• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۶کال کې ۴.۲مېلیونه افغانان بېړنۍ سرپناه او غیرخوراکي توکو ته اړتیا لري

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۴۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې (UN-Habitat) ویلي، چې په افغانستان کې د روان ۲۰۲۶کال پرمهال ۴.۲ مېلیونه افغانان بېړنۍ سرپناه او غیرخوراکي توکو ته اړتیا لري. د یادې ادارې په وینا؛ وروستیو طبیعي پېښو د سرپناه بېړنۍ اړتیا لاپراخه کړې ده.

یادې ادارې پر اېکس پاڼه کاږلي، که څه هم د باکو په WUF13 غونډه کې نړۍ د کور او بېړنۍ سرپناه په اړه بحث کوي؛ خو د افغان کورنیو لپاره یې اړتیا بېړنۍ ده. د ملګرو ملتونو استوګنې ادارې تر دې وړاندې ویلي و، چې د ۲۰۲۶کال له جنورۍ راهیسې په افغانستان کې نږدې ۱۴زره کسان د سېلابونو له امله اغېزمن شوي. یادې ادارې ویلي، دغه وضعیت د پیاوړ زېربناوو جوړولو بېړنۍ اړتیا په ګوته کوي؛ څو د طبیعي پېښو له زیانونو سره د خلکو د مقاومت کچه لوړه شي.
د دوی په خبره؛ په تېر ۲۰۲۵کال کې د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې تر ۳۱زره ډېر خلک د سېلابونو له امله اغېزمن شوي وو. یادې ادارې زیاته کړې وه:« زموږ هڅې له ټولنو سره مرسته کوي، چې د ناورینونو په وړاندې خوندي پاتې شي».
دا په داسې حال کې ده، چې د روان لمریز کال له پیل سره د افغانستان بېلابېل ولایتونه د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله اغېزمن شوي دي.

ترویج لرونکی

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې
۱

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۲

هند د ۱۷ پاکستانيانو په ګډون ۲۳ کسان په رسمي ډول «ترهګر» اعلان کړل

۳
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

۴

سرچینې: طالبانو بدخشان کې له ځوانانو غوښتي چې د دوی له اردو سره یوځای شي

۵

فرهاد دریا نوین الحق ته: کرېکټ لوبډله د ټول ملت ګډه پانګه ده او د هېچا شخصي میراث نه‌دی

•
•
•

نور کیسې

په یوه ورځ؛ له پاکستان نه تر ۶زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۲۵ GMT+۱
په یوه ورځ؛ له پاکستان نه تر ۶زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د وري ۳۰مه) ۱۰۹۱ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۶زره او ۶۱۹ کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د یاد کمېسیون په وینا؛ یوازې له پاکستان نه تر ۶زره ډېر کډوال ستانه شوي دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۹۱۰ کورنۍ د تورخم له لارې، ۸۷کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، ۶۶کورنۍ د سپین بولدک له لارې او ۲۸کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ؛ له راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده. د روانې اوونۍ له پیل راهیسې دا څلورمه ورځ ده، چې له پاکستان او ایران نه افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو پراخې څپې روانې دي.

که څه هم ځینې راپورونه ښيي، چې له ایران نه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ د دغه هېواد د امنیتي موضوعاتو له امله دومره چټکه نه‌ده؛ خو پاکستان په وروستیو ورځو کې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر لا ګړندی کړی دی.

د افغان ښځو یو غورځنګ: د افغان کډوالو جبري اېستل د انساني اصولو خلاف کړنه ده

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۴۶ GMT+۱
د افغان ښځو یو غورځنګ: د افغان کډوالو جبري اېستل د انساني اصولو خلاف کړنه ده
100%

د افغانستان د ښځو د ازادۍ په نوم یو غورځنګ په پاکستان کې د افغان کډوالو پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې او د دغه هېواد له لوري یې د افغان کډوالو د وتلو لپاره د ضرب‌الاجل ټاکل او د جبري اېستلو لړۍ چټکول د بشري او انساني اصولو خلاف اقدام بللی دی.

د یاد غورځنګ له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پرېکړې زرګونه کډوالې کورنۍ په ځانګړې توګه ښځې، د بشري حقونو فعالان او خبریالان له جدي ګواښونو او ناروښانه وضعیت سره مخ کوي.

دغه غورځنګ ټینګار کړی، چې په اوسنیو شرایطو کې افغانستان ته د کډوالو د خوندي، په خپله خوښه او باعزته ستنېدو هېڅ تضمین نه‌شته او جبري اېستل کولای شي نه جبرانېدونکې او ان له ناورینه ډکې پایلې ولري. د نوموړي غورځنګ په وینا؛ ډېری دغه کسان د امنیتي ګواښونو او پراخو محدودیتونو له امله اړ شوي، چې خپل هېواد پرېږدي او بېرته یې افغانستان ته ستنول هغوی له مستقیم ګواښ سره مخ کوي.

دغه غورځنګ د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې، چې د جبري اېستلو بهیر سملاسي ودروي، د ټاکل شوي ضرب‌الاجل په اړه خپله پرېکړه بیا وارزوي او د نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ د کډوالو د ملاتړ لپاره بشري او دوامداره لارې چارې عملي کړي.

همدارنګه په خبرپاڼه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتنه شوې، چې د دغه وضعیت پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي او د افغان کډوالو د ژوند او کرامت د ساتنې لپاره عملي او بېړني ګامونه پورته کړي.

پاکستاني چارواکي: په لنډي کوتل کې هره ورځ تر ۴زره ډېر ستنېدونکي افغان کډوال ثبتېږي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۳۵ GMT+۱
پاکستاني چارواکي: په لنډي کوتل کې هره ورځ تر ۴زره ډېر ستنېدونکي افغان کډوال ثبتېږي
100%

ډان ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې په لنډي کوتل کې د افغان کډوالو د لېږد په لنډمهاله پنډغالو کې د ستنېدو لړۍ چټکه شوې ده. د دوی د معلوماتو له مخې؛ هره ورځ ۴زره او ۵۰۰ افغان کډوال د ستنېدو په موخه ثبتېږي.

د حمزه بابا لنډمهاله پنډغالي چارواکو ویلي، چې د مارچ میاشتې له ۳۱مې نېټې د ستنېدونکو لپاره د تورخم لارې تر پرانیستلو وروسته د افغان کډوالو د ستنېدو شمېر زیات شوی. دوی ویلي، چې دوه ورځې وړاندې په یوه ورځ تر ټولو ډېر ۶زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

چارواکو ویلي، چې دامهال په دغه پنډغالي کې د کارکوونکو شمېر، د ثبت وسایل او نورې اسانتیاوې زیاتې شوې دي. د ځايي چارواکو په خبره؛ د لنډي کوتل اوسېدونکو په ځانګړي ډول شینوارو له افغان کډوالو سره مرستې کړې او افغان کورنیو ته یې خواړه، درمل، جامې او د اوسېدو ځایونه برابر کړي دي.

خو په دغه لنډمهاله پنډغالو کې بیا افغان کډوال د اسانتیاوو له نشتوالي په ځانګړي ډول د برېښنا او څښاک اوبو د نشتوالي په اړه شکایتونه کوي. د یادې سیمې یو فعال قاضي نظیم ګل ویلي: «د یادو افغان کورنیو ډېره برخه ځايي خلکو پر غاړه اخیستې. هغوی نه یوازې دوی ته اړین توکي برابر کړي؛ بلکې ګڼ شمېر افغانانو په ځانګړې توګه ښځو، ماشومانو او ناروغانو ته یې په خپلو کورونو کې ځای هم ورکړی دی».

د خوړو نړۍوال پروګرام په بغلان او پکتیا کې له ۱۲۰۰ زیاتو بې‌وزلو کورنیو سره نغدي مرستې کړي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۲۴ GMT+۱
د خوړو نړۍوال پروګرام په بغلان او پکتیا کې له ۱۲۰۰ زیاتو بې‌وزلو کورنیو سره نغدي مرستې کړي
100%

د خوړو نړۍوال پروګرام په بغلان او پکتیا کې له ۱۲۳۱ داخلي بې‌ځایه شویو او بې‌وزلو کورنیو سره نغدي مرستې کړي. دغه پروګرام په پکتیا کې د وروستیو جګړو له امله له هرې بې‌ځایه شوې کورنۍ سره ۵۸۰۰ او په بغلان کې له هرې بې‌وزلې کورنۍ سره ۲۹۰۰ افغانۍ مرسته کړې ده.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د یکشنبې په ورځ (د وري ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د خوړو نړۍوال پروګرام له «اې‌ډبلیو‌سي‌پي‌او» دفتر سره په همغږۍ د وروستیو جګړو له امله د پکتیا د ډنډ پټان او څمکنیو ولسوالیو له ۲۶۸ بې‌ځایه شویو کورنیو سره دویم پړاو مرستې وکړې.

د خبرپاڼې له‌مخې، په دې پړاو کې پر هرې کورنۍ ۵۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره ۲ میلیونه او ۲۳۸ زره او ۲۰۰ افغانۍ نغدې پیسې ځانګړې شوې وې.

له دې سره سم، یاد نړۍوال سازمان د بغلان د مرکز پلخمري ښار په شمرق سیمه کې پر ۸۴۵ مستحقو کورنیو درېیم پړاو نغدي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې پر هرې کورنۍ ۲۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره ۲ میلیونه او ۴۵۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدې پیسې ځانګړې شوې وې.

مرسته ترلاسه کوونکي دغه شوې مرستې کافي نه‌بولي او له نورو نړۍوالو مرستندویه موسسو غواړي چې په دې سختو شرایطو کې یې لاسنیوی وکړي.

محقق د عاصم منیر له ستایلو وروسته ویلي د «ډیورند کرښه» په رسمیت پېژني

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۴۱ GMT+۱
محقق د عاصم منیر له ستایلو وروسته ویلي د «ډیورند کرښه» په رسمیت پېژني
100%

د وحدت ګوند مشر محمد محقق د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند برخه کې د هڅو له امله د پاکستان د لوی درستیز عاصم منیر له ستاینې وروسته اوس ویلي، ډیورند کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د رسمي پولې په توګه په رسمیت پېژني. دا هغه غوښتنه ده، چې پاکستان یې له خپل پیدایښت سره هیله لري.

محمد محقق چې د مقاومت عالي شورا غړیتوب هم لري وايي، د افغانستان د سیاسي جغرافیې په تړاو د «ملګرو ملتونو تقسیم بندۍ» ته ژمن دی.

هغه د یکشنبې په ورځ (د وري ۳۰مه) له امو ټلویزیون سره په مرکه کې څرګنده کړې، چې د پاکستان او طالبانو تر منځ د اختلافونو یوه موضوع ډیورند کرښه ده. د هغه په وینا، طالبان د پاکستان شاوخوا ۳۵ سلنه خاوره د افغانستان ګڼي.

محقق ویلي، هغه کسان چې له پاکستان سره پر ډیورند کرښه دعوا لري، باید د خپل زور او قدرت کچه وسنجوي او همداراز یې پاکستان یو اټومي ځواک بللی او په ډاګه کړې یې ده، چې له اسلام‌اباد سره د دعوې د دوام پلوی نه‌دی.

محمد محقق تر دې مخکې د وري په ۱۹مه د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ته په یوه لیک کې د «ورور» خطاب کړی وو او د اسلام‌اباد په منځګړیتوب یې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند هڅې ستایلې وې او همدارا یې ویلي وو، پاکستان په دې اقدام سره ثابته کړه، چې په سیمه کې د «سولې او ثبات مدافع» دی.

محقق د ایران او امریکا ترمنځ په اوربند کې د رول لوبونې له امله عاصم منیر ستایلی | افغانستان انټرنشنل پښتو

محقق د تېر کال د کب پر ۱۹مه له افغانستان انټرنشنل سره په یوې مرکه کې ویلي وو، طالبان به له اسلام‌اباد سره په روانه نښته کې هېڅکله بريالي نه‌شي او په ورته مهال ټي‌ټي‌پي هم په هغه کچه نه‌دی چې پاکستان ته سرخوږی جوړ کړي.

محمد محقق: طالبان د پاکستان پر وړاندې جګړه ګټلی نه‌شي | افغانستان انټرنشنل پښتو

محقق په یاده مرکه کې وویل: «جګړه دواړو لوریو ته زیان رسوي». د نوموړي په خبره، داسې معلومات نه‌لري چې ګوندې پاکستان دې د طالبانو له مخالفینو سره اړیکې کړې وي، خو که روان کړکېچ ډېرېږي نو احتمال ډېر دی چې اسلام‌اباد داسې یو اقدام وکړي.

د امیر عبدالرحمان خان د حکومت پر مهال په ۱۸۹۳ کال کې کله چې پاکستان د نړۍ په نقشه کې نه وو، د افغانستان او برېتانوي هند تر منځ یو قرارداد لاسلیک شو او ورسره د برېتانوي هند او افغانستان تر منځ کرښه وټاکل شوه، چې بیا وروسته دغه کرښه د هغه د لاسلیک کوونکي برېتانوي هنري موتیمر ډیورند په نوم مشهوره شوه.

د طالبانو دفاع وزیر: پاکستان غواړي چې موږ د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپېژنو | افغانستان انټرنشنل پښتو

د طالبانو اداره د افغانستان د پخوانیو دولتونو په څېر ډیورند کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي پوله نه‌ګڼي. د طالبانو او پاکستان تر منځ د شخړو له ډېرېدو وروسته د طالبانو دفاع وزیر یعقوب مجاهد هم ویلي وو، چې په مذاکراتو کې د پاکستان یوه غوښتنه د طالبانو له لوري د ډیورند کرښې په رسمیت پېژندنه وه، چې دوی به یې هېڅکله هم په رسمیت ونه‌پېژني.

د څارونکو په وینا، پاکستان له خپل پيدایښت راهیسې په دې هیله دی، چې ډیورند کرښه د افغانستان له لوري په رسمیت وپېژندل شي، خو په افغانستان کې هېڅ نظام ډیورند کرښه د دواړو لورو تر منځ د رسمي پولې په توګه نه‌ده ګڼلې او یوازې یې ورته «ډیورند کرښه» ویلې او د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري یو ځلي ویلي وو، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ «رسمي پوله» او «صفري نقطه» نه‌شته.