• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر چټکولو لپاره هڅې روانې دي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۱۳ GMT+۱تازه شوی: ۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۱۳ GMT+۱

اروپايي ټولنې تایید کړې، چې د طالبانو له ادارې سره یې د تخنیکي کچې خبرې پیل کړې دي، څو هغه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته واستول شي چې په اروپا کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي ټولنې یو شمېر غړي هېوادونه د دې بهیر د چټکولو غوښتنه کوي.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، اروپايي ټولنې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنې ادارې سره یې د تخنیکي کچې لومړني تماسونه پیل کړي دي، څو د رد شویو پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو بهیر تنظیم او چټک کړي.

د اروپايي کمېسیون ویاند مارکوس لامېرت په بروکسل کې په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د اتحادیې اجرایه اداره هڅه کوي د غړو هېوادونو ترمنځ د دې موضوع په اړه همغږي رامنځته کړي.

هغه ویلي: «سږ کال مو د تخنیکي کچې په اساس په افغانستان کې له واکمنې ادارې سره د څېړنیزو تماسونو پیل کړی دی.»

راپور زیاتوي چې دا اقدام په داسې حال کې شوی چې د اروپايي ټولنې ۲۰ غړو هېوادونو له بروکسل غوښتي چې د هغو افغان وګړو د بېرته ستنولو لپاره عملي ګامونه واخلي چې په اروپا کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري.

د بلجیم د کډوالۍ وزیرې انلېن وان باوت ویلي چې اوسنی وضعیت دا ښيي چې حتی هغه افغانان چې جرم یې ثابت شوی، هم نه شي بېرته ستنول کېدای، چې دا د هغې په وینا د عامه باور او د امنیتي پالیسۍ پر وړاندې ستونزه ده.

د راپور له مخې، جرمني، اتریش، یونان، ایټالیا، هالنډ، ناروې، پولنډ او سویډن په ګډون ۲۰ هېوادونو دا لیک لاسلیک کړی او د ګډو اروپايي اقداماتو غوښتنه یې کړې ده.

په همدې حال کې، ځینې اروپايي هېوادونه د ناقانونه کډوالۍ د زیاتېدو له امله د سختو پالیسیو ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې د رسمي معلوماتو له مخې له اروپايي ټولنې څخه د ایستل شویو کسانو لږ تر لږه ۲۰ سلنه بېرته خپلو هېوادونو ته ستنېږي.

د سویډن د کډوالۍ وزیر یوهان فورسل هم د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې اروپايي هېوادونه کولی شي د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره ګډې الوتنې هم تنظیم کړي.

اروپايي ټولنه ټینګار کوي چې له طالبانو سره دا ډول تماسونه د هغوی د سیاسي مشروعیت په معنا نه دي، بلکې یوازې د بشري او تخنیکي اړتیاوو د تنظیم لپاره ترسره کېږي، په داسې حال کې چې افغانستان کې د ښځو پر حقونو سخت محدودیتونه هم دوام لري.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

نصیر احمد اندېشه: افغانستان د زوال موندونکي سیاسي نظم په پای کې دی

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۴۰ GMT+۱
نصیر احمد اندېشه: افغانستان د زوال موندونکي سیاسي نظم په پای کې دی
100%

په جنیوا کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد اندېشه وایي، چې افغانستان د یو «زوال موندونکي سیاسي نظم» په پای کې ولاړ دی او ټینګار کوي چې د طالبانو واکمني نه ملي حکومت دی او نه هم اسلامي خلافت، بلکې د هغه په وینا د تېر شوي روایت وروستی تاوتریخجن انځور دی.

نصیر احمد اندېشه په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، چې افغانستان د داسې سیاسي مفکورې په پای کې ولاړ دی چې نور د تاریخ له واقعیتونو سره سمون نه لري او د ده په وینا «د زوال په حال کې یوه تکرارېدونکې طرحه» ده.

هغه لیکلي، چې د طالبانو امارت نه ملي حکومت دی او نه هم اسلامي خلافت، بلکې د هغه په ټکو د داسې روایت وروستی تاوتریخجن شکل دی چې خلک او تاریخ ترې مخکې تللي دي. د هغه په وینا دا جوړښت نه د ملي حاکمیت لپاره ځای پرېږدي او نه د خلکو د ارادې لپاره.

اندېشه د افغانستان د پخواني تاریخي حاکمیتونو سره د پرتله کولو په ترڅ کې ویلي، چې که څه هم د «اوسپنیز امیر» تعاملات د معاصر دولت د بنسټ لپاره یوه مرحله ګڼل کېدای شي، خو د «شکلي او سخت دریځو واکمنیو» سیاستونه د افغانستان د دولت بنسټونه له منځه وړي.

هغه زیاتوي چې طالبان هڅه کوي په داسې ټولنه کې قومي، ایډیولوژیک نظم تحمیل کړي چې د ده په وینا نن تر بل هر وخت زیات متنوعه، عصري او سیاسي شعور لرونکې ده.

د اندېشه په باور، دا ډول واکمني پایښت نه لري او یوازې د هېواد د تېر حالت د کنګل کولو یوه هڅه ده چې نور د عملي کېدو وړ نه ده.

هغه ټینګار کړی چې د ۲۱مې پېړۍ د حل یوازینۍ لاره د مدني او ټولشموله ملي هویت رامنځته کول دي، داسې هویت چې ټول قومونه د ملت برابر بنسټ‌اېښودونکي وګڼي.

اندېشه وایي چې د تبعیض پر ځای باید تابعیت او اساسي قانون د ټولنې ګډ تړون وي او پر ویشلو تاریخي روایتونو پر ځای باید د ګډ راتلونکي پر لور حرکت وشي. نوموړی زیاتوي: «هیڅ څوک د وطنپالنې انحصار نه لري.»

سرچینې: د امریکا مذاکره کوونکي لوړپوړي چارواکي لا هم واشنګټن کې دي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۳۰ GMT+۱
سرچینې: د امریکا مذاکره کوونکي لوړپوړي چارواکي لا هم واشنګټن کې دي
100%

یوې باخبره سرچینې ویلي، چې د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس لا تر اوسه پاکستان ته له ایران سره د احتمالي دویم پړاو خبرو لپاره نه دی تللی، په داسې حال کې چې د دغو خبرو د ترسره کېدو راتلونکی پړاو لا هم ناڅرګند پاتې دی او ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، یوې سرچینې چې له موضوع سره بلد دی، ویلي چې د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس لا تر اوسه متحده ایالاتو کې دی او پاکستان ته یې سفر نه دی کړی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اوربند د پای ته رسېدو له ضرب‌الاجل وړاندې به پاکستان ته یو امریکایي پلاوی واستوي څو له ایران سره نورې خبرې ترسره شي.

راپور زیاتوي چې یو لوړپوړی ایراني چارواکی ویلي ایران د سولې خبرو کې د ګډون په اړه غور کوي، خو تر اوسه کومه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

یوه بله سرچینه وايي چې که څه هم امریکایي پلاوي تر اوسه حرکت نه دی کړی، خو تمه کېږي چې ډېر ژر اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

بل خوا، نیویارک پوسټ مخکې راپور ورکړی و، چې ټرمپ په یوه مرکه کې ویلي و چې جي ډي وینس، د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی سټیو ویټکاف او د ټرمپ زوم جیرډ کوشنر د خبرو لپاره روان شوي دي. دغه کسان د هغو لومړنیو خبرو برخه هم وو چې د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسراییل له بریدونو وروسته د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره پیل شوې وې.

د بې پولې ډاکټرانو بنسټ نوې مشره له طالب والي سره د روغتیايي خدماتو په اړه غږېدلې

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۰۹ GMT+۱
د بې پولې ډاکټرانو بنسټ نوې مشره له طالب والي سره د روغتیايي خدماتو په اړه غږېدلې
100%

په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو بنسټ نوې مشره، ریتو یداد د بامیان ولایت لپاره د طالبانو له والي ګل حیدر شفق سره لیدلي او په دغه ولایت کې د روغتیایي خدماتو په اړه غږېدلي.

د بامیان لپاره د طالبانو د مطبوعاتي دفتر د راپور له مخې، دغه لیدنه د دوشنبې په ورځ، د وريپه ۳۱مه ترسره شوې چې پکې دواړو لورو د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو او د دوه‌اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په څرنګوالي بحث وکړ.

د راپور پر بنسټ، ریتو یدا ټینګار کړی چې په بامیان کې باید وړیا روغتیايي خدمات دوام ومومي او دا خدمات باید د لازمې همغږۍ له لارې وړاندې شي.

په ورته وخت کې، د بامیان طالب والي د ولایت په مرکز کې د یو مجهز روغتون د جوړولو، په ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو د رامنځته کولو او د اړینو طبي وسایلو د برابرولو غوښتنه کړې، څو د روغتیايي خدماتو کیفیت لوړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې، په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې، روغتیايي خدماتو ته لاسرسی په وروستیو کلونو کې د محدودو پالیسیو له امله کم شوی دی.

ډېری وګړي، په ځانګړي ډول ښځې او امیندوارې میندې، د باکیفیته روغتیايي خدماتو د نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.

نجیب الله علي خېل: د ډیورنډ کرښې په اړه څرګندونې د احتمالي «معاملاتي کڅوړې» برخه ده

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۱
نجیب الله علي خېل: د ډیورنډ کرښې په اړه څرګندونې د احتمالي «معاملاتي کڅوړې» برخه ده
100%

د تېر جمهوري نظام پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفیر نجیب الله علي خېل وایي، چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه وروستۍ څرګندونې او بحثونه ښايي د ځینو ځانګړو کړیو د احتمالي سیاسي معاملاتو د یوه «بستې» برخه وي.

هغه پر ایکس خواله رسنۍ ویلي، چې په دې وروستیو کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه د محمد محقق څرګندونو ګڼ شمېر غبرګونونه راپارولي دي.

هغه لیکلي، چې په حساسو سیاسي شرایطو کې دا ډول څرګندونې «تصادفي نه دي»، بلکې د ده په باور د ځینو ځانګړو افرادو او ډلو د نیت او فکر انعکاس دی، چې غواړي د بېلابېلو موضوعاتو لپاره «شین څراغ» ښکاره کړي.

علي خېل زیاتوي چې د ډیورنډ کرښې په اړه دا ډول بحثونه ښايي د افغانستان د نورو ملي مسایلو سره یو ځای د یوې «معاملاتي بستې» برخه وي، چې ځینې لوري هڅه کوي مقابل اړخ ته یې وړاندې کړي.

هغه همدارنګه اشاره کړې، چې د افغانستان د جغرافیایي موقعیت په اړه احتمالي طرحې، لکه د چترال، واخان او شکاشم له لارې د مرکزي اسیا سره د پاکستان نښلول، ښايي د اوږدمهالو پټو توافقاتو سره تړاو ولري.

د نوموړي په وینا، د ډیورنډ فرضي کرښه د ۱۹مې پېړۍ د استعماري سیاست میراث دی چې په عملي توګه نه دی تطبیق شوی، له همدې امله یې «فرضي» بولي. هغه زیاتوي چې د افغانستان نورې پولې بیا د رسمي سرحدي نښو او بشپړو حقوقي پړاوونو له لارې تثبیت شوې دي.

علي خېل ټینګار کړی چې د ډیورنډ موضوع «د هېچا شخصي صلاحیت نه دی» او نه هم د پټو معاملاتو برخه کېدای شي. د هغه په وینا، دا موضوع د تېرو ۱۳۰ کلونو په ترڅ کې د افغانانو په ذهنونو او احساساتو کې ژور ځای لري او باید د ۲۱مې پېړۍ د اصولو په رڼا کې ورته د حل معقوله لاره وموندل شي.

ګلاب منګل: محقق پخوا هم د ملي ګټو پر ځای بهرنیو ګټو ته ارزښت ورکاوه

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۴۷ GMT+۱
ګلاب منګل: محقق پخوا هم د ملي ګټو پر ځای بهرنیو ګټو ته ارزښت ورکاوه
100%

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو وزیر محمد ګلاب منګل د ډیورنډ کرښې په تړاو د وحدت ګوند مشر محمد محقق څرګندونې غندلې دي. هغه ویلي، محقق د جمهوري نظام پر مهال هم د ملي ګټو پر ځای بهرنیو ګټو ته ارزښت ورکاوه.

منګل محقق ته په خطاب کې ویلي، چې په تېر جمهوریت کې هغه د خپل قوم له ادرسه د تعصب پر بنسټ نظام ته تپل شوی و او د لوړ مقام، شهرت او مالي امکاناتو څښتن و. د منګل په وینا، محقق د مهمو پرېکړو صلاحیت درلود خو د ملي ګټو او ارزښتونو پر ځای یې بهرنیو ګټو ته زیات ارزښت ورکاوه.

هغه زیاته کړې چې محقق د خپل ولس پر ځای د بهرنیانو ملاتړ مهم باله او یادونه یې کړې چې په یوه رسمي سفر کې محقق د ایران واکدارانو د خوښۍ لپاره د هغو سلګونو افغانانو د وژنو له امله خوښي څرګنده کړې وه چې د فاطمیون په لیکو کې د ایران د ګټو لپاره په سوریه او عراق کې وژل شوي وو.

ګلاب منګل وایي چې محقق سره اوس نه خپل ولس شته او نه هم د ایران ملاتړ لري. د هغه په وینا، محقق هڅه کوي چې د بهرنیانو په احتمالي راتلونکو پروژو کې ځان ته ځای پیدا کړي خو اوسنی حالت بدل دی او "بګیل شوي مړزان بیا میدان نه شي ګټلای».

منګل په پای کې محقق ته په واضحه توګه مشوره ورکړې چې د ډیورند کرښې د منلو واک د افغانستان ملت سره دی، نه د حکومتونو او اشخاصو سره. هغه ویلي چې محقق اوس د خپل کلي او ولسوالۍ واک هم نه لري او دا یوه ملي موضوع ده چې د دواړو غاړو ملتونه به یې په اړه پرېکړه کوي.