• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا او ایران احتمالي مذاکراتو له امله اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې پوهنتونونه انلاین شوي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۵۱ GMT+۱

په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې یو شمېر پوهنتونونو خپل تدرس په انلاین بڼه کولو او د ازموینو د ځنډولو اعلان کړی دی. دا پرېکړه د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د احتمالي مذاکراتو د دوهم پړاو د ترسره کېدو په تړاو شوې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، تمه کېږي چې د دغو خبرو دوهم پړاو هم په اسلام‌اباد کې ترسره شي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د دوی استازي به ژر پاکستان ته ورسېږي.

په اسلام اباد کې نړیوال اسلامي پوهنتون اعلان کړی چې د اپرېل له ۲۰تر ۲۴پورې به ټولګي انلاین وي او منځنۍ ازموینې یې ځنډولې دي.

همدارنګه، پیر مهر علي شاه د کرنې اریډ پوهنتون ویلي چې د اپرېل له ۱۸تر ۲۶پورې به ټولګي انلاین وي او اصلي ودانۍ به یې د یوې اوونۍ لپاره تړلی وي. زده‌کوونکو ته سپارښتنه شوې چې له لیلیو ووځي او کارکوونکي به خپلې دندې له کوره ترسره کوي.

بل خوا د راولپنډي طبي پوهنتون او کامسیټس پوهنتون هم ازموینې ځنډولې دي،خپل ټولګي یې انلاین کړي او خپلې منځنۍ ازموینې یې ځنډولي دي.

د «ایکسپرېس ټریبیون» ورځپاڼې د راپور له مخې، په راولپنډۍ کې د دغو احتمالي مذاکراتو له امله سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. راپور وايي چې له ۱۰زرو څخه زیات پولیس ګمارل شوي او له ۶۰۰زیاتې تلاشي پوستې جوړې شوې دي.

همدارنګه ویل شوي چې په راولپنډۍ کې د هلکانو او نجونو لیلیې تر بل امر پورې تړل شوې دي.

تر اوسه په اسلام‌اباد کې د مذاکراتو د دوهم پړاو دقیق وخت په رسمي ډول نه دی اعلان شوی.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

مولانا فضل‌الرحمن: د پاکستان تړلې پولې او اقتصادي فشارونه د پالیسیو ناکامي ښيي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۱۲ GMT+۱
مولانا فضل‌الرحمن: د پاکستان تړلې پولې او اقتصادي فشارونه د پالیسیو ناکامي ښيي
100%

د جمعيت علما اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن ویلي، سره له دې چې پاکستان د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کوي، خو په خپله په کور دننه له جدي سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

هغه په لاهور ښار کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل،چې د پاکستان ختیځې او لوېدیځې پولې له هند او افغانستان سره تړلې دي، چې دغه کار د سوداګرۍ پر لارو منفي اغېز کړی او اقتصادي فشارونه یې زیات کړي دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د دې وضعیت له امله نه یوازې اقتصادي ستونزې ډېرې شوې، بلکې د چین په ګډون ځینې مهم شریکان هم له پاکستان څخه ناخوښ دي او پانګونه یې کمه کړې ده. د هغه په وینا، له ایران سره اړیکې هم روښانه نه دي.

مولانا فضل‌الرحمن د پاکستان د اقتصادي راتلونکې په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې خلک له لوړې بیو سره مخ اود هُرمز تنګي د وضعیت له امله د سون توکوبیې ناڅاپي لوړې شوې دي.

هغه وویل چې که څه هم د ګرانۍ پر ضد اعلان شوي لاریونونه ځنډول شوي، خو لغوه شوي نه دي او کېدای شي بېرته پیل شي.

فضل‌الرحمن د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې د هېواد د سیاسي او اداري نظام اصلاح ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه د هغه په باور، اوسنی وضعیت د پالیسۍ د کمزورۍ څرګندونه کوي.

اسلام‌اباد او پېنډۍ کې سخت امنیتي تدابیر؛ ۱۰ زره پولیس او ځانګړي ځواکونه پر دندو ګمارل شوي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۴۰ GMT+۱
اسلام‌اباد او پېنډۍ کې سخت امنیتي تدابیر؛ ۱۰ زره پولیس او ځانګړي ځواکونه پر دندو ګمارل شوي
100%

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد او نږدې ښار راولپنډۍ کې د احتمالي امنیتي اندېښنو له امله سخت امنیتي تدابیر نیول شوي، چې په ترڅ کې یې له ۱۰ زرو زیات پولیس، په ګډون د ځانګړو کومانډو او نښه‌ویشتونکي ځواکونه، پر دندو ګمارل شوي دي.

امنیتي چارواکو ویلي چې په دواړو ښارونو کې شاوخوا ۴۰۰ امنیتي پوستې د ښار د ننوتلو او وتلو ټولې لارې څاري، او په لویو لارو کې هم اضافي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

پولیسو اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې ټول کارکوونکي باید له ځان سره د پېژندپاڼې درلودل باوري کړي او د اړتیا په صورت کې یې ښکاره کړي.

چارواکي وایي، د ټرافیک کنټرول هم سخت شوی او د ښار امنیتي تدابیر لا پیاوړي شوي، څو د هر ډول احتمالي پېښو مخه ونیول شي.

په همدې حال کې د بسونو یو مهم تمځای په اسلام‌اباد کې د شنبې له ورځې راهیسې موقتي تړل شوی او تمه ده دا بندښت د اپریل تر ۲۶مې نېټې پورې دوام وکړي.

له بل لوري، د راپورونو له مخې، په ښار کې د رسنیو لاسرسی هم تر یوې اندازې محدود شوی او اسلام‌اباد د امنیتي وضعیت له مخې په یو کلک کنټرول شوی ښار بدل شوی دی.

یاد تدابیر داسې مهال نیول کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو هم تر اوسه په نامعلوم حالت کې پاتې دی.

اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې د امنیتي وضعیت له امله تعلیمي چارې ځنډول شوي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۳۷ GMT+۱
اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې د امنیتي وضعیت له امله تعلیمي چارې ځنډول شوي
100%

د پاکستان راولپنډۍ په باراني پوهنتون کې د امنیتي وضعیت له امله د اپریل تر ۲۴مې نېټې پورې ټولې حضوري چارې ځنډول شوي او تدریسي بهیر انلاین شوی، په داسې حال کې چې په اسلام‌اباد کې هم یو شمېر تعلیمي ادارو ورته پرېکړې کړې دي.

د راولپنډۍ د باراني پوهنتون چارواکو په رسمي خبرتیا کې ویلي چې د امنیتي وضعیت له امله د پوهنتون مرکزي څانګه تر ۲۴ اپریل پورې تړلې پاتې کېږي او ټول درسونه به په انلاین بڼه ترسره شي.

په خبرتیا کې ویل شوي چې د پوهنتون په لیلیه کې مېشت زده‌کوونکي باید له لیلیې ووځي او خپلې خونې خالي کړي.

بل لور ته، د اسلام‌اباد نړیوال اسلامي پوهنتون هم اعلان کړی چې ټول درسونه به د اپریل له ۲۰مې تر ۲۴مې نېټې پورې انلاین وي.

دغه پوهنتون همداراز ویلي چې د همدې مودې لپاره ټاکل شوې منځنۍ ازموینې هم ځنډول شوې دي.

په همدې حال کې د اسلام‌اباد سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې په ښار کې د هټیو یا د بس تمځایونو د تړلو هېڅ ډول رسمي امر نه دی صادر شوی.

بلوچستان کې د ځانمرګي برید د اسانتیا برابرولو په تور یوه ښځه نیول شوې

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۳۶ GMT+۱
بلوچستان کې د ځانمرګي برید د اسانتیا برابرولو په تور یوه ښځه نیول شوې
100%

د پاکستان د بلوچستان ایالت چارواکي وایي، د چاغۍ ولسوالۍ په نوګنډۍ سیمه کې د پولیسو ځواکونو پر مرکز د تېر کال د ځانمرګي برید د اسانتیا برابرولو په تور یوه ښځه نیول شوې، چې په وینا یې د پېښې له عاملینو سره یې اړیکې لرلې.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مرستیال سیکرټري حمزه شفقات او ویاند بابر یوسفزي د شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي چې نیول شوې ښځه رحیمه بي بي نومېږي او د هغې مېړه منظور احمد هم د یاد برید د اسانتیا په برابرولو کې ښکېل و.

چارواکو ویلي چې منظور احمد او رحیمه بي بي د پېښې له ترسره کېدو وروسته افغانستان ته تښتېدلي دي.

د دوی په وینا، د تېر کال د نومبر په لومړیو کې یوه ښځه د زرينې په نوم له خپلو ماشومانو سره د دالبندین په سیمه کې د رحیمه بي بي کور ته وړل شوې وه، چې وروسته له هغې سیمې لېږدول شوې او بیا هغه برید ترسره شوی.

چارواکي ادعا کوي چې منظور احمد د خپلې مېرمنې رحیمه بي بي د پېژندپاڼې له لارې د سیم‌کارت د اخیستو لپاره کار اخیستی او له وسله‌والو ډلو سره یې اړیکې ساتلې دي. همداراز، د راپور له مخې، ځانمرګې بریدګرې زرينې ته د روزنې لپاره افغانستان ته د تګ زمینه هم برابر شوې وه.

په خپره شوې ویډیو کې رحیمه بي بي د چارواکو دغه څرګندونې تایید کړې او ویلي یې دي چې د تېر کال د نومبر په ۱۱مه نېټه یوه نااشنا ښځه له خپلو ماشومانو سره د هغوی کور ته راوستل شوې وه او بله ورځ له هغه ځایه وړل شوې ده.

هغې زیاته کړې چې وروسته له برید څخه یې هڅه کړې وه افغانستان ته ولاړه شي، خو تر هغه وړاندې نیول شوې ده.

د پاکستان کراچۍ ښار کې ټرافیکي پېښې؛ سږ کال ۳۱۲ کسان مړه شوي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۲۱ GMT+۱
د پاکستان کراچۍ ښار کې ټرافیکي پېښې؛ سږ کال ۳۱۲ کسان مړه شوي
100%

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د ټرافیکي پېښو له امله د مړه شویو شمېر ۳۱۲ ته رسېدلی، چې په‌کې ډېری قربانیان پر موټرسایکل سپاره کسان دي.

د پاکستاني رسنۍ «جیونیوز» د راپور له‌مخې، وروستۍ پېښه د ښار د «ګلستان جوهر» په سیمه کې رامنځته شوې، چې په‌کې د اوبو یو ټانکر له یوه موټرسایکل سره ټکر کړی او له امله یې موټرسایکل چلوونکی مړ شوی دی. له پېښې وروسته قهرېدلو ځايي خلکو ټانکر ته اور اچولی دی.

تر دې وړاندې هم په دوو جلا جلا پېښو کې دوو ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. لومړۍ پېښه د «پیپلز څلور لارې» ته نږدې رامنځته شوې، چې په‌کې پر موټرسایکل سپره یوه ښځه مړه شوې او بله پېښه د «ماړي پور» په سړک رامنځته شوې او هغې کې هم یوه ښځه ځای پر ځای مړه شوې ده.

د ژغورنې ادارو د معلوماتو له‌مخې، یوازې سږ کال په کراچۍ کې ۳۲۷۵ کسان د ټرافیکي پېښو له امله ټپیان شوي دي. همدارنګه، د لویو موټرو له ټکره ۴۸ کسان، د اوبو ټانکرو له ټکره ۳۱ کسان، د بسونو له ټکره ۱۲ کسان او د ډمپرو له ټکره ۵ کسان مړه شوي دي.

چارواکي وایي، د ټرافیکي اصولو نه مراعات، د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي او د درنو وسایطو بې‌نظمه تګ راتګ د دې پېښو له اصلي لاملونو څخه دي، چې د ښار د اوسېدونکو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.