ټینګار کړی چې هېڅ ځواک دا صلاحیت نه لري چې د افغانستان د ځمکو په اړه پرېکړه وکړي، او هر څوک چې دا کار کوي، خپل عزت له لاسه ورکوي.

د سمیع سادات په وینا، محقق ته په کار ده چې د ملي یووالي او ثبات لپاره رغنده رول ولوبوي، نه دا چې د تفرقې سبب شي.